سپورټ

په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لوړ هدفونه: د بلخ ټارګیټ شپږم ځای خپل کړ

د ای پي ایل سیالیو په لړکې بلخ لوبډلې د کابل لوبډلې پر وړاندې په شل اورونو کې ۲۴۵ منډې هدف ورکړ، چې د نړۍ په کچه شپږم مقام کې راځي. په دغه هدف کې لومړی مقام د سریلانکا او اسټرالیا ترمنځ د شل اوریزه لوبې دی. اسټرالیا، سریلانکا ته په ۲۰۱۶ م کال کې په پلیکل لوبغالي کې ۲۶۳ منډې هدف ورکړی و، چې د اسټرالیا یواځې درې لوبغاړي سوځېدلي وو، په هر اورکې … نور ولولئ
سپورټ

له یوه مینه واله د ویرات کولي ویره او ځان خلاصول

ویرات کولي د اکټوبر په دولسمه نېټه له ویسټ انډیزسره د ټېسټ لوبې پرمهال، سهار وختي مېدان کې و، چې یو ننداره کوونکي پېچ یا ویشتن ځای ته پسې راغی، ننداره کوونکي غوښتل ویرات کولي ته غاړه ورکړي او سیلفي انځورونه ورسره وباسي. ننداره کوونکی د ویرات کولي مینه وال و، نوموړي له لرې ځای مېدان ته راغی او ویرات کولي سره یې د غاړې ورکولو هڅه وکړه او لاسونه یې ترې تاو کړل، ویرات … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبڅاران او د کریم صادق جنجالي اوټ

د افغانستان د سوداګریز کرکټ لیګ په ۱۳ مه لوبه کې چې د ننګرهار او کندهار ترمنځ ترسره شوه، کریم صادق داسې وسوځېد، چې لوبڅاران یې حېران کړل او د دریم لوبڅار له خوا د اوټ صحنې ښودلو په سکرین یا پرده شا او خوا ۴ دقیقې وخت ونیو. کریم صادق د مجیب ځدران د دوهم اور په څلورم توپ او د لوبډلې د څلورم اور په څلورم توپ چې داسې اوټ شو، چې سوځېدل … نور ولولئ
سپورټ

حضرت الله ځاځی د نړۍ په کچه شپږم لوبغاړی شو، چې یو اورکې د شپږ شپږیزو ریکارډ جوړوي.

د افغانستان پریمیرلیګ په دوام په ۱۴ مه لوبه کې د اکټوبر په ۱۴ مه نېټه د بلخ او کابل لوبډلو ترمنځ لوبه کې په ۲۴ توپونو ۱۲۷ منډې جوړې شوې. د بلخ دوه پیلوونکو لوبغاړو د کابل لوبډلې چټک کیڼ لاسي بالر فرید احمد ملک څخه په یوه اورکې ۳۳ منډې واخېستې، چې ۴ نوبالونه پکې وشول. په دغه اورکې چې د کابل لوبډلې څلورم اور و، درې شپږیزې، ۴ څلوریزې، دوه سېنګلې، یو … نور ولولئ
سپورټ

ملېنګا ۵۰۰ ویکټې پوره کړې

د سریلانکا چټک ښي لاسي توپ اچوونکي او د یارکر توپ اچونې پاچا لسېت ملېنګا د سریلانکا لپاره څلورم توپ اچوونکی شو، چې په ټولو لوبو کې ۵۰۰ وېکټې پوره کوي. نوموړي پرون د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۳ مه نېټه د انګلستان خلاف دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې پنځه وېکټې واخېستې او په دې ډول یې په نړیوالو لوبوکې ۵۰۲ وېکټې پوره کړې. ملېنګا په ۳۰ ټېسټ لوبو کې ۱۰۱ وېکټې اخېستې … نور ولولئ
سپورټ

مجیب ځدران د اسټرالیا په ستر سوداګریز لیګ ( بیګ باش) کې واخېستل شو

د اسټرالیا سوداګریزلیګ چې هر کال په ډېسمبر ، جنوري او فبروري میاشتو کې ترسره کېږي، سږ کال پکې مجیب ځدران د برېسبېن هیټ لوبډلې واخېست. د برېسبېن هیټ لوبډلې مشر ویټوري ویلي، چې مجیب ځدران په ۲۱ مه پېړۍ کې زېږېدلی ځوان دی او ۱۷ کاله عمر لري، دې زیاتوي، چې مجیب د خپلې ملي لوبډلې لپاره یو ورځنیو، شل اوریزو او ټېسټ لوبوکې لوبېږي او ډېر موثر دی. مجیب ځدران په هیټ لوبډله … نور ولولئ
سپورټ

افغان پریمیرلیګ کې ریکارډ: په یو توپ ۱۶ منډې وشوې

د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ کې د جمعې په ورځ په مازیګرنۍ لوبه کې شرف الدین اشرف په یوه بال د کندهار لوبډلې ته ۱۶ منډې ورکړې. کیسه داسې ده، چې شرف الدین اشرف د پکتیا لوبډلې کیڼ لاسی اف برېک ارتودوکس توپ اچوونکي د دوهمې پاڼۍ توپ وهنې پرمهال لسم اور ترسره کولو لپاره وټاکل شو؛ هغه په لومړي توپ یوه منډه ورکړه، په دوهم توپ منډه رانغله، په دریم توپ بیا یوه منډه راغله، … نور ولولئ
سپورټ

ننګرهار او کندهار لوبډلې څنګه دویم پړاو ته تلای شي؟

د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ چې په عربي متحده اماراتوکې روان دی، پکې د پنځه زونونو پنځه لوبډلې لوبېږي، تر دې دمه په دغو سیالیو کې پکتیا لومړی، بلخ دوهم، کابل دریم، ننګرهار څلورم او کندهار پنځم ځای لري. ننګرهار باید څه وکړي، چې په دغه لیګ کې دوهم پړاو ته لاړ شي؟ ننګرهار تر دې دمه ۵ لوبې کړي، چې ۵ لوبو کې یې دوه ګټلي او درې یې بایللي دي. ننګرهار که راتلونکو درې … نور ولولئ
سپورټ

د کندهار لوبډلې بالر سعید شېرزاد وېکټو کې دوهم شو

د ای پي ایل یا افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د سعید شېرزاد بخت راويښ شو او د څلور وېکټو په اخېستوسره یې خپلې وېکټې ۹ ته ورسولې. تر دې وړاندې د ننګرهار لوبډلې لوبډلمشر بېن کټېنګ ۹ وېکټې اخېستې وې، چې یوه لوبه کې یې پنځه وېکټې تر ټولو غوره توپ اچونه وه. اوس په وېکټو کې د افغان ملي لوبډلې ال راونډر او په ای پي ایل کې د بلخ لوبډلې منځنی توپ … نور ولولئ
سپورټ

د کندهار لوبډله په ستونزو کې ده؛ خو نورې لوبې هم لري چې بیرته راښه شي

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۵ مه نېټه په متحده عربي امارتو کې پيل شوې دي، چې تر دې مهاله یې ۹ لوبې ترسره شوې دي. په دغه سیالیو کې د (بلخ لیجنډز، پکتیا پینټرز، کابل ځوانان، ننګرهار لیوپرډز او کندهار نایټز) ۵ لوبډلې شاملې دي، چې له هرې لوبډلې سره کورني او بهرني د کرکټ پیاوړي لوبغاړي شتون لري. که له یو خوا … نور ولولئ