کرکټ

ویسټ انډیز د نړۍ غوره لوبډلې څخه بریا خپله کړه

د انګلستان په لارډز نړیوال کرکټ لوبغالي کې ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې په خیریه سیالۍ کې د نړۍ غوره یولس کسیزې لوبډلې ته ماته ورکړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د زیانمن شویو کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو د مرستې راټولولو په موخه ۲۰ اوریزه سیالي د مۍ میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نیټه پلان شوې وه. سیالي د افغانستان پر وخت … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د راتلونکې جون میاشت په لمړۍ نیټه د اسټرالیا خلاف د نړیوال جام سیالیو پیل کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکي ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو په لړ کې د جون میاشت په لمړۍ نیټه د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په لمړۍ لوبه کې مخ کیږي. د انګلستان په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالۍ د راتلونکي ۲۰۱۹ م کال د مۍ میاشتې په ۳۰ مه نیټه د کوربه انګلستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو … نور ولولئ
سپورټ

هغه پياوړي لوبډلمشران چې د نړيوال جام ګټلو ارمان يې پوره نشو

ليکنه: مدثر دعوت په کرکټ کې ځيني لوبغاړي تقاعد شوي دي، خو ځينو يې بيا خپل په خوښه يا د نورو دليلونو پربنسټ نړيوال کرکټ ته الوداع ويلې ده. په دغه ډله کې داسي کرکټران شته چې که پېړۍ هم تېرې شي بيا به هم د دوی وړتياوې او کارکردګۍ د کرکټ د هيڅ مينوال هيري نشي. ډيری کرکټران د خپل مسلک او خلکو سره د مينې په خاطر تر ډيرو لوړو منزلونو رسېدلي دي، … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستاني ایون مورګن ځای ناستی شاهد خان افریدي وټاکل شو

 د ویسټ انډیز د کرکټ ملي او د نړي د غوره یولس کسیزو لوبډلو ترمنځ په انګلستان کې د خیریه ۲۰ اوریزه سیالۍ وړاندې د نړۍ د غوره لوبډلې لپاره ټاکل شوی لوبډلمشر انګلستانی کپتان ایون مورګن ټپي شو او پر ځای یې پاکستانی الراونډر شاهد خان افریدي د دغه لوبډلې لپاره مشر وټاکل شو.  د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو د … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان د کریس ګیل مقابلې ته انګلستان ته رسیدلی دی

 د کرکټ په ډګر کې د انګلستان د لارډز تاریخي کرکټ لوبغالی نن د کرکټ نړۍ د غوره او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د خیریه سیالۍ کوربه دی.  د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو د مرستې راټولولو په موخه د ویسټ انډیز د کرکټ د ملي او د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ د روانې میاشتې په ۳۱ مه … نور ولولئ
سپورټ

له افغانستان وروسته بنګله دیش هم خپل تیز بالر وبایلو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وروسته بنګله دیشۍ لوبډلې هم خپل تیز بالر د لاسه ورکړ. د بنکله دیش کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې د لوبډلې کلیدي لوبغاړی تیز بالر مستفیظ الرحمن د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو تمریناتي لوبې پر مهال ټپي شوی دی او نشي کولی، چې د افغانستان خلاف په راتلونکو ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې ګډون وکړي. د بنګله دیشي کرکټ بورډ د … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د بنګله دیش او هندوستان خلاف سیالیو ته غبرګې لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټې د بنګله دیش او هندوستان خلاف راتلونکو لوبو ترسره کیدو لپاره د لوبیدونکو لوبغاړو د لوبډلو نوملړ اعلان کړ. د غوراوي کمیټې د بنګله دیش خلاف ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو ته په اعلان کړې ۱۶ کسیزې لوبډلې کې اضغر ستانکزی لوبډلمشر او په ورسره نورو لوبغاړو کې شهزاد محمدي، عثمان غني، نجیب ترکی، شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، محمد نبي، راشد خان، سمیع … نور ولولئ
سپورټ

په شل اوريزو لوبو کې د ای بي ډيويلرز طوفاني توپوهنه

ليکنه: مدثر دعوت د مۍ ۲۳ نېټه د سويلي افريقا د کرکټ لپاره په حقيقت کي ډېره خواشینونکې ورځ وه، ځکه په دغه ورځ د ۳۶۰ درجو کرکټر ابراهيم بنجامن ډيويلرز له هرډول نړيوال کرکټ څخه د خدای په امانۍ حيرانونکې پرېکړه په هغه لوبغالي (پريټوريا) کې وکړه چې دی پکې د سويلي افريقا ملي لوبډلې لپاره غوره شوی وو. ډيويلرز د کرکټ نړيوال سفر په ۲۰۰۴ز کال کې راپيل کړ، ده په خپل ۱۴ … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۸ کال له جوش او هوش ډک ای پي ایل؛ جایزې، مخکښ ویکټ اخیستونکي او منډه جوړونکي

د روح الامین نیازي راټولونه بلاخره په سږ کال ای پي اېل لوبو کې وروسته له شااوخوا څلوېښتو ورځو د چنای سوپرکېنګز لوبډله اتله شوه. د ۲۰۱۸ کال ای پي اېل لوبې د روان کال د اپرېل میاشت په اوومه نېټه پیل او د مې میاشتې په ۲۷ نېټه پای ته ورسېدې، چې ټولې ۶۰ لوبې د هند په مختلفو ښارونو او لوبغالو کې ترسره شوې. سږکال د یادو لوبو ارزښت مونږ ته پدې کې و … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان د بنګله دیش خلاف سیالیو وړاندې انګلستان ځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان او په نړیوال کرکټ کې د ګوګلي ماسټر په نوم سره مشهوره لوبغاړی راشد خان د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو وړاندې انګلستان ځي.  افغان لوبغاړی راشد خان د پاکستانيو لوبغاړو شاهد خان افریدي، شعیب ملک، هندي لوبغاړو دینیش کارتک، هاردیک پانډیا، نیوزیلینډي لوبغاړو لوک رانکي، میچل میکلینیګن، بنګله دیشي لوبغاړي تمیم اقبال، سریلانکايي الراونډر تیسارا پریرا او … نور ولولئ