سپورټ

د IPL په تاریخ کې کومې لوبډلې زیاتې سیالۍ ګټلې؟

د هندوستان آی پي ایل سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸م کال کې ترسره شوې، چې له هغه وروسته هر کال ترسره کیږي او د څوارلسم پړاو پاتې ۳۱ لوبې به یې بیا متحده عربي اماراتو کې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې له ۱۹مي بیا د اکتوبر میاشتې تر ۱۵مي نېټې پوري ترسره شي.   موږ په دې لیکنه کې ددې لیګ په تاریخ کې هغه لوبډلې درته ښیوو، چې زیاتې سیالۍ یې ګټلې دي. … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلې په کوربتوب پلان شوي سیالۍ اوس په پاکستان کې کیږي

د افغانستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ درې یوورځنۍ لوبې د افغانستان په کوربتوب سریلانکا هیواد کې پلان شوي وې، خو د لوژیستیکي ستونزو له امله اوس دا سیالۍ د پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي. ددې خبر تائید د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس حامد شینواري ایسفاین کریک انفو ته کړی او ورته ویلې یې دي، د سوپرلیګ لوبو برخه دا لوبې د لوژیستیکي ننګونو سره مخ وې، چې د نوي حکومت د … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبغاړي لومړی پاکستان او دوبۍ ته او بیا له هغه ځایه سریلانکا ته ځي

  دا چې د اسد یا زمري په ۲۴ مه چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې نېټې سره سمون خوري وسله والو طالبانو په افغانستان ولکه ټینګه کړه، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر څخه ملکي او سوداګریزې الوتنې بندې دي. نو افغان لوبغاړي هم په دې برخه کې ایسار شول او نه شي کولای چې له دې ډګر څخه سریلانکا ته ولاړ شي. نو افغان کرکټ بورډ مجبور شو، چې لوبغاړو … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ بورډ چارواکي؛ که هر حکومت وي لوبډله په نړیوال جام کې ګډون کوي

  د اسټرالیا د کرکټ بورډ وېب پاڼې د افغان کرکټ بورډ د چارواکو له قوله ویلي، چې هر حکومت وي افغان لوبډله په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کې ګډون کوي. د کرکټ ځېنو غړو دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان کې اوس د طالبانو په مشرۍ د اسلامي امارت لخوا هېواد کې نسبي واک دی؛ خو دلته لا هم هېواد مشر نه دی معلوم او د ګډ حکومت پرسر … نور ولولئ
سپورټ

آرشي خان: د افغان کرکیټر سره مې واده کېده، خو روانو حالاتو هرڅه له منځه یووړه

د کرکټ ټرېکر په نوم یوې ورزشي ویبپاڼې راپور ورکړی، چې د هند هیواد په یو شمېر سریالونو کې اداکاري او موډلې آرشي خان ویلې، د افغانستان د نوي حکومت رامنځته کېدو یې د یوه افغان کرکیټر سره د واده کولو هیلې لمنځه یووړې.   راپور کې راغلې، آرشي خان ویلې، د روان کال په اکتوبر میاشت کې یې د یوه افغان کرکیټر سره واده کاوه، چې خبرې یې هم وروستۍ شوي وې، خو په … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان په اړه د حیبب نورمحمدوف وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولې

د آزادي مبارزې روسي مسلمان لوبغاړي، چې د نورو هیوادونو ترڅنګ یې زیات افغان مینوال لرل، د افغانستان په اړه یې جالیبې څرګندونې کړې، چې د افغانانو غبرګونونه یې راپارولې.   د حبیب نورمحمدوف څخه په یوې ناسته کې د افغانستان په اړه پوښتنه وشوه، چې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه ستاسو نظر څه دی، خو حبیب یې په ځواب کې ورته وویل، زه نه غواړم د هغه هیواد په اړه څه ووایم، … نور ولولئ
سپورټ

د نیپال EPL لیګ او پکې د افغان لوبغاړي شهزاد محمدي اخیستل

ټاکل شوې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې له ۲۵مي نېټې څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر ۹مي نېټې پورې د نيپال EPL کرکټ لیګ څلورم پړاو ترسره شي، چې پکې شپږ لوبډلې به شاملې وي.   برانتنګتر وایررز، کتماندو کینګز، پوکارا رهینوس، برهوا ګلډیټورز، لالیټپور پاتروتز او چیتوان ټایګرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې شتون لري.   دا لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶م کال کې، د دویم ځل … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د سل بالیزه کرکټ لیګ د کال په غوره یوولس کسیزه لوبډله کې راغلی

د انګلستان هیواد او ویلز کرکټ بورډ په نوښت او کوربتوب د سل توپونو کرکټ لیګ د لومړي ځل لپاره د اتو نارینه او اتو ښځینه لوبډلو ترمنځ ترسره شو، چې وړمه شپه د اووال اینوینسیبل ښځینه او سواترن برېو نارینه کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.   د یاد لیګ د پای ته رسېدو سره سم د نارینه وو سل بالیزه کرکټ لیګ غوره یوولس کسیزه لوبډله اعلان شوه، چې پکې د … نور ولولئ
سپورټ

د سل بالیز کرکټ اتلولي او د افغان لوبغاړو لوبې

  د انګلستان کرکټ بورډ د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۲ مه په انګلستان کې د سل توپونو سیالۍ تاسیس او پیل کړې. دې سیالیو کې اته لوبډلې شاملې وې، چې څلورو بېلابېلو لوبډلو کې څلور افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، مجیب الرحمن او قیس احمد ولوبېدل. هر یو افغان لوبغاړي له خپل ځان پوره وړتیاوې وښودلې او د لوبو غوره لوبغاړو جایزې یې … نور ولولئ
سپورټ

په سل بالیز کرکټ کې غوره لوبغاړي

  د سل توپونو په سیالۍ کې تر ټولو زیات ځلېدونکی توپوهونکی او د ټول ټورنمنټ مخکښ منډې جوړوونکی د انګلستان لیام لېوېنګسټن و، هغه له اتلې لوبډلې ساوترن برېف سره ولوبېد او په ټولو لسو لوبو کې یې ۳۴۸ منډې وکړې او ټولې یې ۹ پاڼۍ توپوهنه کړې ده. په هره لوبه کې یې اوسط یا اورېج ۵۸ منډو ته رسېږي، چې خورا لوړ اورېج دی. سټرایک رېټ یا ګوزارکچ یې ۱۷۸ اعشاریه ۴۰ … نور ولولئ