سپورټ

د مکالم له تګ وروسته لاهور قلندرز لوبډله د بل لوبډلمشر په لټه کې ده

برېنډن مکالم د اکټوبر په میاشت کې له لاهور قلندرز لوبډلې سره مخه ښه وکړه. له مکالم وروسته اوس د دې لوبډلې مشر رانا غواړي چې نوی موثر لوبډلمشر ومومي. له برېنډن مکالم وروسته سونېل نرېن او عمر اکمل هم د ۲۰۱۹ م کال پي سي ایل سیالیو کې له لاهور قلندرز لوبډلې سره د مخې ښې خبره کړې ده. مکالم په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونوکې د لاهور قلندرز لوبډلې سره ولوبېد او نوموړي د … نور ولولئ
سپورټ

د راشد خان په کور کې د افغان لوبغاړو ګډ ماښامی

راشدخان ارمان چې د افغان لوبډلې پیاوړی سلو یا سوکه توپ اچوونکی دی، اوس یې د کوژدې اوازې خپرې شوي دي. داسې ویل کېږي، چې راشدخان غواړي کوژدن وکړي او د ژوند ملګرې وټاکي. د کرېک ټرېکر په نامه یوې ورزشي رسمي فېسبوک پاڼې په خپله پاڼه د نومبر په ۹ مه نېټه د جمعې په ورځ داسې یو انځور خپورکړی، چې پکې محمدنبي عیسی خېل، شرف الدین اشرف، ظاهرخان، سمیع الله شینواری، حمید حسن، … نور ولولئ
سپورټ

د شپږیزه کرکټ لیګ بهرنی مبصر د پښتون لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی

اسټرالیایي پخوانی لوبغاړی او د کرکټ لوبو اوسنی تکړه مبصر او کمېنټېټر ډین جونز په ټي ټېن کرکټ لیګ کې د پښتون لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی دی. ډین جونز په تېر شپږیزه لیګ کې په کابل کې کمېنټري کوله او ویل یې چې افغانستان یې خوښ دی او خپل هېواد یې دی او د لیګ تر وروستیو شېبو به افغانستان کې خپله کمېنټري کوي، دا خبرې نوموړي د شپږیزې لیګ پر مهال کړې وې، … نور ولولئ
سپورټ

د ایمرجینګ څه ډول سیالۍ دي؟ ستاسې د پوښتنو ځواب دلته ولولئ

ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ د اسیا کرکټ شورا له خوا د اسیایي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې په دغو سیالیوکې زیاتره هغه لوبغاړي اخېستل کېږي، چې عمرونه یې د ۲۰ او ۲۳ کلونو په منځ کې وي. دا سیالۍ د دې لپاره ترسره کېږي، چې د اسیا د لویې وچې د کرکټ لوبغاړو وړتیاوې لوړې شي او خپلې تجربې شریکې کړي. دا سیالۍ په ۲۰۰۹ م کال کې یو ځل ترسره شوې وې، له هغې … نور ولولئ
سپورټ

پر پاکستاني محمد حفیظ یو ځل بیا اټیک وشو؛ نیوزیلینډي راس ټایلر ترې شکایت وکړ !

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمد حفیظ د توپ اچونې په انداز د څلورم ځل لپاره شکایت وشو. په متحده عربي امارتو کې د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د ۹ بېلابیلو سیالیو د پیل شوې لړۍ ۴ مه لوبه کې نیوزیلینډي توپ وهونکي راس ټایلر د محمد حفیظ د لمړي اور توپ اچونې وروسته لوبڅار ته شکایت وکړ، چې ښايي د توپ اچوانې انداز یې غیرې قانوني دی. … نور ولولئ
سپورټ

نیوزیلینډ بیرته په پاکستان را وګرځید !

په متحده عربي امارتو کې د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د د درې ۲۰ اورزه سیالیو وروسته په لمړۍ یو ورځینۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې نیوزیلینډۍ لوبډلې د ټرینټ بولټ په هیټریک سره د پاکستانۍ لوبډلې بیټینګ لاین ګډ وډ کړ او په سیالۍ کې یې د ۴۷ منډو په توپیر سره بریا خپه کړه.  که څه هم په سیالۍ کې نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې د راس ټایلر ۸۰ او لیتام … نور ولولئ
سپورټ

روان میاشت کې د ۱۰ اوریزو سیالیو پیل او په کې د ۱۲ افغان لوبغاړو لوبیدل

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کرکټ د تیز ترینه فارمټ ۱۰ اوریزه تجارتي سیالۍ په روانه نوامبر میاشت کې پيلیږي. دغه ۱۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ، چې د لمړي ځل لپاره تیر کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې، دویم پړاو پیلیدو ته یې یوآځې ۱۵ ورځې پاټې دي. ګډون کونکې ۸ لوبډلې (پښتون، پنجابي لیجنډز، کراچینز، نورترن ویریرز، راجپوټز، مراتا اربینز، بنګال ټایګرز او کیراله … نور ولولئ
سپورټ

د سلمان خان ورور او عربینز لوبډلې خاوند: يوازې پر راشد خان حساب کوم !

ليکنه: مدثر دعوت د باليووډ سينما مشهور لوبغاړی، او په لس اووريز ليګ کې د مراټيا عربينز لوبډلي خاوند سوحيل خان وايي په خپلي لوبډلي کي تربل هر لوبغاړي پر راشدخان ډير حساب کوم. سوحيل خان چي د سلمان خان ورور دی د يوې ځايي رسنۍ سره يې په مرکه کي ويلي چي دی د راشدخان لوبي هرکله تعقيبوي او سرسخت مينوال يې دی. نوموړي راشدخان د نړۍ په سطحه يو غوره ځوان او پياوړی … نور ولولئ
سپورټ

عمران طاهر د سهیلي افریقا چټکې یو نیم سل وېکټې پوره کړې

د سهیلي افریقا ښي لاسي لېګ برېک توپ اچوونکي د اسټرالیا خلاف لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې یو نیم سل وېکټې پوره کړې. عمران طاهر د اسټرالیا خلاف د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د اسټرالیا په پېرت لوبغالي کې د نومبر په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کړه، په دغې لوبه کې عمران طاهر د الېکس کېري او مېچل سټارک وېکټې په کېچ او ایل بي ډبلیو سره واخېستې او په … نور ولولئ
سپورټ

د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ او ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره لوبډلې اعلان شوې

افغان کرکټ بورډ نړیوال جام سیالیو ته د بشپړ چمتووالي لپاره د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ او ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره لومړنۍ احتیاطي لوبډلې اعلان کړې. د غوراوي یا سلېکشن کمېټې مشر دولت احمدزي دغه نوملړونه د یوې خبري ناستې په ترڅ کې اعلان کړل، چې پکې د دواړو لوبډلو لپاره ۴۷ لوبغاړي شامل دي. احمدزي وویل، لوبډلې په بشپړ خپلواک ډول ټاکل کېږي او موږ هرڅه د لوبډلې د پياوړتیا او د … نور ولولئ