سپورټ

راشدخان؛ لوبډلمشرۍ نه وېره لرم 

د افغان لوبډلې ګوګلي بالر او د شل اوریزو لوبو مرستیال لوبډلمشر راشدخان په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دی لوبډلمشري نه کوي، له لوبډلمشرۍ ځکه وېرېږي، چې د ده په لوبه منفي اغېز کوي. په تېرو درېیوو کلونو کې د افغانستان کرکټ بورډ په دې لټه کې دی، چې یو ښه لوبغاړی لوبډلمشر وټاکي؛ خو تر اوسه نه دی بریالی شوی او څو ورځې وړاندې یې حشمت الله شهیدي د تېسټ او یو … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان اولي رابېنسن، د تېسټ لوبو د پیل په ورځ د خپلو متعصبو ټویټونو بخښنه وغوښته

د انګلستان نوي او ۲۷ کلن چټک توپ اچوونکي اولي رابېنسن چې په ۲۰۱۲ کې یې د مسلمانانو او نورو خلکو په اړه په ټوېټر منفي او متعصب ټویټونه کړي وو، د چهارشنبې په ورځ د جون په دویمه یې په یو خبري کنفرانس کې بخښنه وغوښته او د ټویټونو د لېرې کولو پرېکړه یې وکړه. رابېنسن په یوه ټویټ کې لیکلي وو « زما نوی مسلمان ملګری داسې دی لکه بم». له دې ټویټ … نور ولولئ
سپورټ

بلاسټ سیالیو کې د مجیب الرحمن پرځای کرېس ګرین واخیستل شو

مجیب الرحمن چې د افغانستان اف سپېن بالر دی، د انګلستان په بلاسټ سوداګریزو کرکټ لوبو کې د مېډل سېکس لوبډلې پېرلی دی. خو د یادې لوبډلې مشرانو ویلي چې مجیب الرحمن د ویزې ستونزې له امله نه شي کولای چې د بلاسټ سیالیو په لومړیو لوبو کې ګډون وکړي او په همدې خاطر د هغه پر ځای د اسټرالیا الراونډر کرېس ګرین واخیستل شو. کیدای شي مجیب الرحمن د لوبو په منځ کې انګلستان … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ «PSL» د جون په نهمه پیلیږي

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، د جون په لومړۍ نېټه پېلېدې، خو یوځل د جون پنځمي ته او اوس بیا د جون نهمي نېټې ته وځنډېدې. د پاکستان سوپرلیګ له لوري د خپرې شوي رسمي اعلامیې له مخي، د پاکستان پي ایس لیګ به د جون میاشتې په نهمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې … نور ولولئ
سپورټ

نوین‌الحق له خپلې انګلستانۍ لوبډلې سره یوځای شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان تېز توپ‌اچونکی نوین‌الحق سږ کال د انګلستان په کورنیو سیالیو کي اخیستل شوی، چې په همدې موخه پرون چهارشنبه د خپلې لوبدلې لیسټر شایر سره یوځای شو. نوین‌الحق څو ورځې مخکې انګلستان ته سفر کړی و، خو د کورونا وبا له امله هلته کرنتین و او د کرنتین څخه وروسته پرون له خپلې لوبډلې سره یوځای شو او تمرینونه یې پیل کړل. نوین الحق پر خپلې رسمې ټویټر‌پاڼې … نور ولولئ
سپورټ

نېدرلېنډ د سوپرلیګ پړاو لوبې په بریا پیل کړې 

د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ پړاو لوبو په اوږدو کې د ایرلېنډ لوبډلې نېدرلېنډ ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی. لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د جون په دویمه ترسره شوه. په دې لوبه کې نېدرلېنډ د لومړۍ توپوهنه کې د وانډر ګوګټېن د ۴۹ منډو، د مایبورګ د ۲۰ منډو، د مکس اوډوډ د ۲۳ منډو، د بس ډي لیډي د ۲۱ منډو، د ثاقب ذولفقار د … نور ولولئ
سپورټ

د هندوستان کریکټ لوبغاړي او مېرمنې یې نن انګلستان ته ځي

د هندوستان لوبډله له انګلستان سره پنځه ټېسټ لوبې د اګسټ په څلورمه پیلوي. د هندوستان لوبغاړي به له خپلو مېرمنو، رهبرۍ غړو او مینوالو سره انګلستان ته ځي او هلته به د قرنطین موده تېروي. د انګلستان حکومت د هندوستان لوبغاړو ته د سفر اجازه ورکړې ده. د هندوستان ښځينه کرکټ لوبډله به هم له نارینه وو لوبډلې سره یو ځای انګلستان ته ځي او هلته به په ساوتمټن سیمه کې دېره کېږي. د … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوالو جامونو په اړه د کرکټ نړیوالې شورا نوي اصول

د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کړې چې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو نړیوالو جامونو کې به له ۲۰۲۴ څخه د قهرمانۍ جام لوبو لوبډلې ۱۴ ته پورته شي او د نړیوالو شل اوریزو جامونو لوبډلې به شلو ته پورته شي، چې په دې سره به چمپیئن ټرافي کې افغانستان ته هم د لوبېدو چانس په لاس ورشي. له دې وړاندې به په قهرمانۍ جام لوبو کې ټاپ اته یا نهه لوبډلې لوبېدلې. د … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوالو شل اوریزو جامونو ګټونکي لوبډلمشران وپېژنئ

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په ۲۰۰۷ کې د شل اوریزو لوبو په نوم لوبې رامنځته شوې او په همدې کال یې لومړی پړاو نړیوال جام هم په سویلي افریقا کې ترسره شو. ایم ایس ډوني مهېندرا سېنګ ډوني چې په ۲۰۰۷ کې د هندوستان لوبډلې لوبډلمشر شو، نو لومړی ځل یې نړیوال جام کې لوبډله په اتلولۍ ونازوله. د ۲۰۰۷ کال پایلوبه د پاکستان او هندوستان ترمنځ ترسره شوه، هندوستان د ۵ لوبغاړو په … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې ولې د جون په لومړۍ پیل نه شوې؟

تمه وه چې پي‌اېس‌اېل لوبې د جون په لومړۍ نېټه د سه شنبې په ورځ د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ په لوبه پیل شوې وای؛ خو دا لوبې د ځېنو پاکستاني لوبغاړو د ویزو ستونزو له امله د جون په لومړۍ نېټه پیل نشو. د سرفراز احمد په ګډون د ۱۶ لوبغاړو د وېزو ستونزه موجوده وه او دوی ونه توانېدل چې د جون تر لومړۍ نېټې پورې دوبۍ ته ورسېږي. د هندوستان … نور ولولئ