سپورټ

د خپلواکۍ په نوم د سبانۍ لوبې لپاره د لوبډلو سکواډونه اعلان شول

د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري، ترڅو سبا د جمعې په ورځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د خپلواکۍ اخیستلو په موخه یوه شل اوریزه لوبه د ملې لوبغاړو ترمنځ ترسره کړي.   دا لوبه سبا د جمعې په ورځ سهار ۹ بجې پیلیږي او کرکټ بورډ ویلې، هر څوک کولای شي په ازاد ډول له ټیکټ اخیستلو پرته په وړیا توګه لوبغالي ته داخل شي او لوبه له نژدې وګوري. … نور ولولئ
سپورټ

د نوین الحق ریورس سویپ لوبه، تر سوپر اوور ورسوله

  د کارېبین پرېمېرلیګ یا سي‌پي‌اېل سیالیو په دوام ۱۱ مه لوبه ترسره شوه، چې د پولارډ دې اړوند لوبډلې ټرېنباګو نایټ رایډرز په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د کولېن منرو د ۳۲ منډو په مرسته ۱۳۸ منډې وکړې او ګیانا امازون جنګیالیو لوبډلې ته یې ۱۳۹ منډې هدف ورکړ. نوین الحق په ۳ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه. روماریو شېفرډ په ۴ اورونو … نور ولولئ
سپورټ

ملې لوبغاړي د خپلواکۍ په نوم یوه شل اوریزه لوبه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، کرکټ بورډ په پام کې لري، ترڅو د راتلونکې جمعې په ورځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د خپلواکۍ اخیستلو په موخه یوه شل اوریزه د ملې لوبغاړو ترمنځ لوبه ترسره کړي.   یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې دا لوبه د جمعې په ورځ سهار ۹ بجې پیلیږي او هر څوک کولای شي په ازاد ډول له ټیکټ اخیستلو پرته … نور ولولئ
سپورټ

د طالبانو واکمنۍ کې کرکټ کومې خوا ته ځي؟

  طالبانو په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي چې کرکټ به داسې پالي لکه څنګه چې په دې تېرو شلو کلونو کې پالل شوی او افغان لوبډلې پرمختګ کړی دی. افغان لوبډله هم په خپل حال ده او نوی رئیس هم ورته د طالبانو لخوا عزیزالله فضلي وټاکل شو.   کرکټ په افغانستان کې د هیلو او خوښیو لوبه د سپورټ سټار په نامه یوې وېب پاڼې د ورزشي خبریال ابراهیم مومند یوه مقاله خپره … نور ولولئ
سپورټ

د افغان ښځينه لوبغاړو ایمېلونو ته د کرکټ نړیوالې شورا ځواب نه دی ورکړی

  د کرکټ نړیواله شورا چې د افغانستان کرکټ بورډ سره د کرکټ اړوند ټول مسایل په ځیر سره څاري، تر دې دمه یې د افغان ښځينه کرکټ لوبډلې لوبغاړو ایمیلونو ته هېڅ ځواب نه دی ویلی. لکه د زرګونو نورو افغانانو په څېر د افغان کرکټ لوبډلې ښځینه لوبغاړې هم د هېواد روان وضعت اندېښمنې کړي دي. د ښځينه کرکټ لوبډلې یوې لوبغاړې رویا صمیم ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا ته یې زیات … نور ولولئ
سپورټ

پولارډ د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر؛ د ۱۱ زره منډو برید ته ورسېد

  پولارډ چې د ویسټ انډیز یو بهترینه الراونډر دی، په دې وروستیو کې یې په لیګونو کې خپل نوم او څېره خورا مشهوره کړې ده. د ۲۰۲۱ کال آی‌پي‌اېل لیګ کې یې د چینای لوبډلې ۲۰۵ منډې هدف کراس کړ او دی په بریا له میدان څخه ناټ اوټ ووت. تېره شپه یې د ویسټ انډیز په سوداګریز لیګ کې هم د غوره لوبغاړي ایوارډ یا جایزه ترلاسه کړه. نوموړی منځنی هیټر توپوهونکی دی، … نور ولولئ
سپورټ

تازه؛ د افغانستان شپږیزه لیګ د اقتصادي ستونزو له امله وځنډول شو

ټاکل شوې وه، د روانې سیپټمبر میاشتې په لسمه نېټه د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو لوبې د اتو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوي واي، خو افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ځنډېدو خبر ورکړ.   ددې لیګ لپاره د لوبغاړو رانیولو مراسم، چې تېره پنجشنبه ترسره شوه، افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، د افغانستان کرکټ بورډ او د شپږیزه … نور ولولئ
سپورټ

شل اوریزه لوبو کې غوره ایکانومي لرونکې توپ اچونکې؛ دوه پکې افغانان دي

د ویسټ انډیر سونیل ناراین، د افغانستان راشدخان ارمان او مجیب ځدران، د پاکستان محمد حافظ، عماد وصیم، محمد عرفان او شاهد افریدي، د هند هربجن سینګ او د سویلي افریقا آیرن پنګېسو او ډېل سټېن هغه لس لوبغاړي دي، چې شل اوریزه لوبو کې د غوره ایکانومي لرونکو لوبغاړو په لیست کې شتون لري.   په شل اوریزه لوبو کې د غوره ایکانومي لرونکو لوبغاړو په دې لیست کې سونیل ناراین لومړی، راشدخان دویم، … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام کې زیاتې بونډرۍ وهونکې اووه مشهور لوبغاړي

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷م کال کې ترسره شو، چې ددې جام په لومړي پړاو کې هند کرکټ ملې لوبډلې اتلولې خپله کړه.   په دې لیګ کې ویسټ انډیز هیواد دوه ځلې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶م کلنو کې لومړي مقامونه خپل کړي.   دا لیګ دوه ـ دوه کلونه وروسته لومړی وار ترسره کېده، خو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه، چې باید څلورو کلونو کې … نور ولولئ
سپورټ

مجیب ځدران بیګ باش لیګ کې یوځل بیا له پخوانۍ لوبډلې سره تړون وکړ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې مشهور سلو توپ اچونکې مجیب الرحمن ځدران د اسټرالیا بیګ باش لیګ راتلونکې پړاو کې د لوبېدو په موخه یوځلې بیا له پخوانۍ لوبډلې بریسبېن هېټ لوبډلې سره تړون وکړ.   ددې خبر تائید خپله بریسبېن هېټ لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې کړی، چې له مجیب سره یې د بیا تړون کېدو په موخه خوښي ښوودلې او ورته یې ښه راغلاست ویلی.   Our mystery spinning superstar, @Mujeeb_R88 … نور ولولئ