سپورټ

  افغان کرکټ بورډ هم د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه؛خو تیز بالر دولت ځدران یو ځل بیا د لوبډلې څخه جدا شو!

  د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د کرکټ اسیايي شورا لخوا د پیلیدونکې ۵۰ اوریزه اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه خپله لوبډله اعلان کړه. د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې په اعلان کړي ۱۷ کسیز لیست کې اضغر افغان، محمد شهزاد، احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، سمیع الله شینواری، محمد نبي عیسی خیل، حشمت الله شاهدي، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، راشد خان، منیر احمد، شراف الدین … نور ولولئ
سپورټ

ملینګا بیرته د افغانستان او بنګله دیش خلاف د سریلانکا کرکټ ټیم ته راستنیږي

سرېلانکا د کرکټ د ۲۰۱۸ م کال د اسیايي جام لپاره خپل ۱۶ کسیز ټیم اعلان کړی دی، چې په کې تر یو کلن ځنډ وروسته ددې ټیم تجربه کار باولر( توپ اچووونکی) لاسیټ ملینګا بیرته شامل شوی دی. ملینګا د وروستي ځل لپاره د تېر کال په سيپټمبر میاشت کې د هندوستان خلاف په کولمبو لوبغالي کې لوبیدلی و چې وروسته نوموړی ټپي شو. ملینګا په دې میچ کې د 35 منډو په بدل … نور ولولئ
سپورټ

هندوستان د اسیايي جام لوبو لپاره خپل ټیم اعلان کړ؛ ویرات کوهلي په کې نه دی شامل

د هندوستان د کرکټ بورډ په روانه میاشت کې د اسیايي جام د لوبو لپاره خپل ۱۶ کسیز ټیم اعلان کړی، چې په کې د ټیم کیپتان ویرات کوهلي نه دی شامل. د هندوستان د کرکټ بورډ پر خپل ټویټر په یو پیغام کې ویلي چې د سیپټمبر په ۱۵ نیټه د اسیايي جام په لوبو کې به روهت شرما د هندوستان د ټیم کیپتاني کوي. پخوانی کیپتان مهندرسینګ دهوني هم په دې ۱۶ کسیز … نور ولولئ
سپورټ

راتلونکې لوبې: افغانستان د سریلنکا او بنګلدیش پر وړاندې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ایرلینډ ته د سفر او دوه مسلسل سیریزونو کې د بریاوو خپلولو وروسته د کرکټ اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر کوي. افغان کرکټ ملي لوبډلې څه موده وړاندې په ایرلینډ کې د درې ۲۰ اوریزه او درې ۵۰ اوریزه سیالیو د ترسره کیدو په موخه لمړی انګلستان ته د تمریناتو لپاره سفر وکړ، خو بیا ایرلینډ ته ولاړه.  د … نور ولولئ
سپورټ

الیسټر کوک د ټیسټ کرکټ په تاریخي ریکارډ کې روان دی

 د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ لوبو پخوانی کپتان او اوسنی لوبیدونکی لوبغاړی الیسټر کوک د کرکټ د تاریخ هغه لوبغاړی دی، چې تر دې مهاله په مسلسل زیاتو ټیسټ لوبو کې د انګلستان لپاره لوبیدلی دی. نوموړی تر دې مهاله په ۱۶۰ ټیسټ لوبو کې لوبیدلی دی، چې وړاندې له دې دغه ریکارډ ۱۵۳ لوبې وې، خو الیسټر کوک لا هم په ټیسټ کرکټ کې لوبیږي. الیسټر نتن کوک د انګلستان د … نور ولولئ
سپورټ

د پیاوړو توپ وهونکو لوبډله د نوي روزونکي په لټه کې ده 

د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې لوبیدونکې بنګلور لوبډله د ۲۰۱۹ م کال د ۱۲ م پړاو سیالیو لپاره سر له اوسه د بل نوي روزونکي په لټه کې ده. بنګلور لوبډله په دغه سیالیو کې تر نورو ټولو لوبډلو د پیاوړو او خطرناکه لوبغاړو درلودونکې پاتې شوې ده، خو تر دې مهاله یې په ۱۱ ترسره شویو پړاونو کې د اتلولۍ جام نه دی خپل کړی.  دغې … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان له ایرلینډه د ۲۰۱۷ کال غچ واخیست 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ایرلینډ کې د کوربه لوبډلې خلاف دویم مسلسل سیریز کې هم بریا خپله کړه. د سیریز ګټلو په دې وروستۍ سیالۍ کې یو ځل بیا دواړه د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ شوې، چې پکې افغان لوبډلې په سیالۍ کې د بریا خپلولو ترڅنګ د سیریز ګټه هم په خپل نوم ثبت کړه.  ایرلینډ د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو افغانستان ته د ۱۲۵ منډو … نور ولولئ
سپورټ

بنګلدیشي کرکټر مصدق حسین له خپلې میرمنې سره تاوتریخوالی کړی

رسنۍ وایي؛ دغه ځوان بنګله دیشي کرکټر د خپلې مېرمنې سره جهیز نه راوړلو له امله له زور زیاتي کار اخیستی او هغه یې له کوره ویستلې. مصدق حسین د بنګله دیش ځوان لوبغاړی دی، په لوبډله کې په مېډل ارډر کې توپ وهنې ته ښکته کیږي او په ښې لاس توپ وهنه کوي. دغه ځوان کرکټر لا تر اوسه ۲۲ کاله عمر لري او د را روان اسیایي کپ سیالیو لپاره د بنګله دیش … نور ولولئ
سپورټ

  ایرلینډ د غچ اخیستو، خو افغان لوبډله بیا د سریز ګټلو په تمه ؛ خو څه باید وشي ؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ایرلینډ کې د کوربه لوبډلې ایرلیڼد سره د دوه پرلپسې لوبو د لړۍ په وروستۍ سیالۍ کې سبا یو ځل بیا د ایرلینډ خلاف بخت ازمايي. که څه هم د دوه ۲۰ اوریزه سیالیو وروسته افغان کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې هم ایرلینډ ته ماتې ورکړه، خو ایرلینډۍ لوبډلې په دویمه ۵۰ اوریزه لوبه کې بیرته د افغانستان خلاف بریا خپله کړه او دغه … نور ولولئ
سپورټ

  انګلیستانی تیز بالر تاریخي ریکارډ او یادګار ثبت کولو ته شیبې شماري

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر جیمز انډرسن چې تر دې مهاله د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ټیسټ کرکت کې د تاریخ تر ټولو کامیابه بالر شمیرل کیږي، د نړیوال ریکارډ خپلولو او یاد ګار ثبت کولو ته شیبې شماري. نوموړي د انګلستان لپاره په ټیسټ کرکټ کې تر دې مهاله ۵۵۷ ویکټې ترلاسه کړې، چې لا بل کوم یو توپ اچونکي دومره ویکټې نه دې اخیستې. انډرسن د تاریخي … نور ولولئ