سپورټ

د افغانستان او نړۍ کرکټ لوبغالو ځانګړنې + انځورونه

  په نړۍ کې ډېر زیات کرکټ لوبغالي وجود لري، چې له دې جملې څخه انګلستان، هندوستان او اسټرالیا ډېر مخکې دي. په هندوستان کې د کرکټ لوبغالي زیات دي، خو د نړۍ ستر ۸ لوبغالي پکې شتون لري. سردار پټېل یا موټېرا لوبغالی دا لوبغالی په د ګوجرات په احمد اباد سیمه کې جوړ شوی دی، اصلا په ۱۹۸۲ کې تاسیس شوی؛ خو بیا رغاونه او ریفورم یې په ۲۰۲۰ کې وشو. دا لوبغالی … نور ولولئ
سپورټ

مجیب ځدران د فوټبال لوبه کوي؛ وایي ورسره مینه لرم+ویډيو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکي مجیب الرحمن ځدران پر خپل رسمي انسټاګرام یوه ویډيو خپره کړې، چې پکې د فوټبال تمرین کوي. د یادي ویډیو سره مجیب ځدران لیکلي، چې فوټبال سره مینه لرم، مهمه نه ده، چې د پیټنیس ساتلو په موخه باید تاسي یوه ځانګړې لوبه وکړی؛ بلکي هره لوبه باید وشي. په یاده ویډيو کې یو بل کس مجیب ځدران ته په پښه توپ غورځوي او … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ کریسټیانو رونالډو 777 ګولوهنې بشپړې کړې

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د ایټالوي کلب یوونټوس تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي وړمه شپه د اینټرمېلان پر وړاندې ګولوهنه وکړه، چې په دې سره یې په خپل لوبیز ژوند کې د خپلو ګولوهنو شمېر ۷۷۷ ته ورساوه. وړمه شپه یوونټوس په خپل کوربتوب انټرمېلان لوبډلې ته درې ګولونه پر دوه ماتې ورکړه، چې د یوونټوس لپاره لومړۍ ګولوهنه رونالډو د پینالټۍ په واسطه ولګوله. د انټرمېلان پر وړاندې په دې … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ زین‌الدین زیدان ریال ماډریډ لوبډله پرېږدي

د فرانسې د فوټبال ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی، چې په بېلابیلو نړیوالو کلبونو کې یې هم سیالۍ کړې دي، اوس د ریال ماډریډ لوبډلې روزونکی دی، ددې لوبډلې څخه د روان پړاو په پای کې جلا کیږي. د راپورونو له مخې د فوټبال د روان پړاو، چې ډېر ژر به پای ته ورسیږي، ریال ماډریډ لوبډله پرېږدي او زین‌الدین زیدان د ریال ماډریډ کلب مسئولینو ته هم دا پيغام رسولی. ګُل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې … نور ولولئ
سپورټ

د ایرلېنډ کرکټ بورډ د سکاټلېنډ پر وړاندې لوبو ته ښځينه لوبډله اعلان کړه

د روانې میاشتې په ۲۳ مه د ایرلېنډ او سکاټلېنډ ښځينه لوبډلې په څلورو شل اوریزو لوبو کې مخ کېږي او د مې تر ۲۷ مې به دوام وکړي. دواړو لوبډلو له دې وړاندې ۱۴ شل اوریزې لوبې کړي، چې یوولس ایرلېنډ، دوه سکاټلېنډ ګټلي او یوه لوبه بې پایلې شوې ده. دا لوبې د ایرلېنډ په کوربتوب ترسره کېږي او ایرلېنډ ورته سر له اوسه د پنځلس لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. د ایرلېنډ کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

د سولې غوښتلو په پار د ننګرهار پچیر اګام کې د کرکټ لوبې پیل شوې

د پچیر اګام کرکټ بورډ او د ننګرهار کرکټ ادارې په ګډې همغږۍ د کوچني اختر په مناسبت د سولې جام تر نامه لاندې د کرکټ ۱۲ اوریزې سیالۍ د مې په ۱۵ مه د شنبې په ورځ د سنګینې اتلانو او د سپین غر ځوانانو ټولنې لوبډلو ترمنځ په لومړۍ لوبه پیل شوې. د پچیر اګام د کرکټ بورډ مشر خلیل انځور وویل، د دې لوبو څخه یې موخه خلکو ته د خوښۍ ورکولو … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان کوچنی توپوهونکی؛ د اې بي ډیویلیرس ریکارډ ماتوم

د انګلستانۍ لوبډلې ځوان توپوهونکي اولي پاپ ویلي، چې د اې بي ډیویلیرس د خطرناکې او چټکې توپوهنې ریکارډ ماتوم. که تاسې ته په یاد شي اې بي ډیویلیرس په ۲۰۱۵ کې د جنوري په ۱۸ مه د ویسټ انډیز پر وړاندې د افریقا په وانډررز لوبغالي کې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې په ۳۱ توپونو سلیزه ووهله او د نړۍ یو غوره اننګز یې نندارې ته وړاندې کړ. هغه په دې لوبه کې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ د پاتې لوبو ترسره کېدو ځای وټاکل شو

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو سیالۍ، چې د کورونا وبا له امله ځنډول شوي، د پاکستان پر ځای د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره کیږي. د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو ۱۴ لوبې د پاکستان په کراچي ښار کې ترسره شوې، خو په کورونا ویروس د یو شمېر لوبغاړو تر اخته کېدو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې سیالۍ وځنډوي. اوس تازه راپورونه ورکړل شوي، چې ددې لیګ پاتې ۲۰ لوبې … نور ولولئ
سپورټ

وریندر سېواګ: له شکه پرته راشدخان د IPL غوره توپ‌اچونکی دی

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي او د هند آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې روزونکي وریندر سېواګ ویلې، له شکه پرته راشدخان ارمان د آی پي ایل لیګ تر ټولو غوره توپ‌اچونکی دی. کریک بز ویبپاڼې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ویډیو خپره کړې، چې پکې خبریال د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو، روزونکو او د لوبو کمینټریټرانو څخه د راشدخان د وړتیاوو پوښتنه کوي، چې وریندر سېواګ یې په اړه … نور ولولئ
سپورټ

شعیب ملک: پاکستاني لوبغاړي د اړیکو په اساس غوره کیږي

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه توپوهونکي شعیب ملک په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان پر کرکټ بورډ تورونه لګولي، چې ګواګي؛ دا بورډ ملي لوبډلې ته لوبغاړي د اړیکو په اساس غوره کوي.   د «CRICKET NEXT» د راپور له مخې شعیب ملک ویلي، لوبغاړي باید د هغوی د وړتیاوو په اساس غوره شي، خو پاکستان کرکټ بورډ یې اجرااًتو او وړتیاوو ته نه ګوري، خو د اړیکو په اساس یې ټاکي. … نور ولولئ