سپورټ

وسیم اکرم د پاکستان له سوپر لیګ ناهیلی شوی؛ وايي نوي استعدادونه ونه موندل شول

لیکنه: ابوبکر علیزی د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی وسیم اکرام وایي دا چې د پاکستان سوپر لیګ څخه نوي استعدادونه ونه موندل شول، ناهېلي کوونکې ده. د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ څو ورځې وړاندې پاي ته ورسیدې چې پکې اسلام اباد یونایټید د پیښور زلمو سره پای لوبې ته ووتل، خو پېښور زلمو لوبډلې ماته وخوړه او اسلام اباد یونایټیډ د دویم ځل لپاره د پی ایس ایل د سیالیو اتلولي وګټله. … نور ولولئ
سپورټ

ایم سي سي کلب په نیپال او هالینډ په لارډز کې د لوبیدو زیری وکړ!

د کرکټ نړیوالې شورا او د کرکټ لوبې لپاره د قوانینو جوړونکي (MCC) یا میرلیبیون کرکټ کلب د نیپال او هالینډ د کرکټ ملي لوبډلو لپاره د انګلستان په لارډز تاریخي کرکټ لوبغالي کې د درې اړخیز سیریز اعلان وکړ. دغه کلب نن خبر ورکړ، چې د نیپال او هالینډ سره به یو ځای د روان کال د جولايي میاشتې په ۲۹ مه نیټه ۳ شل اوریزه لوبې د لارډ په لوبغالي کې ترسره کړي. تر ټولو … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله له بریا او د دریو افغان لوبغاړو ریکارډونو سره یو ځای هیواد ته راستنیږي

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله که څه هم د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام غوراوي سیاليو په پيل کې ښه ونه ځلېدله، نيپال ته يې له ماتې پرته نورې ټولې لوبې يې وبايللې، خو د سوپر سيکس په پړوا کي يې خپلو ټولو سيالانو ته ماتې ورکړې، سره له دې چې تمه نه وه، افغان ملي لوبډله به تر نړيوال جام پورې ځان ورساوه. باید ووایو چې افغان لوبډلې د نيپال او … نور ولولئ
په زړه پورې

د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام به څنګه ترسره کیږي؟

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۵۰ اوریزه سیالیو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په هرو ۴ کلونو کې ترسره کیږي، چې پکې تر دې مهاله ۱۱ پړاونه ترسره شوي دي.  د کرکټ ۵۰ اوریزه سیالیو نړیوال جام د لمړي ځل لپاره په ۱۹۷۵ م کال کې په انګلستان کې ترسره شو، چې پکې اسټرالیا او ویسټ انډیز پای لوبې ته ورسیدل او ویسټ انډیز پای لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې څخه د بریا په … نور ولولئ
سپورټ

د راشد خان ریکارډونه؛ له IPL تر بیګ باش لیګ

ليکنه: مدثر دعوت راشد خان په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ژر د ۱۰۰ لوبغاړو سوځولو ريکارډ خپل کړ. د افغانستان ځوانه لوبډله خورا مخ پر پرمختګ روانه ده، ددغه پرمختګ لوی اړخ د ځوانو لوبغاړو وړتيا او هڅې له امله بللی شو. کله چې په نړۍ کې د کرکيټ په برخه کې د ښې توپ اچوونې نوم اخيستل کېږي، نو حتماً به د راشد خان نوم ورسره ذکر کېږي. راشد خان ارمان دا … نور ولولئ
سپورټ

اسلام اباد یونایټیډ د دویم ځل لپاره اتلولي خپله کړه 

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو پای لوبه کې تیره شپه د لمړي پړاو اتلې اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې د دویم ځل لپاره اتلولي خپله کړه. د پاکستان سوپر لیګ یا «پي اس ایل» دریم سیزن کرکټ سیالیو وروستۍ یا پای لوبې ته د لمړي ځل اتله اسلام اباد یونایټیډ او د تیر دویم پړاو اتله د پیښور زلمي لوبډله رسیدلې وې. د پای لوبه کې د … نور ولولئ
سپورټ

لوېدلې افغان لوبډلې د کرکټ غوراوي جام اتلولي وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه د غوراوي جام سیالیو کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام اتلولي خپله کړه. د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه په غوراوي جام لوبو کې د افغانستان او ویسټ انډیز … نور ولولئ
سپورټ

شهزاد محمدي د افغانستان لپاره ۱۲ مه نیمه سلیزه جوړه کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پيلیز لوبغاړي شهزاد محمدي د نړیوال ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لړ کې د خپل ځان او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۱۲ مه نیمه سلیزه جوړه کړه. شهزاد محمدي د ایرلینډ خلاف د تیرې سیالۍ وروسته د ویسټ انډیز خلاف هم خپله نیمه سلیزه جوړه کړه او د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې مخکښ نیمه سلیزه جوړونکی شو. شهزاد محمدي لا د وړاندې دغه ریکارډ … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي راشد خان د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په تاریخ کې د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستو ریکارډ جوړ کړ. نوموړي د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو پای لوبه کې دغه ریکارډ د کرکټ وروستي ۲۰ وریزه نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز خلاف ترلاسه کړ.  د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو پای لوبه کې دواړه افغانستان او ویسټ انډیز د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال … نور ولولئ
سپورټ

نن د پاکستان سوپر لیګ پای لوبه ترسره کیږي

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو پای لوبه نن د پاکستان په کراچۍ کې ترسره کیږي. د پاکستان سوپر لیګ یا «پي اس ایل» دریم سیزن کرکټ سیالیو وروستۍ یا پای لوبې ته د لمړي ځل اتله اسلام اباد یونایټیډ او د تیر دویم پړاو اتله د پیښور زلمي لوبډله رسیدلې دي. دواړو اسلام اباد یونایټیډ او پیښور زلمي لوبډلې په خپلو وروستیو لوبو کې د کراچۍ … نور ولولئ