سپورټ

د کندهار لوبډله په ستونزو کې ده؛ خو نورې لوبې هم لري چې بیرته راښه شي

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۵ مه نېټه په متحده عربي امارتو کې پيل شوې دي، چې تر دې مهاله یې ۹ لوبې ترسره شوې دي. په دغه سیالیو کې د (بلخ لیجنډز، پکتیا پینټرز، کابل ځوانان، ننګرهار لیوپرډز او کندهار نایټز) ۵ لوبډلې شاملې دي، چې له هرې لوبډلې سره کورني او بهرني د کرکټ پیاوړي لوبغاړي شتون لري. که له یو خوا … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ: کندهار له کابل او ننګرهار له بلخ لوبډلو ماتې وخوړې

د ګلبهار افغانستان شل اوریزه لیګ سیالیو په لړ کې کابل ځوانانو لوبډلې کندهار نایټس لوبډلې ته د  دوو منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ لیکي؛ د لوبې پچه د کندهار نایټس لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او د توپوهنې بلنه یی کابل لوبډلې ته ورکړه، کابل په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یی د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه. د … نور ولولئ
سپورټ

په افغان لیګ کې د کریس ګیل او افریدي مقابله؛ دا ځل کریس ګیل مخکې شو

که څه هم کرېس ګېل شاهد افریدي ته په ګپ کې ویلي، چې زه له تا څخه په شپږیزو کې نه مخکې کېږم؛ خو پرون یې په پرله پسې دوه شپږیزو په ای پي ایل کې د شاهد افریدي ریکارډ مات کړ او په شپږیزوکې ترې کرېس یوه مخکې شو. د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ څخه وړاندې د دواړو شپږیزې برابرې وې؛ خو افریدي د یکشنبې په ورځ د کندهار خلاف یوه شپږیزه ووهله او … نور ولولئ
سپورټ

پاکستانۍ ښځينه لوبډله له لوبډلمشرې پرته اعلان شوه

پاکستاني کرکټ بورډ ښځینه لوبډله د ښځينه نړیوال جام لپاره له لوبډلمشرې پرته اعلان کړه. د پاکستانۍ لوبډلې مشري به مرستیاله لوبډلمشره جویریه خان وکړي. د دې لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې بېسمه معروف عملیات کړی او له همدې امله اټکل شوی، چې هغه ښایي په ښځينه نړیوال جام کې ونه شي لوبېدای. پاکستاني کرکټ بورډ د نړیوال شل اوریزجام لپاره، چې په ویسټ انډیز کې د نومبر په ۹ مه نېټه پېلېږي، ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان … نور ولولئ
روغه سټه

که پیاده وګرځئ، دا ۱۵ ګټې به درته ولري

ژباړه: مریم محمدي ۱- پیاده تګ یا قدم وهل فشار مو کننټول کې ساتي. ۲- قدم وهل هډوکي کلک ساتي. ۳- د کنسر (سرطان) خطره کموي. ۴- د ویني غوړ او کلیسترول نورمال ساتي. ۵- بې ځایه اندېښنې او د زړه تلوسې ورو، ورو را کموي او بیا یې بیخي له مېنځه وړي. ۶- د هغو ناروغانو سره هم تر ډېره بریده مرسته کوي، کوم کسان چې د حاجت رفع کولو لپاره تشناب ته ډېر … نور ولولئ
سپورټ

په ای پي ایل کې دوه اوږدې ملګرتیاوې

د کابل او ننګرهار لوبډلو ترمنځ په ۶ مه لوبه کې دوه اوږدې ملګرتیاوې او ځېنې نورې جالبې صحنې رامنځته شوې. د اکټوبر په ۹ مه نېټه په شارجه لوبغالي کې د سه شنبې په ماخستن د دوو لوبډلو له خوا ریکارډونه جوړ شول. لومړی د ننګرهار لوبډلې له خوا په لومړۍ وېکټ ۱۰۹ منډې ملګرتیا وشوه، چې د کابل لوبډلې له پاڼۍ وړاندې په ای پي ایل کې اوږده ملګرتیا وه. دا ملګرتیا دوو … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان وایي په توپوهنه( بیټینګ) یې کار پيل کړی

راشدخان چې د توپ اچونې په برخه کې بې جوړې دی او د نړۍ په کچه مشهور دی اوس یې توپ وهنې ته ملا تړلې او خطرناکه توپ وهنه هم کوي. نوموړي د ای پي ایل سیالیو څخه وړاندې هم دوه ځله نړيوال د خطرناکې توپ وهنې له امله حیران کړي وو. نوموړي یو ځل په اې پي ایل یا د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ کې په خپلې ښې توپ وهنې سن رایزرز حېدراباد لوبډله … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالوي بین کټینګ په «APL» کې له ټولو لوبغاړو څخه میدان وړی دی

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» په نوم ۲۰ اوریزه سوداګریزو سیالیو کې د ننګرهار لیوپرډز لوبډلې کپتان اسټرلوي بین کټینګ په خپلې هر اړخیزې بهترینه لوبې سره د بالرانو څخه میدان وړی دی. نوموړي د ننګرهار لوبډلې سره په خپلې لوبډلمشرۍ کې بهترینه پیل کړی دی، چې په لمړۍ سیالۍ کې د کندهار نایټز لوبډلې خلاف ننګرهار لوبډلې ته په خپل شتون کې بریا ورکړه. اسټرالوي بین کټینک ته که څه هم … نور ولولئ
سپورټ

په «APL» کې نن کابل ځوانان د ننګرهار لوبډلې خلاف په سیالۍ کې مخامخ دي

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د پيل شوې لړۍ په دوام کې نن د ننګرهار لیوپرډز «پړانګان» د کابل ځوانانو لوبډلې خلاف په سیالۍ کې سره مخامخ دي. دواړو لوبډلو تر دې مهاله دوه دوه لوبې ترسره کړې دي، چې په لمړیو لوبو کې یې بریاوې خپلې کړې دې، خو په دویمې سیالۍ کې له ماتې سره مخ شوې دي. د کابل ځوانانو لوبډلې په خپلې لمړۍ … نور ولولئ
سپورټ

هغو لوبډلو چې راشد خان یې اخیستی، د هغه د وروستۍ لوبې صفتونه کوي

د افغان ګوګلي ماسټر او د نړۍ په کچه په یو ورځنیو لوبوکې د لومړي الراونډر راشدخان صفت کېږي. دا ځل د مرتا عربینز لوبډلې په فېسبوک پاڼه د راشدخان یادونه شوې او د هغه صفت شوی. راشدخان سږ کال د ۱۱ هغو افغان لوبغاړو په ډله کې دی، چې په ټي ټېن سوداګریز کرکټ لیګ کې د مرتا عربینز لوبډلې پېرلی. د عربینز لوبډلې فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي، چې راشدخان یو ځل بیا … نور ولولئ