سپورټ

ډوین براوو هم له نړیوال کرکټ لاړ !

د ویسټ انډیز منځني ښه الراونډر ډوېن براوو له نړیوال کرکټ څخه استعفی وړاندې کړه، نوموړي تر ۲۰۱۶ م کال پورې د ویسټ انډیز لپاره کرکټ وکړ. براوو د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۴ مه نېټه خپل تقاعد اعلان کړ، نوموړی اوس مهال ۳۵ کاله عمر لري، هغه ۲۷۰ نړیوالې لوبې کړي، چې له جملې څخه یې ۴۰ ټېسټ، ۱۶۴ یو ورځنۍ او ۶۶ شل اوریزه لوبې دي. هغه په ۲۰۰۴ م کال … نور ولولئ
سپورټ

ویرات کولي د سچېن ټېنډولکر ریکارډ مات کړ !

ویرات کولي د هندوستان یواځېنې لوبغاړی دی، چې په یو ورځنیو لوبو کې د هندوستان لپاره لس زره منډې پوره کوي، نوموړی ځانګړی هندي لوبغاړی شو، چې د سلو سلیزو د پاچا سچېن ټېنډولکر ریکارډ ماتوي. ویرات کولي د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۴ مه نېټه د ویسټ انډیز خلاف دوهمه یو و رځنۍ لوبه کې د خپلې سلیزې پرمټ ۱۰ زره منډې پوره کړې. هغه ۱۰ زره او ۲۸ منډې پوره کړي … نور ولولئ
سپورټ

د حمید حسن ژوند او کرکټ: راتلونکې ۵۰ اوریز جام کې به وي، که نه؟!

حمید حسن د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې نه هېرېدونکې څېره ده، حمید حسن هغه لوبغاړی و، چې په خپلې چټکې توپ اچونې سره یې د نړۍ غوره توپ وهونکي ننګولي او د کرکټ نړیوال مبصرین یې په ستاینو خولې خلاصې کړې وې. د حمید حسن غوره توپ اچوونه کله چې په ۲۰۰۹ م کال کې افغان لوبډلې د سهیلي افریقا په مرکز کپټاون او جوهونزبورګ ښارونو کې له سکاټلېنډ، هایلېنډ، کاناډا، نمېبیا او … نور ولولئ
سپورټ

په یو اور کې د پاکستان ۴ لوبغاړي وسوځیدل

د اسټرالیا څوکه یا کرار توپ اچوونکي نتن لین په یوه اور کې د څلورو غوره پاکستاني توپ وهونکو وېکټې وغورځولې. نتن لین په دوهمه ټېسټ لوبه کې چې پاکستان په ۳۷۳ منډو وګاټه، د پاکستان څلور لوبغاړي یو مېډن اور کې وسوځول. څلور واړه توپ وهونکي د پاکستان د توپ وهنې د ملا تېر جوړوي، خو نتن لیئن دا تېر هغه مهال مات کړ، کله یې چې د عربي متحده امارتو په مرکز ابوظبي … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا پیاوړی ورو توپ اچوونکی له لوبو سره مخه ښه کوي

۱۹ کاله وړاندې په ۱۹۹۹ م کال کې د سریلانکا کیڼ لاسي سپېن توپ اچوونکي رنګېنا هرات د خپلو ټېست لوبو پیل په سریلانکاکې په ګالي لوبغالي کې وکړ. اوس دغه پخوانی لوبغاړی اراده لري، چې له انګلستان سره له لومړۍ ټېسټ لوبې وروسته له لوبو سره مخه ښه وکړي. هرات د سریلانکا لپاره تر مورلي درن وروسته دوهم مخکښ وېکټ اخېستونکی لوبغاړی دی. مورلي درن د سریلانکا لپاره ۸۰۰ وېکټې اخېستې دي. اوسنيو فعالو … نور ولولئ
سپورټ

په APL کې مخکښ توپوهونکي او بالران؛ د کریس ګیل پرځای د ډیرو شپږیزو پاچا شهزاد شو

د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ د اکټوبر په ۵ مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شو. په دغه لیګ کې شا او خوا ۹۴ کورني او بهرني لوبغاړي ولوبېدل، چې ۳۵ پکې مشهور باندني لوبغاړي شامل وو. په دغه لیګ کې ۵۹ کورني لوبغاړي هم اخېستل شوي وو، چې ځېنې یې پکې ډېر ښه وځلېدل. له دې جملې څخه د پکتیا لوبډلې لوبډلمشر او د کرکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی توپ … نور ولولئ
سپورټ

افغان پریمیر لیګ؛ هغه څه چې دې لیګ، افغانستان او کرکټ ته ورکړل !

مخکې تر دې افغانستان کورنی ستر سوداګریزلیګ کرکټ نه درلوده، په لومړي ځل افغانستان د یو نړیوال سوداګریزکرکټ لیګ څښتن شو، د نړۍ په کچه په دې لیګ کې مشهور لوبغاړي ولوبېدل. په دې لیګ کې ښه او تکړه لوبغاړي په ګوته شول، ځېنې ځوان لوبغاړي پکې ښه وځلېدل، لکه دروېش رسولي او حضرت الله ځاځی د توپ وهنې په برخه کې، د وېکټ ساتنې په برخه کې اکرام علي خېل، د توپ اچونې په … نور ولولئ
سپورټ

محمد عباس په سلو کلونو کې لومړی د ښه اوسط لرونکی چټک بالر شو

پاکستانی چټک توپ اچوونکی محمدعباس پاکستان لپاره د اسټرالیا په سل کلن کرکټ تاریخ کې خطرناک تمام شو. د عباس د ښې توپ اچونې له کبله اسټرالیا، د پاکستان له خوا په ستر توپیرماته شوه. پاکستان اسټرالیا په عربي متحده اماراتوکې په دوهمه ټېسټ لوبه کې په ۳۷۳ منډو ماته ورکړه، چې د اسټرالیا لپاره په ۲۰۱۸ م کال کې دوهمه ستره ماته وه، له دې وړاندې اسټرالیاته، سهیلي افریقا په ټېست لوبه کې په … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۲۳ م کال پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ نوې پروسه

د ۲۰۲۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام به هم د لس لوبډلو ترمنځ کېږي، دا جام هم لکه د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام په څېرکېږي؛ خو د ۲۰۲۳ م کال جام لپاره د کوالیفای لوبډلو پروسه خورا ستره او بدله شوه. مخکې به د اتو لوبډلو څخه نېولې، تر لس یا ۱۵ لوبډلو پورې په کوالیفای جام سیالیوکې ګډون کاوه، چې دوه لوبډلې به ترې نړیوال جام ته وتلې، لکه څنګه چې سږ … نور ولولئ
روغه سټه

د ورځې ۵ دقیقې ورزش مو روغتیا تضمینوي

ژباړه: پلوشه فضلي دو دېرش کلنه د فیټنیس ستورې لورین د اسټرالیا اوسېدونکې ده، نوموړې د خپل کم وزن او روغ بدن ځیني رازونه راسره شریکوي. لورین وايي چې د ورځي لږترلږه پنځه دقیقې او زیات پنځه څلوېښت دقیقې ورزش کوي. لورین پخوا جمناسټره هم وه او ځان ته یې د فټنس ګرو لقب خپل کړی دی. لورین د خپل ورځني ژوند او پرهېز پلان تشرېح داسي کوي: – د fat په نوم د پرلیکې … نور ولولئ