سپورټ

په سل بالیز کرکټ کې د راشدخان لوبډله دویم پړاو ته ولاړه؛ خو د محمدنبي او قیس احمد دوی لوبډله پاتې شوه

  د سل توپونو سیالۍ چې د اته لوبډلو په ګډون په انګلستان کې د جولای په ۲۲ مه پیل شوې وې، د اګسټ په ۲۱ مه پای ته رسېږي. د دې سیالیو د لومړي پړاو یواځې دوه سیالۍ پاتې دي، چې د چهار شنبې په ماخستن لس بجې د قیس احمد دې او محمدنبي دې لوبه ده. هره لوبډله چې لوبه وګټي دویم پړاو ته نشي تللی، یانې ګټونکې او بایلونکې لوبډلې له سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان پر وړاندې د هند بریا، ویرات کولي لومړي مقام خواته روان دی

هندوستان په دویمه ټېسټ لوبه کې انګلستان ته په ۱۵۱ منډو ماته ورکړه او کی اېل راهول د لوبې غوره لوبغاړی شو. هندوستان په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې، ۳۶۴ منډې وکړې، چې کی اېل راهول ۱۲۹، روهېټ شرما ۸۳، ویرات کولي ۴۲ منډې، رېشاب پنټ ۳۷ منډې، روېندرا جدیجا ۴۰ او اېشنټ شرما ۸ منډې وکړې. جېمز انډرسن ۵ وېکټې اخیستې وې. انګلستان په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ۳۹۱ منډې وکړې، ۲۸ منډې یې پر … نور ولولئ
سپورټ

د راتلونکې شل اورېز نړیوال جام مهالوېش خپور شو

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.   د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.   دا لوبې به د متحده عربي اماراتو … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي عیسی خېل له انګلستان څخه هېواد ته راستون شو

  افغان لوبډله ۱۷ ورځې وروسته له پاکستان سره په سریلانکا کې درې یو ورځنۍ لوبې پیلوي. دا لوبې د مهېندا راجاپکسا لوبغالي باندې ترسره کېږي. تر اوسه افغان لوبډله سریلانکا ته نه ده تللې او کېدای شي په لنډو ورځو کې سفر وکړي. محمدنبي عیسی خېل چې له دې وړاندې په انګلستان کې و او هلته په سل بالیزکرکټ کې له لندن سپایرېټ لوبډلې سره ولوبېد، بېرته هېواد ته راستون شوی دی. محمدنبي د … نور ولولئ
سپورټ

قیس احمد: دا زموږ ملي بیرغ دی او تل به یې نړیوالو میدانونو کې رپوم

افغان لوبغاړي قیس احمد پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د افغانستان اسلامي جمهوریت د درې رنګه ‹‹تور، سور او زرغون›› بیرغ انځور خپور کړی او ورسره لیکلې یې دي، ما تل د افغانستان دا ملي بیرغ، چې الله اکبر او زموږ مبارکه کلمه هم پرې لیکل شوې، د نړۍ په میدانونو کې په ډېر افتخار سره رپولی او بیا به یې هم رپوم.   قیس احمد لیکلې، دا د کومې سیاسي ډلې مشر بیرغ نه … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د هیواد روان وضعیت ته سخته اندېښنه ښوودلې

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي او په شل اوریزه سیالیو کې د ملې لوبډلې لوبډلمشر راشدخان ارمان د هیواد روان وضعیت ته سخته اندېښنه ښوودلې.   د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تکړه او مشهوره لوبغاړي کیون پیټرسن د سکای سپورټ سره په یوې تازه مرکه کې ویلې، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې د مشهوره افغاني کرکیټر سره اوږد بحث کړی.   پېټرسن ویلې، راشدخان د افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیواله شورا؛ نړیوال جام کې باید هره لوبډله ۲۳ لوبغاړي ولري

  څلور میاشتې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی و، چې د نړیوال شل اوریز جام لپاره هر کرکټ بورډ کولای شي، دېرش لوبغاړي اعلان کړي؛ خو د شنبې په ورځ د اګسټ په ۱۴ مه یې اعلان وکړ، چې هر کرکټ بورډ باید د لوبډلې جوړولو په پار ۲۳ لوبغاړي ولري. افغانستان د نړیوال جام لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې؛ خو د پاکستان پر وړاندې یې لوبو ته ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان … نور ولولئ
سپورټ

حبیب نورمحمدوف نور په رسمې توګه فوټبالر شو

د ازادې مبارزې روسي مسلمان لوبغاړي حبیب نورمحمدوف له ازادې مبارزې سره تر مخې ښې ورورسته په رسمي توګه د فوټبال لوبې ته مخه کړه او اوس به د روسیې هیواد په درېیمه درجه فوټبال لیګ کې ولوبیږي.   حبیب تازه د روسیې هیواد د فوټبال په درېیمه درجه لیګ کې د ‹‹لژیون دینامو ماخاچ قلعه›› لوبډلې سره د لوبېدو په موخه تړون وکړ او ډېر ژر به ددې لوبډلې سره د لوبېدو په موخه … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام کې ګډونوال هیوادونه باید د سیپټمبر تر لسمي لوبډلې اعلان کړي

د کرکټ نړیوالې شورا په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې ګډونوالو هیوادونو ته د راتلونکې سیپټمبر میاشتې تر لسمي نېټې پوري وخت ورکړی، چې باید خپلې لوبډلې اعلان کړي. د نړیوالې شورا ددې خبر ترڅنګ د نړیوال جام برخه والو هیوادونو ته ویل شوي، باید هر بورډ ورته ۲۵ کسان معرفي کړي، چې ۱۵ به لوبغاړي وي او پاته اته کسان به بیا کارمندان وي. دا شورا وایي، د کورونا وبا له امله یې … نور ولولئ
کرکټ

جې‌روټ د انګلستان لپاره یو بل ویاړ هم خپل کړ

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر جې روټ څو ورځې وړاندې یو ریکارډ په خپل نوم کړی و او اوس یې بیا بل ریکارډ په خپل کړ. جې‌روټ د کرکټ په درې فارمټونو ټیسټ، یوورځنیو او شل اوریزه لوبو کې تر بل هر انګلستاني لوبغاړي زیاتې منډې جوړې کړې وې او په دې سره یې د انګلستان لپاره یو ریکارډ جوړ کړ. هغه په ۲۹۰ ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو کې ټولې … نور ولولئ