سپورټ

افغان لوبډله نن د متحده عربي اماراتو سره د سیالۍ ډګر ته ځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې نن ۱۲ بجې د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي. د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې د خپلو ترسره کړیو ۵ سیالیو څخه په ۳ لوبو کې ماتې او ۲ لوبو کې بریا خپله کړې ده. افغان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال جام ته … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز د زیمبابوې په مخ کې خنډ شو؛ دې لوبې افغانستان ته ګټه وکړه، که تاوان؟

د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې کوربه زیمبابوې لوبډلې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په سیالۍ کې ماتې وخوړه، چې په همدې ماتې سره یې خپل مخکې تګ وځنډاوه. د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې خلاف په سیالۍ کې د ۲۹۰ منډو ستر هدف په ترلاسه کولو کې بریالۍ شوه او د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته یو قدم … نور ولولئ
سپورټ

په IPL کې تر ټولو ډېر په صفر سوځېدلي توپوهونکي، چې یوازې ۱ یې بهرنی دی

ليکنه: مدثردعوت د هندوستان غوره ليګ په ۱۰ کلن مزل کې ډېر ريکارډونه جوړ شوي اوبيا بيرته مات شويدي. هر لوبډله او اکثريت لوبغاړي له ځان سره ښه او بد ريکارډونه لري، ځینې نه ماتېدونکي ريکارډونه او ځيني هغه ريکارډونه دي چې د ډېرو ځوانو لوبغاړو لخوا ټينګ شويدي. کرکټران تل په دې هڅه کې دي چې داسې ريکارډونه جوړ کړي چې دوی پرې ووياړي او د ډېر وخت لپاره پاتي وي، خو کله داسې … نور ولولئ
سپورټ

هندوستان د هیرو نیډاس سیریز اتلولي خپله کړه

د هندوستان، سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلنکا په کولمبو کې د هیروو نیډاس ټراپي درې اړخیز سیریز په پای لوبه کې هندۍ کرکټ ملي لوبډله د بنګله دیش سره په پای لوبه کې مخامخ شوه، چې پکې هندوستان بنګله دیش ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیریز اتلولي خپله کړه. د سریلنکا هېواد د خپلواکۍ د ۷۰ مې کلیزې په مناسبت د هیرو نیډاس ټرافي درې اړخیز سیریز … نور ولولئ
سپورټ

د ایرلینډ بریا افغانستان او ویسټ انډیز ته تمه پیدا کړه

د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې په خپلې تیرې سیالۍ کې د کوربه زیمبابوې لوبډلې خلاف د ماتې خوړلو وروسته ښه راتګ وکړ او د سکاټلینډ ملي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه. په ننۍ لوبه کې ایرلینډۍ ملي لوبډلې په لمړۍ توپ وهنۍ سره د … نور ولولئ
سپورټ

هغه ځانګړنه چې یوازې یې اې بي ډیویلرز لري

ليکنه: مدثر دعوت په نړۍ کي کرکټران ډېر زيات دي او اکثريت يې ډېره ښه او د پام وړ لوبه کوي، خو داسې کرکټران بيا ډېر کم دي چې د خپل هيواد څخه بهر هم سرسخت مينوال لري او د لوبې هره شېبه يې خلکو ته په زړه پوري وي. ددغو غوره کرکټرانو له جملې څخه يو هم د سويلي افريقا پياوړی او جذاب توپوهونکی اې بي ډيويلرز دی. اې بي ډيويلرز د کرکټ په … نور ولولئ
سپورټ

معین خان: بهرني لوبغاړي د پاکستان کرکټ لیګ ته تاوان رسوي !

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل»۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالۍ، چې پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، په وروستیو کې د پاکستان کرکټ بورډ هڅه کوي، چې د دغه لیګ سیالۍ پاکستان ته انتقال کړي. د لمړي ځل لپاره دغه لیګ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، خو په دویم ځل یې پای لوبه پاکستان ته انتقال شوه، چې پکې … نور ولولئ
سپورټ

ډوهني: افغانستان په نړیوال کرکټ کې د رقابت ځانګړې نمونه ده

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی رسمي کپتان مهیندر سینګ ډوهني وايي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال کرکټ په سیالیو کې د ښه رقابت ځانګړې نمونه ده. هندوستان ټایمز د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او اوسني لوبغاړي مهیندر سینګ ډوهني تیره ورځ د نیپال لوبډلې ته د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د سټیټس یا دریځ اخیستلو مبارکي ورکړې ده او ویلي دي، چې … نور ولولئ
سپورټ

له ډیرو هڅو سره سره بیا هم ځینو بهرنیو لوبغاړو پاکستان ته له ورتګ انکار وکړ!

د پاکستان د کورني کرکټ پاکستان سوپر لیګ یا «PSL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو دریم پړاو په متحده عربي اماراتو کې پیل شوی دی، چې پکې ۴ لوبډلې دویم پړاو ته رسیدلې دي. د «پي اس ایل» په نامه د کرکټ دغه لیګ سیالۍ پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي. خو د تیر دویم پړاو راهیسې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي او حکومت هڅه کوي، چې … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوال کرکټ ۱۰ غوره ښځینه لوبغاړې، چې ځینې یې اوس هم مخکښې دي

ليکنه : مدثر دعوت له پيل څخه کرکټ د نارينوو په واک کې وو، لوبغالي، لوبي، لوبډلي، لنډه دا چې هر څه د نارينوو په خوښه ترسره کېدل. کله چې کرکټ پرمختګ وکړ، ښځينه نړيوال کرکټ هم رامنځته شو، ښځينه لوبغاړو ريکارډونه جوړ کړل او په خورا ښه تخنيک او جذباتو سره اوس هم دا دی لوبې ترسره کوي. د ښځينه کرکټ پرمختګ په کرکټ کې لوی بدلونونه راوستي. اوس يوازي نارينه کرکټران مينوال نه … نور ولولئ