سپورټ

شمسي، راشدخان ته؛ ستا توپ‌اچونه ګورم او له تا زده‌کړه کوم

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکې تبریز شمسي، د ویسټ انډیز پر وړاندې د پنځو شل اوریزه سیالیو تر سریز ګټلو وروسته خپله خوښي په یوه ټویټ کې څرګنده کړې. د سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو یاد سریز، چې سویلي افریقا ۳ـ۲ وګټی، له هغه وروسته تبریز شمسي پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ولیکل، چې دا سریز ورته بیخي په زړه پوري و. … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ بورډ دویم پړاو تمریناتي کمپ ته ۲۸ لوبغاړي غوره کړي

د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د درېو یو ورځنیو لوبو او د روان کال تر اخره د یو شمېر نورو پلان شویو لوبو لپاره د غوره چمتوالي په موخه افغان کرکټ بورډ دویم پړاو تمریناتي کمپ سبا سې شنبه کابل کې پیلوي، چې پکې داځلې ۲۸ لوبغاړي غوره شوي. لومړی پړاو تمریناتي کمپ د تېرې جون میاشتې په ۲۶مه نېټه پای ته ورسېد، چې پکې … نور ولولئ
سپورټ

موږ ته لوی ویاړ و، چې راشدخان راسره لوبډله کې ولوبېد

د پاکستان سوپرلیګ په شپږم پړاو کې د لاهور قلندرز لوبډلې اجرائیه رئیس سمین رانا په خپلو تازه څرګندونو کې د افغان لوبغاړي راشدخان څخه مننه کړې، چې ورسره په لوبډله کې ولوبېد او د بریا په موخه یې ورسره زیاتې هڅي وکړې. سمین رانا پر خپلې رسمې ټویټر‌پاڼې پاکستان سوپرلیګ کې د راشدخان د توپ‌اچونې ویډیو خپره کړې او ورسره لیکلې یې دي، موږ ته دا یو لوی ویاړ و،  چې راسره لوبډله کې … نور ولولئ
سپورټ

د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بایسیکل ځغلونې سیالي!

د جولای دویمه د ورزشي خبریالانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د همدې ورځې د نمانځنې په پار د افغانستان د اولمپيک کمېټې او په ځانګړي ډول د افغانستان د بایسیکل ځغلونې ملي فدراسیون د لسګونه ورزشي خبریالانو ترمنځ د بایسیکل ځغلونې سیالۍ چمتو کړې وې. په دې لوبو کې نږدې د ۴۰ رسنیو خبریالان وربلل شوي وو، خو د شاوخوا ۲۵ رسنیو ورزشي خبریالانو پکې ګډون کړی و. نږدې ۲ نیم کېلومتر واټن … نور ولولئ
سپورټ

د سترو لوبغاړو په شتون کې د ویسټ انډیز لوبډله د افریقا لخوا ماته شوه 

د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د جون په لسمه ویسټ انډیز ته د دوو ټېسټ او پنځه شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی و. دواړه ټېسټ لوبې د جون تر ۲۲ مې نېټې سویلي افریقا وګټلې او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې د جون په ۲۶ مه پیل کړه. لومړۍ شل اوریزه لوبه ویسټ انډیز په ۸ وېکټو وګټله د لوبې غوره لوبغاړی ایوین لیویس وپېژندل شو، هغه په ۳۵ توپونو ۷۱ منډې کړې … نور ولولئ
سپورټ

هغه هیوادونه چې زیاتې یو ورځنۍ لوبې یې بایللې

د کرکټ ټرېکر په نوم یوې هندۍ ورزشي ویبپاڼې د هغو هیوادونو لیست خپور کړی، چې پکې په زیاتو یو ورځنیو لوبو کې یې ماته خوړلې. د یاد لیست په بنسټ سریلانکا کرکټ ملې لوبډله، هغه لوبډله ده، چې تر نورو ټولو هیوادونو یې د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې زیاتې ماتې خوړلې دي. سریلانکا په خپلو ترسره کړیو ۸۶۰ یو ورځنیو لوبو کې ۴۲۸ ځلې ماته خوړلې، چې بل هیڅ هیواد په یو … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ انګلستان او ډنمارک هیوادونو هم نیمه پایلوبې ته لاره پيداکړه

د اروپا فوټبال اتلولیو په کواټر پاینل لوبو کې تېره شپه ډنمارک د چیک جمهوریت او انګلستان بیا اُکراین فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړه.   د ډنمارک او چک جمهوریت لوبه   دا لوبه تېره شپه ۸:۳۰ بجې پيل شوه، چې پکې ډنمارک ۲ ګولونه پر ۱ د چک جمهوریت ته ماته ورکړه. د ډنمارک لوبډلې لپاره توماس ډیلیني په ۵مه او کاسپیر ډولبرګ په ۴۲تمه دقیقه کې ګولوهنه وکړه. ددې ترڅنګ د چک جمهوریت … نور ولولئ
سپورټ

د هلمند ورزش امريت سپورټي خبريالان وستايل

د هلمند د ورزش امريت او فوټبال فدراسيون د سپورټي خبريالانو سره د غونډې ترڅنګ د هغوی ستاينه هم وکړه. د جون دويمه د ورزشي خبريالانو د نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې د ورزش اړوند ادارو او ورزشي خبریالانو له لورې لمانځل کېږي. سږکال په افغانستان کې ددې ورځې لمانځل کم رنګه وه، خو تر تېرکال بيا ښه وو،ځکه د ورزش خبريالي تقريبا پدې هيواد کې نوې … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا کرکټ لیګ ته ۸ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې

د سریلانکا هیواد د کرکټ کورني لیګ «lanka premier league» پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې ددې لیګ دویم پړاو بولي ته یې نوملیکنه کړې. په یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې د لانکا پرېملیګ سیالیو ته د افغانستان په ګډون د ۱۱ هیوادونو څخه لوبغاړو نوملیکنه کړې، خو ددې لیګ په اعلامیه کې د افغانستان، سویلي افریقا، پاکستان، ویسټ‌انډیز، اسټرالیا، بنګله‌دېش، زیمبابې، … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ اسپانیا او ایټالیا هیوادونو نیمه پایلوبې ته لاره پيداکړه

د اروپا فوټبال اتلولیو په کواټر پاینل لوبو کې تېره شپه اسپانیا د سویزرلینډ او ایټالیا بیا د بلجیم فوټبال لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کړه، چې اسپانیا او ایټالیا خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره پيداکړه.   د اسپانیا او سویزرلینډ لوبه   دا لوبه تېره شپه ۸:۳۰ بجې پيل شوه، چې پکې ۹۰ دقیقي یو ګول په مقابل کې د یو ګول په مساوي ډول پای ته ورسېده، … نور ولولئ