سپورټ

واحد نژند: شاګردان مي هم تر هوتک او مبارز تکړه دي

د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړي واحد نژند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې شاګردان یې هم تر احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز تکړه دي. واحد نژند، چې تازه یې روسي سیال پاول اردیشیف ته په ‹‹Fight Night›› سازمان کې په مسکو کې ماتې ورکړې د اسپوتنیک خبري اژانس سره یې په یوې مرکه کې د خپلو مخکنیو لوبو راتلونکو لوبو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو خبري کړي. … نور ولولئ
سپورټ

پنځه هغه کرکټ لوبغاړي، چې یو بل یې نه خوښېږي

  تاسې ټول پوهېږئ، چې کرکټ د یوولسو لوبغاړو لوبه چې یوه لوبډله به یې لوبوي، خو په دې یوولسو لوبغاړو کې داسې هم شته، چې یو بل سره یې ورانه وي او نه یې لګېږي ورسره. دوی کې یې ځېنې فطري مخالف وي او ځېنې د لوبې پرمهال خپلو کې وران شوي وي. دلته به د ځېنو مخالفو لوبغاړو یادونه وکړو، چې کرېک ټرېکر وېب پاڼې هم راخیستي دي. ډیپک هوډا او کرونال پانډیا … نور ولولئ
سپورټ

د هندوستان دوه لوبډلې په دوه هېوادونو کې

  د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سورف ګنګولي ویلي، چې د دوی یوه لوبډله به د شېکردوان په مشرۍ سریلانکا ته ولاړه شي او هلته به شپږ لوبې نندارې ته وړاندې کړي. په دې لوبو کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې شاملې دي، چې د جولای میاشت کې به ترسره شي.   په دې لوبډله کې شېکردوان، پرېتوي شاو، سوریاکومار یداف، اېشن کېشن، هارډیک پانډیا، کرونال پانډیا، بونېشور کومار، نافديپ سیني، … نور ولولئ
سپورټ

د کابل او لوګر بریدونو کې له ټپيانو سره د مرستي په پار خپل مډالونه لیلاموي

د افغانستان د آزادي مبارزې او جوجیتسو تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري خپل دوه نړیوال مډالونه لیلاموي، تر څو په پيسو یې د کابل د لوېدیځ او لوګر د بریدنونو له ټپيانو سره مرستي وکړي. حسین بخش رسینو ته ویلي، خپل دوه مډالونه په دوبۍ کې د یوه مرکزله لاري د یوې اونۍ په موخه لیلام ته وړاندي کوي او په تر ټولو ممکنه لوړه بیه به یې وپلوري. څو ورځې وړاندې د کابل ولایت … نور ولولئ
سپورټ

وروسته له ۳ کلونو هندۍ لوبډله سريلانکا ته ځي

د هندوستان کريکټ لوبډله د ۳ يو ورځنيو او ۳ شل اووريزو لوبو لپاره سريلانکا ته ځي. د هندوستان د کريکټ بورډ مشر سورب ګنګولې تېره اونۍ وويله چې لوبډله يې د لوبو لپاره سريلانکا ته ځي او تر هغه وروسته بيا انګلستان سره ټيسټ لوبې کوي. دا لوبي د مينوالو په نه شتون کې د کولمبو په يوه لوبغالې کې چې د پرماداسا په نامه دی ترسره کېږي . د سريلانکا د کريکټ بورډ … نور ولولئ
سپورټ

ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي. هوتک پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې ویلي، چې سیال یې پياوړی دی او په «TGFC» سازمان کې به ورسره سیالي وکړي. هوتک د یادي لوبې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې چېرته به ترسره شي، خو لوبه به یې د یک ټلوېزیون … نور ولولئ
سپورټ

د نړۍ په لوبډلو کې مسلمان کرېکېټران او اغېز یې

د کرکټ په لوبغالو او لوبډلو کې ډېری مسلمان لوبغاړي هم ګډونوال دي او دغو مسلمانو لوبغاړو د کرکټ لوبو ته زینت وربښلی دی. یو خو هغه هېوادونه دي، چې مسلمان دي او لوبغاړي یې هم مسلمانان دي، لکه افغانستان، پاکستان، عرب، بنګله دېش. خو ځېنې کفري هېوادونه بیا هم په خپلو لوبډلو کې مسلمان پیاوړي لوبغاړي لري او لوبوي یې. د انګلستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، هند، ویسټ انډیز لوبډلې په خپل ترکیب کې مسلمان … نور ولولئ
سپورټ

د اپرېل میاشتې غوره کرېکېټران څوک اعلان شول؟

  د کرکټ نړیوالې شورا د مې په لسمه د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د تېرې اپرېل میاشتې غوره کرکټ لوبغاړي د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم او د اسټرالیا پیاوړې لوبغاړې الیسا هیلي وپېژندل شول. بابراعظم په تېره میاشت کې د افریقا پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو کې ۲۲۸ منډې کړې وې، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۰۳ وې. په افریقا پر وړاندې څلورو شل اوریزو لوبو کې یې ۳۰۵ … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ ریال ماډریډ په یو حساس پړاو کې لوبه مساوي کړه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۳۵مي اونۍ په لړ کې تېره شپه ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د سویا فوټبال لوبډلې سره لوبې ډګر ته کښته شوه، چې لوبه دوه ګولونه په مقابل کې د دوو ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده. د سویا لپاره پیرناندو په ۲۲مه او ایوان راکټیچ بیا په ۷۸یمه دقیقه کې ګولوهنې وکړې. د ریال ماډریډ لپاره بیا مارکو اسینسو په ۶۷تمه او ایډین هزارډ په ۹۴یمه دقیقه کې … نور ولولئ
سپورټ

د هند کرکټ بورډ: IPL سیالۍ هند کې نشې ترسره کېدلای

د هندوستان د کرکټ بورډ رئیس سوراوو کنګولي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د هند آی پي ایل لیګ پاتې لوبې په هند کې نشي ترسره کېدلای. سورا کنګولي د سټار سپورټ سره په یوې ځانګړې مرکه کې د سریلانکا په کوربتوب د هند او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ جولای میاشت کې د دریو شل اوریزه او دریو یو ورځنیو لوبو په اړه د خبرو ترڅنګ د ۲۰۲۱م کال آی پي ایل … نور ولولئ