سپورټ

افغان ګوګلي ماسټر د اسټرالیا څخه اماراتو ته رسیدلی دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د نړیوال کرکټ مشهوره لوبغاړی راشد خان د اسټرالیا کورنیو سترو تجارتي بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د لوبیدو وروسته بیرته د خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، راشد خان چې د تیر ۲۰۱۷ م کال ډیسمبر میاشت کې د بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لیګ کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته تللی … نور ولولئ
سپورټ

اډلایډ سټرایکرز د بیګ باش اتله شوه

د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو ۷ م پړاو د اډلایډ سټرایکرز په اتلولۍ خپلولو سره پای ته ورسیدې. د بیګ باش په دغه ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې وې، چې پای لوبې ته یې د لمړي ځل لپاره د اډلایډ سټرایکرز او دړویم ځل لپاره د هوبرټ هریکنز … نور ولولئ
روغه سټه

”یوه ساعت منډه وهل اوه ساعته اضافي وخت درکوي. “

په امریکا کې د ایوا سټیټ پوهنتون ساینس پوهانو ادعا کړې چې یو ساعت منډه وهل په ژوند کې اوه ساعته اضافي وخت درکولی شي. په ایوا پوهنتون کې دا نوې څیړنه اصلا د هغې بلې څیړنې تعقیب دی چې په ۲۰۱۴ م کال کې د امریکا د کارډیالوژي د کالج په ژورنال کې خپره شوې وه. په دې څیړنه کې موندل شوې وه چې د ورځې ان له پنځو تر لس دقیقو منډه وهل … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله د څلورم مقام خپلولو وروسته بیرته هېواد ته راورسیده

د نیوزیلنیډ په کوربه توب د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون او څلورم مقام خپلولو وروسته افغان لوبډله بیرته هېواد را ستنه شوه. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډله، چې د تیر کال په ډیسمبر میاشت کې د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه نیوزیلینډ ته تللې وه، په دغه جام کې د څلورم مقام … نور ولولئ
سپورټ

هندوستان د کرکټ نړیوال جام سیالیو اتل شو

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام سیالۍ د هندۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې. د نیوزیلینډ په کوربه توب د ګډون کوونکو ۱۶ هېوادونو لوبډلو څخه د اسټرالیا لوبډلې افغانستان او هندۍ لوبډلې پاکستان ته په نېمه پای لوبو کې په ماتې ورکولو سره تر پای لوبې ورسیدې. د نړیوال جام په دې وروستۍ مهمه سیالۍ کې هندوستان د اسټرالیا لوبډلې څخه د … نور ولولئ
سپورټ

سنديپ لاميچاني د نیپال په کرکټ کې د ښاپیریو داستان

نوروز عمر اميد د نيپال 17کلن ليګ سپنر سنديپ لاميچاني 2018کال اي پي ايل ته انتخاب د نيپال په کرکټ کې د ښاپيريو داستان شو. دوه کاله مخکې هغه چا پيژندلو هم نه،ولې په لږ وخت يي دومره پرمختګ وکړ چې د ملي لوبډلې غړى شو، د19کلنو کپتاني يې وکړه،د هانګ کانګ په تجارتي لوبو کې ولوبيد،هلته يي د استراليا له پخواني لوبډلمشر مايکل کلارک سره وليدل اوس ورسره کلارک په هره برخه کې مرسته … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان له بیګ باش څخه (د مخکښ ویکټ اخیستونکي) لقب سره رخصت شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبعاړی راشد خان چې په اوسني کرکټ کې په ګوګلي ماسټر مشهور شوی دی؛ د اسټرالیا په کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه سیالیو کې یې خپلې لوبې پای ته ورسولې. افغان لوبغاړي راشد خان د بیګ باش په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د لمړي ځل لپاره ګډون کړی و، چې د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې سره ولوبید. د هندوستان د «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله د کرکټ نړیوال جام څخه د څلورم مقام سره هېواد ته راستنیږي

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام سیالیو څخه د ترلاسه شوي څلور مقام سره بیرته هېواد ته راستنیږي. افغان لوبډلې په دې سیالیو کې د پاکستان، سریلنکا او د کوربه نیوزیلینډ لوبډلو ته ماتې ورکړې، خو د ایرلینډ او اسټرالیا څخه یې ماتې وخوړې. د نړیوال جام سیالیو د ګروپ پړاو کې افغانستان د پاکستا، سریلنکا او ایرلینډ سره قرار درلود، چې دواړو پاکستان او سریلنکا څخه یې به … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیوال جام ؛اسټرالیا د هندوستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د پای لوبه کې اسټرالیا د هندوستان لوبډلې سره مخامخ شوه. د دې جام په لمړۍ نېمه پای لوبه کې افغانستان د اسټرالوۍ لوبډلې خلاف ماتې وخوړه او په دویمه نيمه پای لوبه کې هندوستان د پاکستان خلاف د ۲۰۳ منډو بریا خپلولو سره تر فاینل ورسیدل. په همدې جام کې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله د کرکټ نړیوال جام وروستۍ لوبه ترسره کوي !

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو په خپلې وروستۍ لوبه کې د دریم مقام خپلولو لپاره د پاکستان خلاف د لوبې ډګر ته وځي. دواړو افغانستان او پاکستان خپلو سیالانو اسټرالیا او هندوستان ته په نېمه پای لوبو کې ماتې وخوړې او د دغه جام د مخکې تګ څخه پاتې شول، خو د دریم او څلورم مقام خپلولو لپاره نن په سیالۍ کې مخامخ کیږي. دا دویم ځل دی، … نور ولولئ