سپورټ

د پولارډ هسکو شپږیزو د آی پي اېل د لومړۍ لوبډلې ۲۱۹ منډې هدف مات کړ

د ۲۰۲۱ کال آی پي اېل تر ټولو ګرمه لوبه د شنبې په ماښام د ممبيي انډیئنز او د آی پي اېل د لومړۍ لوبډلې چینای سوپرکېنګز ترمنځ ترسره شوه. چینای سوپرکېنګز لوبډلې په شل اورونو کې د درې لوبغاړو د چټکې توپوهنې په مرسته ۲۱۹ منډې هدف وړاندې کړ. ډپلیسي په ۲۸ توپونو ۵۰ منډې، معین علي په ۲۸ توپونو ۵۸ منډې او امبټي ریوډو په ۲۷ توپونو د ۷ شپږیزو او څلور څلوریزو … نور ولولئ
سپورټ

د روهیت شرما د زوکړي ورځ او هندیانو ته یې ځانګړی پيغام

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو توپوهونکی روهیت شرما پرون د اپرېل میاشتې په ۳۰مه نېټه ۳۴ کلن شو، چې د ۱۹۸۷م کال د اپرېل میاشتې په ۳۰مه نېټه د هند په ممبي ښار کې زېږېدلی دی او پرون یې د خپلې زوکړې په ورځ یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د خلګو څخه یې د منني ترڅنګ یو ځانګړی پیغام خپور کړی. روهیت شرما پر خپلې رسمي ټویټر پاڼې یوه ویډیو خپره کړې، … نور ولولئ
سپورټ

پنجاب کېنګز د آی‌پي‌اېل ۲۶مه لوبه وګټله

  د پنجاب کېنګز او رایلز چلېنجرز بنګلور ترمنځ د آی‌پي‌اېل ۲۶ مه لوبه په احمد اباد ښار کې ترسره شوه. پنجاب په شل اورونو کې د ۵ ویکټو په نقصان سره د کی اېل راهول د ۹۱ ناسوځېدلو منډو او د کرېس ګېل د ۴۶ منډو په مرسته ۱۷۹ منډې وکړې او بنګلور ته یې ۱۸۰ منډې هدف ورکړ. د بنګلور لپاره کایل جمېسن دوه وېکټې ترلاسه کړې. د بنګلور لوبډله په چېسېنګ یا … نور ولولئ
سپورټ

ښایي نړیوال شل اوریز جام د هند پرځای دوبۍ کې ترسره شي

  د هندوستان کرکټ بورډ وایي، که په هندوستان کې د راتلونکې اکټوبرمیاشت پورې د کورونا وایروس همداسې زور کې وي، نو نړیوال شل اوریزجام به عربي متحده اماراتو ته انتقالوي. خو د دغه جام ډایرېکټر دیراج ملهوترا لا هم په دې ډاډه دی، چې هندوستان به د ۱۶ لوبډلو کوربتوب کوي. د اپرېل په میاشت کې په هندوستان کې د کورونا وایروس خورا شدید شوی او حالات یې کړکېچن کړي دي. شل اوریز نړیوال … نور ولولئ
روانې سلامتي

ډېوېډ وارنر؛ په آی‌پي‌اېل کې پنځمه ماتې زما له امله وه

  د حیدراباد لوبډلې لوبډلمشر ډېوېډ وارنر وایي دا چې آی‌پي‌اېل کې زما لوبډلې پنځمه ماته وخوړه او د چینای پر وړاندې یې لوبډله ناکامه شوه، علت خپل همدی و. د اسټرالیا د کرکټ بورډ رسمي وېب پاڼې د ډېوېډ وارنر له قوله لیکلي، چې ګواکې وارنر د حیدراباد لوبډلې په شپږمه لوبه کې د چینای سوپرکېنګز پر وړاندې لوبه کې د ذمه وارۍ د اخیستلو سربېره سلو یا څوکه لوبه وکړه او همدا علت … نور ولولئ
سپورټ

د آی‌پي‌اېل په تاریخ کې سوپر اورونه او ګټونکې لوبډلې

  له ۲۰۰۸ څخه تر دې دمه په آی‌پي‌اېل کې ۱۴ ځلې لوبډلې په سوپر اوور کې مخ شوي دي. لومړی ځل سوپر اوور په ۲۰۰۹ کې د کلکته نایټ رایډرز او راجستان رایلز ترمنځ ترسره شو. په دې اوور کې راجستان، کلکتې ته ماته ورکړه او لوبه یې وګټله، دا لوبه د افریقا په کېپټاون ښارکې ترسره شوې وه. ۲۰۱۰ کې د کېنګز ایلیون پنجاب او د چینای سوپرکېنګز ترمنځ سوپر اوور د هند … نور ولولئ
سپورټ

په آی‌پي‌اېل کې ممبيي او ډیلي لوبې وګټلې

د هندوستان سوداګریزو لوبو په دوام د پنجشنبې په ورځ دوه لوبې ترسره شوې، په ۲۴مه لوبه کې ممبيي لوبډلې راجستان ته په اووه وېکټو ماته ورکړه او په ۲۵مه لوبه کې ډیلي بیا کلکتې ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه. د راجستان لوبډلې په شل اورونوکې د ۴ وېکټو په نقصان سره د جاس بټلر د ۴۱ منډو، د یشواسي جېسوال د ۳۲ منډو، سنجو سمسن د ۴۲ منډو او د شېوم ډوبی د … نور ولولئ
سپورټ

نجیب ځدران: د پاکستان سوپرلیګ کې پر اخیستل کېدو ډېر خوښ یم

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستي تکړه توپوهونکي نجیب الله ځدران په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ډېر خوښ دی، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې واخیستل شو. نجیب الله ځدران پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، چې ددې لیګ پېلېدو او د کراچي کینګز لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه ډېر بې صبرانه دی.   Absolutely super excited to be a part of the champion team of @thePSLt20 @KarachiKingsARY can’t wait … نور ولولئ
سپورټ

د آی پي اېل د ګټلو چانس د کومې لوبډلې زیات دی؟ 

سږ کال د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو څوارلسم پړاو کې تر دې دمه درې لوبډلې خورا ښې ځلېدلې دي. د چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې چې لومړۍ لوبه وبایلله، له هغې وروسته یې بېرته ښه راتګ کړی دی او پنځه پرله پسې بریاوې یې خپلې کړي دي. دا لوبډله اوس د نومرو په جدول کې د لس نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې ده. دې لوبډلې د چهارشنبې په ماخستن د آی پي اېل په … نور ولولئ
سپورټ

حضرت الله ځاځي نړیواله درجه بندي کې نور هم شاتګ وکړ

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي تازه په شل اوریزه سیالیو کې د توپوهونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې حضرت الله ځای له لسم څخه یوولسم ځای ته کښته شوی او د لسو غوره لوبغاړو په لیست کې نه ده راغلی. په دې درجه بندي کې حضرت الله ځاځي په ۲۰۱۹م کال کې شپږم ځای درلود، خو د نه لوبېدو له امله کرار ـ کرار مخ پر کښته کېدو روان و.   … نور ولولئ