سپورټ

اسټرالیایي لوبغاړی: ویرات کولی بهترین لوبغاړی دی، خو ریکارډونه نه شي ماتولی !

پخواني اسټرالیایي لوبغاړي سټیف واف ویلي، چې ویرات کولي د نړۍ په کچه بهترین لوبغاړی دی؛ خو ټول ریکارډونه نه شي ماتولی. د کرېک ټرېکر په نامه یوې وېب پاڼې د واف له قوله لیکلي، چې ویرات کولي هر وخت ریکارډ جوړولی شي؛ خو هیڅکله د دې قابل نه دی، چې ټول ریکارډونه مات کړي. سټیف واف په داسې حال کې دا خبره کوي، چې ویرات کولي د ویسټ انډیزخلاف د پنځه یو ورځنیو لوبو … نور ولولئ
سپورټ

د هند او ویسټ انډیز ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز سبا پیلیږي

 د هندوستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ او ۵ پنځوس اوریزه لوبو وروسته سبا د درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ هم پیل کیږي.  هندوستان ته د ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې د رسمي سفر په لړ کې د دواړه لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله دوه ټیسټ او ۵ یو ورځینۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ ترسره شوې دي، چې په دواړو ټیسټ او ۳ پنځوس اوریزه لوبو کې هندوستان او یواځې … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ: د نیوزیلنډ خلاف د پاکستان پرلپسې بریاوې

متحده عربي امارتو ته د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د رسمي سفر په ترڅ کې ۹ سیالۍ پلان شوې دي، چې پکې درې ۲۰ اوریزه، درې ۵۰ اوریزه او ۳ ټیسټ یا ۵ ورځینۍ لوبې شاملې دي. د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دغه سیالیو لړۍ د تیرې اکټوبر میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نېټه په لمړۍ ۲۰ اوریزه لوبې سره پیل شوه، چې پکې د لمړۍ لوبې وروسته په … نور ولولئ
سپورټ

د ګوګلي ماسټر، شل کلن راشد خان ۲۰۰ ویکټې

راشدخان ارمان چې سږ کال شل کلن شو او د شل کلنۍ کلیزه یې ولمانځل شوه، خو وېکټې یې تر خپل عمر زیاتې اخېستې دي. نوموړي په ۱۳۴ شل اوریزه لوبو کې ۲۰۰ وېکټې پوره کړې. د نوموړي د ۲۰۰ وېکټو لمانځنه سن رایزرز حېدراباد لوبډلې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کړې ده. د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې په رسمي فېسبوک پاڼه او ټوېټر پاڼه لیکل شوي دي ((راشدخان ته دې د ۲۰۰ وېکټو اخېستل … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي یو ځل بیا بیګ باش کې لوبه کوي

د نړۍ دوهم نمبر افغان ال راونډر محمدنبي عیسی خېل یو ځل بیا په بېګ باش لیګ سیالیو کې وپېرل شو. محمدنبي عیسی خېل تېرکال د اسټرالیا په سوداګریزکرکټ لیګ بېګ باش کې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې په ګټه لوبېدلی و او یو ځل بیا د نوموړې لوبډلې د مشر انډریو مک ډونالډز له خوا اخېستل شوی دی. محمدنبي عیسی خېل ویلي، چې تېرکال هغه په بېګ باش لیګ کې ولوبید او خورا خوښ و. … نور ولولئ
سپورټ

ډوني دریم لوبغاړی دی، چې د هند لپاره لس زره منډې پوره کوي

د هندوستانۍ لوبډلې پخوانی بریالی لوبډلمشر د هند لپاره د ریکارډ په درشل کې دی، هغه ته یواځې یوه منډه پاتې ده، چې د هندوستان لپاره د دریم غوره لوبغاړي په توګه لس زره منډې ثبت کړي. ایم ایس ډوني، چې په ۲۰۰۷ م کال کې د هندوستانۍ لوبډلې لوبډلمشر شو او تر اوږدې مودې وروسته په ۲۰۱۶ م کال کې له لوبډلمشرۍ لاس په سر شو؛ اوس تر ټېنډولکر او اوسني لوبډلمشر ویرات کولي … نور ولولئ
سپورټ

د توپوهونکي رن اوټ یا په منډه سوځیدل

تاسې به ډېری وخت لیدلي وي، کله چې لوبغاړی رن اوټ شي حالت یې خراب وي او په دوهم توپ وهونکي، چې ده سره ملګرتیا غځوي په قهر وي. د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ په دوهمه شل اوریزه لوبه کې اسټرالیایي مارنوس لبوس چېنج رن اوټ شو د هغه په رویه او سلوک کې ډېر زیات توپیر راغی. ځېنې وختونه چې لوبغاړی رن اوټ شي، ځان سره کنځلې کوي او یا هم په مقابل لوري … نور ولولئ
سپورټ

د هند او ویسټ انډیز ترمنځ لوبې

 هندوستان ته د ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې د څه باندې یو میاشتني رسمي سفر په لړ کې پرون دواړه لوبډلې د ۵ یو ورځینیو ۵۰ اوریزه سیالیو په وروستۍ سیالۍ کې مخامخ دي، چې پکې هندۍ لوبډله د خپل کوربه توب څخه په ګټې اخیستنې د سیریز ګټلو په کوشش کې ده.  د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله ۴ لوبې ترسره شوې دي، چې په لمړۍ لوبه کې یې هندوستان بریا … نور ولولئ
سپورټ

پولیسو پخوانی سریلانکایي لوبغاړی د ډزو په پېښه کې نیولی

د سریلانکایي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ارجونا راناټونګا د دوشنبې په ورځ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د پولیسو له خوا هغه مهال ونیول شو، کله چې د نوموړي ساتونکو د هغه د ساتنې لپاره د هغه د کمپنۍ، چې سېلون پېټرولیم کمپنۍ ده بهر ډزې وکړې. د ډزو په پېښه کې درې سریلانکایي عام وګړي ټپیان شوي وو. رناټونګا د سریلانکا پخوانی لوبغاړی دی او اوسمهال د سریلانکا د پېټرولیم وزیر دی. نوموړی د … نور ولولئ
سپورټ

افغان کرکټ بورډ کې بدلون: عزیزالله فضلي وايي نور بدلون هم را روان دی

د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۳۱ مه نېټه د افغان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي د یوې خبري ناستې په ترڅ کې اعلان کړه چې د غوراوي کمېټې پخوانی مشر نوروز منګل له دندې لرې او پرځای یې دولت احمدزی په دنده وګمارل شو. د ده سربېره اسدالله خان او پاچاحُسېن د غوراوي کمېټې غړي شول. د ډېسپلین کمېټې لپاره الله داد نوري مشر وټاکل شو، عبدالولي امین او احمدشاه سُلېمانخېل د یادې … نور ولولئ