سپورټ

له ویسټ انډیز وروسته افغانستان د هالینډ پر وړانډې بخت ازمايي !

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو ۵۰ اوریزه سیالۍ چې د زیمبابوې په کوربه توب سره ترسره کیږي، پکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز خلاف په تمریناتي سیالۍ د بریا خپلولو وروسته نن په دویمه تمریناتي سیالۍ کې د هالیڼد هېواد د کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې په ډګر کې مخ کیږي. د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

ریکارډ؛ راشد خان د رسمي کرکټ په تاریخ کې لومړی کم عمره کپټان شو

ليکنه: مدثر دعوت راشد خان د نړيوال کرکټ په تاريخ کې ترټولو کم عمره لوبډلمشر شو او په خپله لومړنۍ لوبډلمشرۍ کې يې د کريس ګېل په شتون کې ويسټ اينډېزۍ لوبډلې ته د نړيوال جام لپاره د غوراوي سياليو په تمريناتي لوبه کې د دولت ځدران په هيټريک سره ماتې ورکړه. راشد وروسته له هغې موقت لوبډلمشر ټاکل کیږي چې د اپنډکس د جراحۍ له کبله اصغرستانکزی په راتلونکو لسو ورځو کې د لوبې … نور ولولئ
سپورټ

مورکل د خپلې میرمنې لپاره له نړيوال کرکټ سره مخه ښه کوي

ليکنه: مدثر دعوت د سويلي افريقا تېر توپ اچوونکی مورن مورکل به د اسټراليا سره د ټيسټ لوبو تر لړۍ وروسته نړيوال کرکټ پر‎ېږدي. سويلي افريقا به د روان کال د مارچ په لومړۍ نيټه د اسټراليا کوربه وي. مورکل وايي په ډېر خوشحال زړه سره کرکيټ پریږدم. که څه هم دده لپاره داپرېکړه ډېره سخته ده خو وايي وخت يې رارسېدلی چې د خپلې ځوانې کورنۍ او بهرنۍ مېرمنې سره د ژوند نوی پړاو … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د ویسټ انډیز په ماتولو نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د تیاریو په موخه په تمریناتي سیالیو پیل وکړ، چې په لمړۍ لوبه کې یې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه. افغان کرکټ ملي لوبډلې د رسمي لوبډلمشر اضغر ستانکزي په نشتون او د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې د ویسټ انډیز خلاف د تمریناتو لوبو د لړۍ پیل وکړ، چې په لمړۍ لوبه کې یې د دولت … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله سبا د ویسټ انډیز خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي

د افغاانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه زیمبابوې کې ده، چې اوس مهال په تمریناتي کیمپ کې بوخته ده. د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۹ م کال کې د انګلیستان په کوربه توب ترسره کیږي. خو ورته د غورواي سیالۍ د روان کال د مارچ د څلورمې نېټې څخه په زیمبابوې کې پیلیږي، چې پکې ۱۰ لوبډلې شاملې دي. ګډون کوونکې ۱۰ … نور ولولئ
سپورټ

اضغر ستانکزی د ناروغۍ پر بستر پریوت؛ خو راشد خان یې پر ځای سرپرست ټاکل شوی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د لوبیدو په موخه زیمبابوې کې په تمریناتو بوخته ده، خو د دغه پړاو سیالیو وړاندې یې افغاان کرکټ ملي لوبډلې خپل لوبډلمشر د لاسه ورکړ. د افغانستان د کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر ستانکزی د اپنډیکس … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان ښځینه لوبډلمشرې، د کال غوره کپټانې جايزه وګټله

لیکنه: مدثر دعوت د انګلينډ ښځينه کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشرې هيټرنايټ د کال د غوره لوبډلمشرې جايزه وګټله. په تيرو څو کلنو کي د ښځينه کرکټ په برخه کې ډيرې مرحلې ليدل شوي؛ چې په دې لړ کې د ښځينه لوبغاړو بشپړ مسلکي قراردادونه، د شل اوريزو ليګونو زياتوالی، لکه WBBL,KSL په څېر، او په 2017 ز کال کي ترټولو لوی ښځينه نړيوال جام، چې د اټکل له مخې يې کابو 150 ميليونو کسانو څخه … نور ولولئ
سپورټ

د ټيسټ کرکټ پلرونه؛ هغوی چې زامنو یې هم پر پل قدمونه ایښي!

لیکنه: دعوت مدثر د کرکټ د لوبغاړو څو هغه لوبغاړي چې زامنو يې د دوۍ پرقدم قدمونه ايښودل او د خپلو پلرونو په څېر يې په لوړه کچه لوبې کولې. ۱ـ لين هټټون (لوبډلمشر) هټټون په ۱۹۳۸ز کال د اووال په لوبغالي کې د اسټراليا په وړاندي په خپله شپږمه ټيسټ لوبه کي ۳۶۴ د ترټولو ډيرو منډو په ترسره کولو سره د ويلي هامونډ پخوانی ريکارډ مات کړ. په ډېر لوړ اوسط يې لوبه … نور ولولئ
په زړه پورې

سعودي عربستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د فوټبال د فیډراسیون غړې شوه

د سعودي عربستان د فوټبال فیدراسیون ددې هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه ددې فیدراسیون په غړیتوب وټاکله. هغه بدلونونه چې د جمعې په ورځ اعلان شول، عدوه العریفي د سعودي د فوټبال فیدراسیون د ټولینزو مسولیتونو د اوه کیسیزې کمیټې د لومړنۍ ښځینه غړې په توګه وټاکل شوه. نوموړې چې په دې هیواد د لومړي ځل لپاره د ښځنیه فوټبال ټیم بنسټ اېښودونکي ده، ددې لپاره پر دې څوکۍ ټاکل … نور ولولئ
سپورټ

د «PSL» سیالۍ د ملتان سلطانز لوبډلې په بریا سره پیل شوې !

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو د ملتان سلطانز لوبډلې په بریا، خو د تیر کال دفاعي اتلې پیښور زلمي لوبډلې په ماتې سره پیل شو. په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د دریم پړاو دې ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لمړۍ لوبه کې د پیښور زلمي لوبډلې لمړۍ توپ وهنه وکړه، چې د محمد حفیظ د ۵۹ منډو جوړولو سره یې ټولې ۱۵۱ منډې … نور ولولئ