روانې سلامتي

غواړو د درېیم ځل لپاره شل اوریزه نړیوال جام وګټو

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې روزونکي پيلیپ سیمونز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د ویسټ انډیز هیواد تازه ټاکل شوې لوبډله خورا پياوړې لوبډله ده او پکې هغه ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی، چې د ښه وړتیاوو خاوندان دي. هغه ویلي، غواړو ددې لوبډلې په مټ د درېیم ځل لپاره د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام وګټو. پیلیپ سیمونز څرګندونې «موږ خورا پياوړې لوبډله راټوله کړې، د نړۍ په … نور ولولئ
سپورټ

شاهد افریدي د پاکستان «PSL» لیګ پاتې سیالیو کې نه لوبیږي

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی تکړه او نامتو لوبغاړی، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې سره لوبېدی، ددې لیګ په پاتې لوبو کې د خوږ له امله نشي لوبېدلای. د پاکستان په سوپرلیګ کې د شاهد افریدي لوبډلې «ملتان سلطانز» پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ویلې، شاهد افریدي د ملا په برخه کې ټپي شوی، نو په همدې موخه به د لیګ په پاتې سیالیو کې ونه لوبیږي. دې لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دوو تنو تکړه او نامتو لوبغاړو نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز د پاکستان سوپرلیګ په پاتې سیالیو کې د ګډون په موخه نن دوشنبه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ. د ملې لوبډلې دې نامتو لوبغاړو پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې او انسټاګرام انځورونه خپاره کړي، چې د سفر په حال کې دي. رحمن‌الله ګربز پر خپل انسټاګرام لیکلي، چې د پاکستان سوپرلیګ په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي … نور ولولئ
سپورټ

په PSL لیګ کې د افغانانو په ګډون د ټولو لوبډلو سکواډونه

ټاکل شوې د پاکستان سوپرلیګ«PSL» شپږم پړاو، چې ۱۴ لوبې یې ترسره شوي او اوس یې ۲۰ لوبې پاتې دي، د راتلونکې جون میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیلیږي. دا لیګ د پاکستان په کراچي ښار کې روان و، چې د کورونا له امله وځنډول شو. راپورونه وايي، چې لوبغاړي به لومړی په کراچي او لاهور کې سره راټول، د کورونا واکسین به ورکړل شي او بیا ابوظبۍ … نور ولولئ
سپورټ

د IPL لیګ د پاتې سیالیو ځای او نېټه!

د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدې. ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی، چې له هر ډول … نور ولولئ
سپورټ

د هندي پخواني لوبډلمشر يادګاري بېټ،او ٣ پرلپسې سليزي

محمد اظهرالدين چې د کريکټ په نړۍ کې په اظهر،حاجي او ازو مشهور دی خورا بريالی لوبډلمشر وو. نوموړی د ۱۹۶۳ز د فيبروري په اتمه نېټه په حيدر اباد کې وزېږېدی،دا مهال ۵۸ کلن دی،سياست هم کوي او د کريکټ سره هم اړيکه پالي. د محمد اظهرالدين د کريکټ مسلک هغه مهال پايته ورسېدی چې کله د هندوستان د کريکټ د کنټرول ادارې او د کريکټ نړيوالي شورا له لورې د ميچ فيکسينګ پخاطر په … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ لوبډلو حال او د لوبو ګټلو سلنه

  افغان لوبډله له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۲۱ پورې هم په بریالیو لوبډلو کې شمېر ده. افغانستان په دې دور کې ۱۲۹ نړیوالې لوبې کړي دي، چې له دې جملې څخه یې ۶۲ ګټلي، ۶۳ یې بایللي، یوه یې مساوي شوې او درې یې بې پایلې شوي دي. د افغان لوبډلې د لوبو ګټلو سلنه یا فصدي ۴۹ اعشاریه ۶ ده. د افریقا یوولس کسیزې لوبډلې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ ټولې ۶ لوبې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان به له پي‌اېس‌اېل لوبو وروسته انګلستان ته ولاړ شي

  افغان لېګ برېک ګوګلي بالر راشدخان د پاکستان سوداګریزو لوبو کې د ګډون په موخه عربي متحده اماراتو ته رسېدلی او له لاهور قلندرز لوبډلې سره مل شوی دی. د پي‌اېس‌اېل پاتې لوبې د جون په لومړۍ اونۍ کې پیلیږي، چې شاوخوا اته ورځې ورته پاتې دي. د جون په لومړۍ نېټه د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ ترمنځ د لیګ پنځلسمه لوبه پیلیږي. راشدخان خپلې لومړۍ دوه لوبې د لاهور قلندرز لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

د سږکال اسیا جام دوه کاله وځنډېد

پرېکړه داسي سوې ده چي، د ۲۰۲۰ کال آسيا جام چي روان ۲۰۲۱ کال ته ځنډېدلی وو هغه اوس ۲۰۲۳ ته و ځنډېد، او د ۲۰۲۲ کال آسیا جام به پر خپل ځای وي او ترسره کیږي به. ۲۰۲۰ کې هم دا جام د کورونا وایروس د شدت له امله ۲۰۲۱ ته ځنډېدلی و؛ که څه هم سږ کال د کورونا وایروس د تېرکال په پرتله ډېرې ستونزې نه دي جوړې کړي او ډېری هېوادونو … نور ولولئ
سپورټ

په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره زیاتې منډه جوړونکي لوبغاړي

۱ـ محمدنبي عیسی خېل؛ ۲۰۰۹ ـ ۲۰۲۱، ۱۱۴ انینګزونه یې لوبولي، ۲۸۱۷ منډې، ۱۱۶ یې تر ټولو زیاتې منډې دي، یوه سلیزه او ۱۵ یې بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي. ۲ـ محمدشهزاد؛ ۲۰۰۹ ـ ۲۰۱۹، ۸۴ انینګزونه یې لوبولي، ۲۷۲۷ منډې، ۱۳۱ یې تر ټولو زیاتې منډې دي، ۶ یې سلیزې او ۱۴ یې بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي. ۳ـ رحمت شاه؛ ۲۰۱۳ـ ۲۰۲۱، ۷۲ انینګزونه یې لوبولې، ۲۴۶۷ منډې، ۱۱۴ یې تر ټولو زیاتې … نور ولولئ