سپورټ

بنګله دېش د کرکټ سوپر لیګ پړاو کې لومړی مقام خپل کړ

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې له سریلانکا څخه د درېیوو یو ورځنیو لوبو لړۍ په ګټلو سره د کرکټ نړیوالې شورا نړیوال جام سوپرلیګ پړاو کې لومړی مقام خپل کړ. د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ درېیوو یو ورځنیو لوبو لړۍ د می په ۲۳ مه په بنګله دېش کې پیل کړې وه. لومړۍ لوبه بنګله دېش په ۳۳ منډو وګټله او دویمه لوبه هم بنګله دېش د می په ۲۵مه په ۱۰۳ منډو وګټله. … نور ولولئ
سپورټ

نوې درجه‌بندي؛ مجیب ځدران پکې شاتګ وکړ

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي په یو ورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې پکې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ‌اچونکی مجیب ځدران له دویم ځای څخه درېیم ځای ته راکښته شوی. مجیب ځدران په یاده اعلان شوې نوې درجه بندي کې د ۷۰۸ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای لري. دوو بنګله دېشي لوبغاړو په دې درجه بندي کې ښه پرمختګ کړی.   یو ورځنیو … نور ولولئ
سپورټ

د رسل خاطره: چې راشد اوټ کړم د لباس سره شاور ته ودرېدم

ويسټ انډېزي الراونډر انډري رسل په يوه نوې مرکه کې د ۲۰۱۸ز يادګاري شېبې بيان کړي. رسل وايي په ۲۰۱۸ز هندوستان پرېمر ليګ کې چي کله په کواليفاير لوبه کې کلکته او حيدراباد سره مخ سوله ،کله چې راشدخان زما ويکټه ترلاسه کړه زه دومره عصباني سوم چې د کريکټ په کاليو کې شاور ته ودرېدم او پرځان مې اوبه را ايله کړې. حيدراباد لوبډلې ۱۷۵ منډې هدف ټاکلی وو،کلکتې کوربتوب کوی،هغه مهال چې رسل … نور ولولئ
سپورټ

که عمر اکمل ۴ میلیونه، ۲ لکه او ۵۰ زره جریمه ورکړي، نو بېرته به کرکټ ته راستون شي

عمراکمل چې ۱۲۱ یو ورځنۍ او ۸۴ شل اوریزې لوبې د پاکستان لپاره کړي دي، له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان په لوبډله کې نه دی لیدل شوی. عمراکمل چې ۳۱ کاله عمر لري، په ۲۰۲۰ز کې یې قضیه وروسته له هغې سخته شوه، چې د پاکستان کرکټ بورډ د فساد ضد کمېټې ته یې د خپل کړي فساد په اړه راپور نه و ورکړی. اوس ځېنو سرچینو د پاکستان کرکټ بورډ له قوله ویلي … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان په ګډون پنځه هغه بالران چې کمو لوبو کې یې د وېکټو پنځوسیزه وهلې

راشدخان چې اوس یې د ژوند دوه ویشتم پسرلی دی، د افریقا د ۴۲ کلن بالر عمران طاهر سره اوږه په اوږه روان دی. بل پلو د سریلانکا بالر اجېنتا مېنډس یواځینی هغه توپ اچوونکی دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ترټولو ژر د وېکټو اخیستلو پنځوسیزه وهلې ده. اجینتا مېنډس د سریلانکا یو له غوره سپېن بالرانو څخه دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې غوره توپ اچونه کړې ده. دی … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان له لوبډلې جلا شوی بالر په لومړي ځل د ویسټ انډیز لیګ کې لوبېږي

د ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ په نهمه د شپږ لوبډلو په ګډون په ویسټ انډیز کې پیلیږي. د لوبډلو مالکانو سر له اوسه د لوبغاړو د رانیولو لړۍ پیل کړې ده او د نړۍ د تکړه لوبغاړو په لټه کې دي. ځېنې لوبډلو د زړو لوبغاړو بیا اخیستل پیل کړي دي او ځېنې بیا نوي لوبغاړي هم اخلي ترڅو پرې خپلې لوبډلې پیاوړې کړي. د باربادوس ټرایډېنټس لوبډلې اعلان وکړ، چې د … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ ته اووم افغان لوبغاړی هم واخیستل شو

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو سیالیو ته د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی توپوهونکی حضرت‌الله ځاځی واخیستل شو، چې د لوبېدو په موخه یې د پېښور زلمي لوبډلې سره تړون وکړ او د بل افغان لوبغاړي وقار سلام‌خېل سره به یوځای په یاده لوبډله کې ولوبیږي. د پاکستان سوپرلیګ او خپله پېښور زلمي لوبډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلې، خو یو شمېر نامتو خبریالانو خپله د حضرت‌ځاځي د خولې دا … نور ولولئ
سپورټ

نوین الحق په سي پي اېل لوبو کې بیرته واخیستل شو

د کرېبېئن یا ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ په ۲۸ مه د شپږ لوبډلو په ګډون پیلیږي او د سپټمبر تر ۱۹ مې نېټې به وغځېږي. د دې لوبو لپاره سر له اوسه لوبډلې د لوبغاړو په راټولولو لګیا دي او ځېنو لوبډلو خپل پخواني لوبغاړي له ځان سره وساتل یا یې رېټېن کړل. د ګڼو لوبغاړو په منځ کې افغان چټک توپ اچوونکی نوین الحق هم شامل دی. لوبډلې او رېټېن لوبغاړي … نور ولولئ
سپورټ

د اتم اپړاو شپږیزه لیګ لپاره د لوبډلو او لوبغاړو اخیستلو لړۍ پیلېږي 

که څه هم د نورو لیګونو لپاره لومړی د لوبډلو مالکان ټاکل کېږي، سپانسر معلومېږي، د لوبډلو ټول اړخونه جوتېږي، بیا د لوبغاړو د اخیستلو لړۍ یا ډرافټ ترسره کېږي؛ خو کرکټ بورډ سر له اوسه اعلان کړی، چې په شرایطو برابر لوبغاړي نوملیکنه یا ثبت نام وکړي او د مې تر دېرشمې خپله د ثبت نامه پروسه پای ته ورسوي. کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي؛ د ۲۰۲۱م کال اتم پړاو شپږیزه کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

د نیوزیلېنډ لوبغاړو انګلستان کې تمریناتي کمپ پیل کړی

نیوزیلېنډ د جون په دویمه اووه ورځې وروسته له انګلستان سره د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیلوي. دا لوبې د انګلستان په لندن او برمینګم ښارونو کې ترسره کېږي. د نیوزیلېنډ څومره لوبغاړي چې په آی‌پي‌اېل کې وو، هغوی مالدیف ته تللي وو او له هغې ځای څخه انګلستان ته ولاړل او له خپلې لوبډلې سره یو ځای شول. کېن ویلیمسن، مېچل سنټنر او کایل جمېسن هم انګلستان ته رسېدلي دي. دې لوبډلې په ساوتمټن … نور ولولئ