سپورټ

افغان لوبډله د ایمیرجینګ کپ سیالیو څخه بهر شوه !

د کرکټ اسیایي شورا یا (ACC) لخوا د ایمرجینګ یا ځوان غوړیدونکو لوبغاړو ترمنځ د ۲۰۱۸ م کال  سیالیو کې د افغان لوبډلې ګډون په دوه مسلسل ماتو سره پیل شو، چې له امله افغان لوبډله د دغه جام سیالیو څخه بهر شوه.  افغان ایمیرجینګ لوبډلې په لمړۍ لوبه کې هندوستان او ورپسې دویمې سیالۍ کې د سریلنکا خلاف ماتې وخوړه، خو د عمان لوبډلې خلاف به سبا د ډیسمبر میاشتې په ۱۰ مه نېټه … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوال کرکټ د خوږ ژبي مبصر رمیز راجا په اړه یې ولولئ

د خوږ ژبي کرکټ مبصر رمیز راجا په ۱۹۶۲ م کال کې د اګسټ په ۱۴ مه نېټه د پاکستان په فېصل اباد سیمه کې زېږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې د لاهور ښار په الما مېټر سېنټ انتونیو ښوونځي کې کړي دي بیا یې ثانوي یا دوهمه دوره زده کړې په بهاولپور سیمه کې صادق عالي لېسه کې ترسره کړي دي. د رمیز راجا بشپړ نوم رمیز حسن راجا دی. رمیز راجا د پاکستان د … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان په ورتګ سره د ډوربېن هیټ لوبډلې هیلې راتازه شوې

د افریقا په مزانسي کرکټ لیګ کې افغان لېګ برېک بالر راشدخان ارمان ښه وځلېد. راشدخان د جمعې په ورځ د ډېسمبر په ۷ مه نېټه د جوزي سټارز لوبډلې پر وړاندې خطرناکه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې د خپلې توپ اچونې ښکار کړل. راشدخان ارمان د عربي متحده اماراتو له لس اوریز لیګ څخه وروسته سملاسي افریقا ته ولاړ، هلته له ډوربېن هیټ لوبډلې سره ودرېد. راشدخان په ۲۳ مه لوبه کې … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان په وروستۍ ټیسټ لوبه کې هم نیوزیلینډ ته ماته وخوړه

د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په متحده عربي امارتو کې د ټیسټ سیالیو وروستۍ لوبه کې نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د ټیسټ لوبو سیریز وګټلو. د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په وروستۍ دریمه ټیسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې په خپلې لمړۍ توپ وهنه کې د نیوزیلینډ د لمړۍ پاڼۍ د ۲۷۴ منډو په ځواب کې ۳۴۸ منډې جوړې کړې، خو په دویمه … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان لپاره د محمد حفیظ کیسه پای ته ورسیده

په نړیوال ټیسټ کرکټ سیالیو کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره د ښي لاسي الراونډر لوبغاړي محمد حفیظ کیسه پای ته ورسیده. د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړي محمد حفیظ د نیوزیلینډ خلاف په وروستۍ ټیسټ لوبه کې خبر ورکړ، چې همدغه ټیسټ لوبه به یې په نړیوال کرکټ کې د پاکستان لپاره وروستۍ وي، چې نن پای ته ورسیده. د کرک انفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې وروسته له هغې … نور ولولئ
سپورټ

که د کرکټ څو نامتو لوبغاړي د ریسلینګ پهلوانان وی، نو شهزاد محمدي به چا غوندې و؟

افغان پیاوړی اوپنر یا پیلوونکی وېکټ ساتونکی توپ وهونکی شهزاد محمدي، د امریکایي رېسلر یا پهلوان بران سټرومن سره تشبه شوی دی. یوې ورزشي وېب پاڼې دا مطلب د جمعې په ورځ خپور کړی دی، په دغه مطلب کې هندوستانی ایم ایس ډوني له امریکايي جان سېنا سره په څېره یا شکل کې تشبه شوی دی. د شهزاد محمدي د توپ وهنې او شپږیزو شاټونو وهل د امریکايي رېسلر یا پهلوان د لوبې سره مساوي … نور ولولئ
سپورټ

په ټي ټېن لیګ کې ۷ افغان لوبغاړې څنګه ولوبېدل؟

شهزاد محمدي شهزاد محمدي سږ کال لس اوریز لیګ کې د راجپوتس لوبډلې په ګټه ولوبېد، نوموړي په لومړۍ لوبه کې ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې په اوپننګ له سندي لوبډلې وګټله. شهزاد محمدي په ټول لیګ کې ۱۲۴ منډې کړي دي. شهزاد په ۵ لوبوکې ۴۸ توپونه لوبولي دي، لس یې څلوریزې او ۹ یې شپږیزې وهلي دي، یو ځل په دغو لوبوکې مېن اف د مېچ یا د لوبې غوره لوبغاړی … نور ولولئ
سپورټ

ایرلېنډ د افغانستان په ګډون د څلورو نړیوالو لوبډلو کوربتوب کوي

د نړیوال جام څخه وړاندې د افغان لوبډلې پخوانۍ انډول او سیاله لوبډله غواړي د افغانستان په ګډون د څلورو نړیوالو لوبډلو هر کلی وکړي. افغانستان، بنګله دېش، انګلستان او ویسټ انډیز به په ایرلېنډ کې ولوبېږي. راتلونکې می میاشت کې به انګلستان کې کرکټ نه وي، دا ځکه چې د انګلستان لوبډله هم ایرلېنډ ته د لوبو لپاره ځي. ایرلېنډ اوسمهال په یو ورځنیو لوبوکې دولسم مقام لري. زِمبابوې د جولای میاشت کې په … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۱ کال پنځوس اوریز جام اتل هندي لوبغاړي کرکټ پریښود

د ډېسمبر په ۴ مه نېټه د سې شنبې په ورځ ګاتم ګمبیر د هر ډول لوبو څخه تقاعد اعلان کړ. ګاتم ګمبیر په ټېسټ لوبوکې دریم هندي پیلوونکی توپ وهونکی دی، چې زیاتې منډې کوي. ګاتم په ۲۰۱۶ م کال کې د وروستي ځل لپاره د انګلستان خلاف په ټېسټ لوبه کې د هندوستان په راجکوټ کې راڅرګند شو او لوبېد. نوموړي په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۲۹ منډې وکړې او دوهمه پاڼۍ … نور ولولئ
سپورټ

۲۷ افغان لوبغاړي د IPL بولۍ ته وړاندې کېږي

سږ کال د آې پي ایل بولۍ لپاره شا او خوا زر لوبغاړي ثبت شوي دي، د دغو زرو لوبغاړو په منځ کې ۷۴۶ لوبغاړي د هندوستان څخه دي او پاتې نور د بهرنیو هېوادونو دي، چې افغانستان هم پکې شامل دی. د آې پي ایل بولي د روانې عیسوي میاشت په ۱۸ مه نېټه د هندوستان په جېپور ښار کې ترسره کېږي، دا بولي به مخکې د هندوستان په بنګلور او ممبیي ښارونوکې ترسره … نور ولولئ