سپورټ

شکېب الحسن د ډاکه ډېوېژن پرېمېئرلیګ لوبه کې دوه ځلې وېکټې وهلي او لفظي شخړه یې کړې

  شکېب الحسن په بنګله‌دېش کې د ډاکه ډیویژن لیګ لوبوکې د محمدان سپورټېنګ کلب په نامه لوبډلې لوبډلمشر دی او د اباني لېمېټېډ لوبډلې پر وړاندې لوبه کې یې خپله غوسه ښکاره کړې ده. د شپږم اوور یو توپ شکېب الحسن ترسره کړ او په مشفق الرحیم یې اېل بي ډبلیو اپيل وکړ، لوبڅار د ده اپیل رد کړ. نو شکېب الحسن غوسه شو او نان سټرایک وېکټې یې په لغته ووهلې او وې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان نن د رسنیو د سر ټکی وو

راشدخان چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د پاکستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې په پرله ډول د اسلام اباد یونایټېډ او پېښور زلمي لوبډلو پروړاندې د غوره کارکرده ګۍ له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو؛ نو اوس د نړۍ ډېری فیسبوک پاڼو، وېب پاڼو او ټویټراکاونټونو باندې د هغه غوره کارکرده ګي لیکل شوې ده. د سپورټ ۳۶۰ په نامه یوې فیسبوک پاڼې په خپل پوسټ کې د راشدخان داسې … نور ولولئ
سپورټ

د راشد په اړه د جاوید افریدي څرګندونې او ورڅخه د مینوالو غوښتنه

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان پرون پنجشنبه د پاکستان په سوپرلیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول، چې له هغه وروسته پر ټولنیزو رسنیو خورا زیات وستایل شو.   د PSL  لیګ په پرونۍ لوبه کې راشدخان   پرون لاهور قلندرز لوبډله د پېښور زلمي لوبډلې سره میدان ته کښته شوه، چې لاهور قلندرز لوبډلې د راشدخان ارمان د بیاځلېدو په مټ بیا بریا خپله کړه. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د راشدخان د خبرو ځواب ته د پيرمحمد کاروان نوی شعر

د پښتو ژبي نامتو شاعر پيرمحمد کاروان د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي راشدخان ارمان د خبرو ځواب ته تازه یو نوی شعر جوړ کړی. پيرمحمد کاروان پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې لیکلي: « شاعر بنیادم هم عجیبه وي، چېرته چې یوه خوږه یوه دردمنه کیسه واوري یا ولولي، بس د شعر پیریان را و تورېږي. او یو څه ولیکي. کله بخت یاري ورسره وکړي، دا څه لیکل یې پر نورو زړونو هم خواږه ولګي. … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان زموږ ملا راماته کړه، هغه لوبه بدلونکی لوبغاړی دی

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې او ددې هیواد د کرکټ په کورنیو تجارتي سیالیو کې د ګډونوالې لوبډلې «پېښور زلمي» لوبغاړي شعیب ملک په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راشدخان ارمان لوبه بدلونکی لوبغاړی دی. راشدخان ارمان، چې پرون په پي ایس ایل لیګ کې یې د پېښور زلمي لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول، په اړه یې شعیب ملک د پورتنیو څرګندونو ترڅنګ ویلې، چې راشدخان زموږ ملا راماته کړه. هغه ویلې: « دا … نور ولولئ
سپورټ

جنسیتي ستونزې باید لرې او د کرکټ په ریښه کې باید ژور بدلون رامنځته شي

  څو ورځې وړاندې تاسې په یاران وېبپاڼې کې د انګلستان د چټک توپ‌اچوونکي اولي رابېنسن د متعصبو او جنسي ټویټونو په اړه لیکنه ولوستله. رابېنس د اتلس یا نولس کلونو و، چې په ۲۰۱۲م کې یې  د مسلمانانو پر ضد او همدارنګه له انجونو سره یې د جنسي مقاربت په اړه ټویټونه کړي وو. کله چې هغه د روان کال د جون په ۲مه د نیوزیلېنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبو پیل کاوه؛ نو … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د پي‌اېس‌اېل په ۱۷مه لوبه کې پنځه وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو

  د پنجشنبې په ورځ د جون په لسمه د پاکستان په سوپرلیګ کرکټ لوبو کې دوه سیالۍ ترسره شوې، لومړۍ لوبه مازیګر پنځه نیمې بجې د ملتان سلطان او کراچي کېنګز ترمنځ ترسره شوه. ملتان سلطان لوبډلې چې رحمان الله ګربز هم ورسره ولوبېد، په شل اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره د رحمان الله ګربز د درې منډو، د ریلي روسوو د ۴۴ منډو او د خوشدل شاه د ۴۴ ناسوځېدلو … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان ليګ په وروستي اوور کې د ۲ افغان لوبغاړو ريکارډ

د پاکستان کریکټ ليګ يو ځل بيا په عربي اماراتو کې پيل سويدی. سږکال د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو دی، چې د تېرو کلونو په توپير ډېری افغان لوبغاړي پکښې لوبېږي. محمدنبي هغه مهال پدې ليګ کې وو چې کله په پاکستان کې لوبو جريان درلودی خو چې دا ليګ د کرونا وېروس له کبله عربي اماراتو ته انتقال سو ، محمدنبي تر شا سو. نن په دوو لوبو کې څلور افغان لوبغاړي ،مجيب … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان، په شل اوریز کرکټ کې مې، د درېیوو سترو لوبغاړو سوځول نه هېرېدونکي دي 

د درېیوو لېجېنډز یا افسانوي لوبغاړو سوځول مې ستره لاسته راوړنه ده، راشدخان د شل اوریز کرکټ درې سترې وېکټې په ډګه کړې. راشدخان چې د خپلې ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې د ملا تیر دی، همداسې په شل اوریزو لیګونو کې چې هرې لوبډلې پیرلی، په اخیستلو یې پښیمانه شوي نه دي او تل یې د لوبډلې لپاره ۵۰ سلنه، ۷۰ سلنه او یا هم نوي سلنه لوبه کړې ده او لوبډله … نور ولولئ
سپورټ

د شپږیزه لیګ مینوالو ته بد خبر؛ دا لیګ هم وځنډول شو

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ د کورونا وبا د درېیمې څپې او د عامي روغتیا وزارت د ځینو لارښوونو او بندیزونو په اساس وځنډول شوې. اعلامیه کې ویل شوي، افغان کرکټ بورډ دا شل اوریزه سیالۍ په روانه جون او راتلونکې جولای میاشتې کې کولې، چې د کورونا له امله وځنډول شوې. افغان کرکټ بورډ په یاده اعلامیه کې ویلې: «د افغانستان … نور ولولئ