سپورټ

پنځه کلونه مخکې همدا ورځ ویسټ انډیز ته خورا تاریخي وه

د ۲۰۱۶م کال د اپرېل میاشتې په درېیمه د شل اوریزه نړیوال جام پایلوبه د ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې ویسټ انډیز ـ انګلستان ته ماته ورکړه او یاد جام یې په خپل نوم کړ.   د یادي پایلوبې حال   لومړی انګلستان توپوهنه وکړه، چې ۱۵۵ منډې یې وکړې او ویسټ انډیز ته یې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکی. ویسټ انډیز درې ویکټې په ۱۱ منډو دلاسه … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم ریکارډ جوړ کړ؛ ویراټ کوهلي او هاشم امله یې شاته کړل

پرون جمعه پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د سویلي افریقا پر وړاندې د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړه، چې پکې پاکستان په دریو ویکټو بریا خپله کړه. په یاده لوبه کي د نړۍ نامتو کرکیټر بابراعظم د پاکستان لپاره په ۱۰۴ توپونو ۱۰۳ منډې وکړې، چې پکې ۱۷ څلوریزې شاملي وې. په دې سره بابراعظم په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې خپله ۱۳مه سلیزه ووهله.   په پرونۍ لوبه کې د … نور ولولئ
سپورټ

روان کال کې رحمان الله ګربز او مارټېن ګوپټېل مساوي شپږیزې وهلي

د مارچ په ۳۰مه نېټه د بروکن کرکټ په نامه یوې وېب پاڼې په خپله فیسبوک پاڼه د زیاتو شپږیزو وهونکو لوبغاړو انځور خپور کړی دی. فیسبوک پاڼه کې د ۲۰۲۱ز د مارچ میاشت تر ۳۰ مې نېټې پورې د هغو لوبغاړو نومونه خپاره شوي، چې زیاتې شپږیزې یې وهلي دي، په دې لوبغاړو کې د افغان پیلیز توپوهونکي رحمان الله ګربز نوم هم ذکر شوی دی. تر ټولو زیاتې شپږیزې د هندوستان ځوان فېنېشر … نور ولولئ
سپورټ

د اصغر افغان د لېرې کېدو اوازې او دریځ یې

د ډېری فیسبوک کاروونکو پر ګڼونونو یا اکاونټونو د اصغر افغان د لېرې کېدو اوازې خپرې شوي او ډېرو دا لیکلي، چې دا یې وخت نه دی، چې له لوبډلمشرۍ لېرې شي. خو خلک دې پوه وي، چې که کرکټ بورډ اوس اصغر افغان لېرې کوي، نو د اصغر افغان به ورسره سل سلنه خوښه وي، چې لوبډلمشري پرېږدي. بله خبره دا ده چې که اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لېرې کېږي، نو خوښه او مشوره … نور ولولئ
سپورټ

د کمال خان بند په تړاو څلورمه لوبه نجیب الله ځدران وګټله

د کندهار کرکټ لوبغالي کې د پنجشنبې په ورځ یوه نیمه بجه د کمال خان په تړاو څلورمه لوبه د کمال خان بند د جوړوونکو او ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په دې لوبه کې لومړۍ توپوهنه د کمال خان بند ساتونکې لوبډلې وکړه، دې لوبډلې د ګلبدین نایب د ۱۳۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۹۸ منډې وکړې او ۱۹۹ منډې هدف ورکړ. ګلبدین نایب ۱۱ شپږیزې او ۹ څلوریزې ووهلې او په ۶۴ توپونو … نور ولولئ
سپورټ

نړیواله درجه بندي کي محمدنبي هم خپل ځای له لاسه ورکړ

پرون چهارشنبه د کرکټ نړیوالې شورا په بېلابیلو فارمټونو کي درجه بندۍ اعلان کړې، چي په یو ورځنیو لوبو کې افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل پخوا د نړۍ دویم نمبر الراونډر و، خو اوس درېیم ځای ته راکښته شوی. د نبي عیسی خېل څخه دویم ځای د انګلستان بین سټوکس خپل کړی، هغه د هند پر وړاندې یو ورځنیو لوبو کې خورا په زړه پوري لوبې وکړې. خو د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه … نور ولولئ
سپورټ

هغه لوبډلمشر چې ډېر ټاسونه يې ګټلي دي

په کرکټ لوبه کې د ټاس ګټل خورا مهم دي او ځېنې بیا دا اصطلاح هم کاروي، چې د ټاس ګټل د نیمایي لوبې ګټل دي. کومه لوبډله چې ټاس وګټي، نو هغه اختیار لري، چې توپ وهنه وکړي او که توپ اچونه، دا ځکه مهم دي، چې ځېنې وخت ویشتن ځایونه د لومړۍ توپوهنې او ځېنې وخت د دویمې توپ وهنې لپاره برابر وي. بله خبره دا ده چې د ټاس په ګټلو سره … نور ولولئ
سپورټ

د آی پي اېل نوي قوانین،شايد پرې خبر نه ياست 

د هندوستان د کرکټ بورډ ادارې ویلي چې د آی پي اېل هره لوبډله باید خپل یو اننګز یا شل اورونه په ۹۰ دقیقو کې پای ته ورسوي. مخکې به وروستی اوور له نویمې دقیقې څخه پیلېده؛ خو اوس پنځه دقیقې د توپ وهنې اننګز پیل او پای ته ځانګړې کېږي. یعنې لوبډلې مجبوره دي، چې ۸۵ دقیقو کې یې اورونه د پای کرښې ته رسولي وي او په نوي یمه دقیقه کې باید اننګز … نور ولولئ
سپورټ

د نوي لوبډلمشر ټاکنه،اصغر به يې ومني؟

د افغانستان کريکټ بورډ پخواني رئيس عزيزالله فضلي ويلي چې د ملي لوبډلې لپاره پر يو نوي لوبډلمشر پرېکړه سوې. فضلي پر خپل فيسبوک اکاونټ دا خبره کړې او د افغانانو څخه يې د نظر پوښتني په حيث ددې پرېکړي په اړه نظر غوښتی. ښاغلی فضلي ليکي: (( د کرکټ لوبې مينه والو ؛ د افغانستان کرکټ بورډ ادارې يو لوړ پوري چارواکي چې د خپل هويت نه ښودلو په صورت کې يوې خبري سرچينې … نور ولولئ
سپورټ

په یو ورځنیو لوبو کې زیاتې شپږیزه وهونکې لوبغاړي

لیکنه: محمدصابر حمیدي   په یو ورځنیو لوبو کې زیاتې شپږیزه وهونکې لوبغاړي   ۱ـ شاهد افریدی، پاکستان، ۳۹۸ لوبې، ۸۰۶۴ منډې، ۶ سلیزې، ۳۹ پنځوسیزې، ۷۳۰ څلوریزې او ۳۵۱ شپږیزې. ۲ـ کریس  ګېل، نیوزیلینډ، ۳۰۱ لوبې، ۱۰۴۸۰ منډې، ۲۵ سلیزې، ۵۴ پنځوسیزې، ۱۱۲۸ څلوریزې او ۳۳۱ شپږیزې. ۳ـ جېسوریا، سریلانکا، ۴۴۵ لوبې، ۱۳۴۳۰ منډې، ۲۸ سلیزې، ۶۸ پنځوسیزې، ۱۵۰۳څلوریزې او ۲۷۰ شپږیزې. ۴ـ روهیت شرما، هندوستان، ۲۲۶ لوبې، ۹۱۶۸ منډې، ۲۹ سلیزې، ۴۳ پنځوسیزې، … نور ولولئ