سپورټ

هاشم امله د ویرات کولي یو مهم ریکارډ د پاکستان خلاف مات کړ

مسلمان غوره توپ وهونکي د هندۍ لوبډلې د اوسني لوبډلمشر د سلیزو ریکارډ د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې مات کړ. هاشم امله د پاکستان خلاف په سېنټ جورج لوبغالي کې د شنبې په ورځ ۱۰۸ منډې وکړې او په دې ډول یې ویرات کولي وننګاوه. ویرات کولي ټولې ۲۱۹ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې په ۲۱۱ لوبو کې یې توپ وهنه کړې، هغه په دغو لوبو کې ۳۹ سلیزې … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان به د ۲۰۲۲ کال تر پایه شا او خوا سل نړیوالې لوبې وکړي

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي پرون د یوې خبري ناستې پر مهال د ملي لوبډلې راتلونکي لوبيز پروګرامونه اعلان کړل ستانکزي وویل چې کرکټ ملي لوبډله به له ۲۰۱۹ زیږدیز کال څخه د (FTP) فیوچر ټوورز پروګرام (د راتلونکو ورزشي سفرونو) پروګرامونه پيلوي، چې دغه لوبیزه لړۍ به د ۲۰۲۳ زیږدیز کال تر جنورۍ میاشتې پورې دوام وکړي. د کرکټ بورد اجرایوي مشر وایي د افغانستان د ټولو لوبو د خپرولو … نور ولولئ
سپورټ

هندۍ لوبډله د اسټرالیا له کامیاب سفر وروسته نیوزیلینډ ته ځي !

 د هندوستان د کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا د کامیابه سفر وروسته د نیوزیلینډ په لور ځي، چیرته چې به د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۵ پنځوس اوریزه او درې ۲۰ اوریزه لوبې ترسره شي.  هندۍ لوبډله دوه میاشتې وړاندې د اسټرالیا په سفر تللې وه، چې په دغه سفر کې یې دوه ۲۰ اوریزه، ۴ ټیسټ او درې ۵۰ اوریزه لوبې ترسره کړې، چې پکې د کوربه اسټرالیا په نسبت هندۍ لوبډلې زیاتې … نور ولولئ
سپورټ

مجیب نړیواله درجه بندۍ کې اتم مقام ته ورسید

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان سپینر مجیب الرحمن ځدران ته د کرکټ اسیا جام سیالیو پر مهال د بنګله دیش خلاف لوبیدو ګټه په روانه اونۍ کې ورسیده. نوموړي د بنګله دیش خلاف د کرکټ اسیا جام سیالیو پر مهال په خپلو ۸.۱ اورونو کې د ۲۸ منډو په ورکړې سره د ۲ لوبغاړو په سوځولو د خپل کرکټ کیریر بهترینه بالینګ ترسره کړ، چې اوس نوموړی په دغه کار کردګۍ سره د … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ سپین بالینګ راج کوي !

د کرکټ لوبې نړیوالې شورا لخوا چې د سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې د لوبډلو او لوبغاړو ترمنځ وخت نا وخت تغیرات لیدل کیږي؛ په اوسني وخت کې د مختلفو هېوادونو سپین یا سوکه د بال چرخیدونکي توپ اچونکي د تیزو بالرانو په نسبت په دغه درجه بندۍ کې راج کوي.  د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ کې ښکاري، چې په درې واړو فارمټونو کې سپین بالران ځای لري، … نور ولولئ
سپورټ

په بیګ باش کې د افغان الراونډر محمد نبي بهترینه لوبې دوام لري !

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا په بیګ باش ۲۰ اوریزه کورني لیګ تجارتي سیالیو کې د مبلرن رینیګیډز لوبډلې په ګټه بهترینه لوبې جاري ساتلې دي، چې ورسره دغه لوبډله هم د نمراتو په جدول کې مخکښه ده.  افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د دویم ځل لپاره د ملبرن رینیګیډز لوبډلې لپاره په دغه لیګ کې لوبې ترسره کوي، چې تر دې مهاله هم په توپ … نور ولولئ
سپورټ

هند کې د افغان لوبغاړو تمریناتي کمپ: ۴۴ لوبغاړي په کې شامل دي

د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې پرون د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د ۴۴ لوبغاړو نوملړ خپورکړ، چې د هندوستان په بنګلور ښارکې به تمریناتي کېمپ پیل کړي. د کرکټ بورډ مسئولینو په وېنا دا کمپ به ۲۲ ورځې دوام وکړي. تر دې وړاندې افغان لوبډلې اوږود تمریناتي کمپ په ۲۰۱۸ م کال کې د اسیا جام په اوږدو کې پیل کړی و؛ په هغه تمریناتي کمپ کې شا او ۴۷ لوبغاړي شامل وو. … نور ولولئ
سپورټ

ویرات کولي: هغه څه چې ډوني کرکټ کې کولی شي، بل څوک یې نه شي کولی

تاسې ښه خبر یاست، چې هندوستان او اسټرالیا ته د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې د درې شل اوریزو، څلورو ټېسټ او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی و. هندۍ لوبډله د نومبر په ۲۱ مه نېټه استرالیا ته تللې وه؛ دې دوه لوبډلو لومړی درې شل اوریزه لوبې وکړې، یوه اسټرالیا وګټله، یوه هندوستان وګټله او یوه لوبه باران بې پایلې کړه. د شل اوریزو لوبو سیریز مساوي شو. ورپسې دواړو لوبډلو … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې زِمبابوې ته یو بل ګوزار ورکړ

دا چې افغان لوبډلې په تېرو لس کلونو کې خورا پرمختګ کړی او لوبغاړي یې ښه ځلېدلي دي، نو د افغان لوبډلې په پرمختګ د کرکټ نړیواله شورا هم قانع ده او د دې لوبډلې لاسته راوړنې یې نه دي هېرې کړي. افغان لوبډله اوس د هغو ۲۰۱۳ او ۱۴ کلونو لوبډله نه ده، بلکې اوس ترې د نړۍ سترې لوبډلې وېره لري او په ډغره وهلو کې ورڅخه ډار حس کوي. دا چې افغان … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا ته د هندي ټیم د بریالي سفر پای او د ډوهني ښکلې لوبه

  په اسټرالیا کې د کوربه اسټرالیا او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۵۰ اوریزه سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه هم پرون ترسره شوه، چې پکې هندۍ لوبډلې بریا خپله کړه.  هندۍ لوبډله دوه میاشتې وړاندې د اسټرالیا په سفر تللې وه، چې په دغه سفر کې یې دوه ۲۰ اوریزه، ۴ ټیسټ او درې ۵۰ اوریزه لوبې ترسره کړې، چې پکې د کوربه اسټرالیا په نسبت هندۍ لوبډلې زیاتې بریاوې خپلې کړې.  که … نور ولولئ