سپورټ

ډېل سټېن د هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکې ډېل سټېن نن سې شنبه د اګسټ میاشتې په ۳۱مه نېټه د هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه.   ۳۸ کلن سټېن پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د هر ډول کرکټ سره د مخې ښې اعلان کړی او ویلې یې دي، چې زه نن په رسمې توګه له هغه لوبې سره مخه ښه کوم، چې ورسره زیاته مینه لرم.   سټېن لیکلې:   ‹‹زه نن … نور ولولئ
رسنۍ

د طالبانو په اړه د شاهد افریدي څرګندونې

  نوموړي د سه شنبې په ورځ د اګسټ په ۳۱ مه ویلي چې طالبانو مثبت ګام واخیست او دوی ښځو ته د کار اجازه ورکړه. وسله والو طالبانو د اګسټ په ۱۵ مه چې د زمري له ۲۴ مې نېټې سره سمون خوري له پنجشیر پرته په ټول افغانستان وکله ټینګه کړه. طالبانو ظاهراَ اعلان کړی، چې ښځینه کولای شي، د پخوا په څېر د اسلامي چوکاټ په رڼا کې خپلو زده کړو او … نور ولولئ
سپورټ

ویرات کولي؛ رېشاب پنټ باید د توپوهنې پراخه ذمه واري واخلي

  رېشاب پنټ چې د هندوستان په لوبډله کې د ایم ایس ډوني ځای ناستی بلل کېږي، په انګلستان کې د ټېسټ لوبو پرمهال ښه نه دی ځلېدلی او ویرات کولي ترې ګیله من دی. پنټ په انګلستان کې په پنځو وروستیو ټېسټ لوبو کې یې ټولې ۸۷ منډې کړي دي، چې د هندوستان په څېر لوبډله کې یو با قاعده یا ریګولر توپوهونکي ته بد خبر دی. د پنټ په اړه د کولي څرګندونې … نور ولولئ
سپورټ

روسیې د ساحلي فوټبال نړیواله اتلولي خپله کړه

د ساحلي فوټبال نړیوال جام پایلوبه د روسیې او جاپان ساحلي فوټبال ملې لوبډلو ترمنځ د روسیې په کوربتوب ترسره شوه، چې پکې روسیې پنځه ګولونه پر دوه جاپان ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې لومړی مقام وګاټه.   【第2ピリオド終了】2点ビハインドで最後の第3ピリオドへ🏆FIFAビーチサッカーワールドカップロシア2021 決勝#ビーチサッカー日本代表 2-4 ロシア📺LIVE:J SPORTS2/J SPORTSオンデマンド📺録画:BSフジ 8/30 4:00~🔗https://t.co/IDEqCn4fRo#jfa #daihyo #beachsoccer #BeachSoccerWC pic.twitter.com/jj6nfrV0fx — 日本サッカー協会 (@JFA) August 29, 2021 د ساحلي فوټبال نړیوال جام   دا سیالي کټ مټ د فوټبال لوبې ته ورته … نور ولولئ
سپورټ

کریم جنت هم د نیپال EPL لیګ ته واخیستل شو

ټاکل شوې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې له ۲۵مي نېټې څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر ۹مي نېټې پورې د نيپال EPL کرکټ لیګ څلورم پړاو ترسره شي، چې پکې شپږ لوبډلې به شاملې وي.   برانتنګتر وایررز، کتماندو کینګز، پوکارا رهینوس، برهوا ګلډیټورز، لالیټپور پاتروتز او چیتوان ټایګرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې شتون لري.   دا لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶م کال کې، د دویم ځل … نور ولولئ
سپورټ

د شپږیزې او ای‌پي‌اېل لوبو ټکر

  د شپږیزې لوبې لس وروسته په کابل کې پیلیږي او ورپسې ۹ ورځې وروسته ای‌پي‌اېل لوبې هم خپل دوام ته داخلېږي؛ نو په وروستیو شپږو ورځو کې د ای‌پي‌اېل او شپږیزې د لوبو ترمنځ ټکر راځي. د محمدنبي او مجیب الرحمن د نه اخیستلو علت هم د ای‌پي‌اېل لوبو پیلېدل دي. که حیدراباد لوبډله لږ مخکې لاړه شي، ښایي راشدخان هم په شپږیزه کې ګډون ونه شي کړای. نو دلته درې واړه افغان لوبغاړي … نور ولولئ
سپورټ

میسي د پاریسن جرمېن لوبډلې لپاره لومړنۍ لوبه ترسره کړه

د ارجنټاین فوټبال ملې لوبډلې او اسپانیا هیواد د فوټبال غوره کلب بارسلونا پخوانی تکړه او نامتو لوبغاړی او ددې کلب لوبډلمشر لیونل میسي د بارسلونا لوبډلې څخه د اګسټ میاشتې په ۵مه نېټه جلا شو.   له هغه وروسته میسي د فرانسوۍ لوبډلې پاریسن جرمېن لوبډلې سره په ازاد ډول د دوو کلونو لپاره تړون وکړ.   تریوځای کېدو وروسته هغه پرون د یاد کلب لپاره لومړنۍ لوبه ترسره کړه او د لوبې په … نور ولولئ
سپورټ

رمیز راجا؛ عمران خان ما د کرکټ بورډ د رییس په توګه نوموي

  د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او اوسنی کرکټ مبصر رمیز راجا وایي، د پاکستان پخواني لوبډلمشر او اوسني لومړي وزیر عمران خان ما د پاکستان د کرکټ بورډ د رئیس په توګه نوموي. تر دې دمه د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان مانی دی، چې د ده په مشرۍ کې د پاکستان لوبډله تر ډېره پورې ښه نه ده ځلېدلې، له ۲۰۱۹ کال راپدېخوا د پاکستان لوبډله د شل اوریزو لوبو په … نور ولولئ
سپورټ

د ښځينه لوبغاړو د ټېسټ سیالیو تاریخچه، د هند او اسټرالیا اوسنۍ لوبې

  د ښځينه وو لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالیو تاریخچه تر دویمې نړیوالې جګړې رسېږي، لومړۍ ټېسټ کرکټ لوبه چې د ښځينه وو لوبډلو لخوا ترسره شوه، په ۱۹۳۴ م او ۳۵ کلونو کې ترسره شوه، چې د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ ترسره شوه. دا لوبې د غرب لخوا په کرکټ کې د ښځينه وو او نارینه وو مساوات په خاطر رامنځته شوي او موخه یې دا ده چې نارینه پنځه ورځنی کرکټ کولی شي، … نور ولولئ
سپورټ

له نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې سفر بنګله‌دېش ته بیا مهالوېش کېږي

دا چې افغانستان کې اوس حکومت د بدلون په حال کې دی او تر ډېره پورې ډېرې ادارې تړلي دي؛ نو ورسره د پاسپورټ او ویزې چارې هم ځنډنۍ شوي دي، دې چارې د افغان له نولس کلنو د کم عمره ملي لوبډلې سفر هم ځنډولی دی. ځېنې سرچینې وایي چې افغان له نولس کلونو کم عمر کرکټ ملي لوبډله به لومړی پاکستان ته ولاړه شي او له هغه ځای به بیا بنګله‌دېش ته ورسېږي. … نور ولولئ