سپورټ

عزیز‌الله فضلي په رسمې توګه د کرکټ بورډ رئيس وټاکل شو

د ا،ا،ا د رییس الوزراء د لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخند د حکم په اساس ښاغلی حاجي عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د ادارې عمومي رییس وټاکل شو.   د ويلو ده، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې حاجي عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توګه وټاکل شو .   ښاغلي فضلي له تېرو شاوخوا شلو کلنو راهیسې د افغانستان کرکټ ته په بېلابېلو برخو کې نه ستړې … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ؛ افغان ځوانانو بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله‌دېش له ۱۹ کلنو کم عمره ملې لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه ترسره شوه، چې پکې تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې بنګله‌دېش ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.   د یادي لوبې بشپړ حال   پچه بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې په خپله لومړۍ پاڼې کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې. یاده پاڼۍ کې بنګله‌دېش ته مولا ۳۹، افتخار حسین ۳۷ … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان د کريکټ زوال او د پاکستان رول

د افغانستان د کريکټ بورډ او پاکستان کریکټ بورډ ترمنځ ښې اړيکي چې څومره د ملي لوبډلې لپاره ګټورې دي تر هغه ډېر زيان لري. د افغانستان د کریکټ راپورته کېدل،تر بشپړ غړيتوب پوري رسول او د کریکټ نړيوالي شورا په رسمي غونډو کي د افغان لوبډلي ملاتړ هغو هيوادونو کاوه او کوي يې چې د اوس لپاره د پاکستان سره د کريکټ په برخه کې ښې اړيکې نلري. د افغانستان کريکټ اوس په خورا … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي لا هم د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی دی

آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا تازه په شل اوریزه سیالیو کې د الراونډرانو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر محمدنبي یوځلې بیا پکې په لومړي ځای کې شتون لري. ددې شورا له لوري په تازه اعلان شوې درجه بندي کې د اسټرالیا میچل مارش له اتم ځای څخه اووم ځای ته، د عُمان زیشان مقصود له نهم څخه اتم ځای ته او د زیمبابې سین … نور ولولئ
سپورټ

نصیب‌خان د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس وټاکل شو

نن د دوشنبې په ورځ د حامد شنیواري پر ځای د افغانستان کرکټ ته نوی اجرائیوي رئيس نصیب خان د افغانستان د کرکټ بورډ رئيس عزیز‌الله فضلي له لوري معرفي شو.   افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، ښاغلي نصیب د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده‌کړې کړې دي او ددې ترڅنګ د کرکټ لوبې سره بشپړه بلتیا لري.   د معرفۍ په یاده غونډه کي د افغانستان د کرکټ بورډ … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان ملي لوبډلې کپتان “بابر اعظم” د سیریز لغوه کېدو په اړه ژور خفګان څرګند کړی

د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې د امنیتي اندېښنو له امله “پاکستان” ته خپل ناڅاپي سفر لغوه اعلان کړ، په داسې حال کې چې د کرکټ ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم هم غبرګون ښودلی. بابر عظم په خپل ټویټ کې ویلي ، چې هغه د نیوزیلینډ د دې ناڅاپي پریکړې څخه ډېر مایوسه شوی، دغې سیریز لوبې کولی شي، چې د ډیری مینه والو په خولو موسکا راوړي. هغه ویلي: “زه د پاکستاني امنیتي ادارو په وړتیاوو … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه د ملي لوبغاړو روزنیز کمپ پیل شو

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ننګرهار ولایت کې د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام لوبو ته د غوره چمتوالي په موخه روزنیز کمپ پيل شو، یاد کمپ به لس ورځې دوام وکړي؛ چې د ملي روزونکو تر روزنې لاندې به لوبغاړي د تکړښت برخې ترڅنګ د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې برخو کې خپل تمرینات ترسره کړي. دغه روزنیز کمپ په عربي متحده اماراتو کې د ترسره کېدونکي ۲۰۲۱م کال شل … نور ولولئ
سپورټ

د سولې په تړاو شل اوریزه لوبه او د طالبانو سلوک

  د جمعې په ورځ د سپټمبر په درېیمه د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ د سولې ګټونکو او سولې ساتونکو په نامه دوه لوبډلو لوبه ترسره کړه، د دې لوبې لیدلو او د امنیت خوندي کولو لپاره طالبان راغلي او په خدمت کې وو. طالبانو په دې سیالۍ کې له مینوالو او لوبغاړو سره داسې سلوک وکړ، چې د ډېرو خلکو لخوا یې صفتونه شوي دي. ډېری طالبانو د افغانستان ملي بیرغ یا … نور ولولئ
سپورټ

له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱م پورې د ډیویلیرس شپږیزې

  ډیویلیرس چې د کرکټ په نړۍ کې یو ځلانده نوم دی، له ۲۰۱۷ کال راهیسې یې د آی‌پي‌اېل په سیالیو کې د بنګلور لوبډلې په ګټه زیاتې شپږیزې وهلي دي. په ۲۰۱۷ کال کې یې د بنګلور لوبډلې په ګټه ۱۶ شپږیزې وهلې وې او د دې لوبډلې تر نورو لوبغاړو مخکې و. په ۲۰۱۸ کې تر ټولو بریالی و، ده په دې کال کې د آرسي بي لوبډلې په ګټه ۳۰ شپږیزې وهلې … نور ولولئ
سپورټ

ایاد د دغو لوبغاړو ریکارډونه به مات شي؟

  د کرکټ په نړۍ کې هم بالرانو او هم توپ وهونکي ریکارډونه جوړ کړي دي، چې دغه ریکارډونه ډېر کلونه وروسته یا مات شوي او یا هم تر دې دمه نه ماتېدونکي پاتې شوي دي.   دلته د څو ریکارډونو نمونه وړاندې کوو تاسې به خبر یاست چې برېن لارا د ویسټ انډیز کیڼ لاسي توپوهونکي د ټېسټ لوبو په یوه پاڼۍ کې ۴۰۰ ناسوځېدلې منډې کړي دي او دا ریکارډ یې تر اوسه … نور ولولئ