سپورټ

د نړۍ په کچه مالداره کرکټ بورډونه

هندوستان د هندوستان د کرکټ د کنټرول اداره یا د هندوستان کرکټ بورډ په نړۍ کې تر ټولو بډایه یا مالداره کرکټ بورډ دی؟ دا بورډ په ۱۹۲۸ م کال کې تاسیس شوی دی، مرکزي دفتر د هندوستان په ممبيي کې دی (سی کی کانا) یې اوسنی مشر دی. کله چې هندوستان په ۱۹۸۳ م کال کې د لومړي ځل لپاره نړیوال پنځوس اوریز جام وګاټه؛ نو کرکټ په هندوستان کې د پرمختګ پر لور … نور ولولئ
سپورټ

په نړیوال جام کې راشدخان د ملا تیر وبلل شو

د سپورټس کیډا په نامه یوې ورزشي وېب پاڼې لیکلي دي، چې په راروان نړیوال جام کې د هرې لوبډلې لپاره یو کلیدي لوبغاړی شته، چې د خپلې لوبډلې لپاره به خورا اغېزمنه لوبه کوي. دې وېب پاڼې په نړیوال جام کې له لس لوبډلو څخه یو، یو لوبغاړی په نښه کړی دی چې په نړیوال جام کې به پرې خپلې لوبډلې راټولې وي او تکیه به پرې کوي. په دې لس لوبغاړو کې له … نور ولولئ
سپورټ

د افریقا پر وړاندې د پاکستان ماتې دوام لري

 په جنوبي افریقا کې د کوربه او میلمه پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ هم د جنوبي افریقا په بریا سره پیل شوه.  د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ ټیسټ او ۵ پنځوس اوریزه لوبو د ترسره کیدو وروسته درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ هم پرون ماښام پیل شوه، چې پکې افریقايي لوبډلې په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د پاکستان د څه باندې تیرو دوه کلونو راهیسې … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله د پاکستان په شمول څو پياوړو لوبډلو سره تمریناتي سیالۍ کوي

د کرکټ نړیوالې شورا له نړیوال جام څخه وړاندې د تمریناتي لوبو لپاره مهالوېش وړاندې کړی دی، چې افغان لوبډله به له پاکستانۍ لوبډلې سره یوه تمریناتي لوبه وکړي. دا تمریناتي لوبې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په رسمي ډول پېلېږي، چې لس لوبډلې پکې د یو بل پر وړاندې لوبې کوي، نوموړې تمریناتي لوبې د می په ۲۴ مه نېټه پېلېږي. د وارم اپ یا تمریناتي لوبو پیل افغانستان او پاکستان کوي، په … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان د افریقا سفر کې له افغانستان څخه د مخکې کیدو چانس لري !

 د نړیوال کرکټ په۲۰ اوریزه سیالیو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ م کلونو کې په ۱۱ مسلسل لوبو کې د بریا په خپلولو سره نړیوال ریکارډ په خپل نوم ثبت کړی دی، چې اوس يې په تعقیب پاکستان روان دی.  افغان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ۲۰۱۶ م کال د کرکټ نړیوال جام په لړ کې اتلې ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره تر ۲۰۱۷ م کال مارچ میاشت پورې د بریاوو … نور ولولئ
سپورټ

بېګ باش لیګ کې د محمدنبي دې لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسېده

د بېګ باش لیګ ۴۶ مه لوبه په مېلبورن لوبغالي کې ترسره شوه، رېنېګډز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدوسره د محمدنبي د ۳۶ منډو او د کېمرن بوایس د ۵۱ ناسوځېدلو منډو پرمټ ۱۴۰ منډې وکړې. د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې د توپ وهنې په پاڼۍ کې لومړۍ زیاتې منډې د بوایس دي او دوهم بیا د محمد نبي وې. سېډني تندر لوبډلې په ۱۹ … نور ولولئ
سپورټ

تازه؛ شهزاد محمدي لخوا کېچ نیول او غبرګونونه

تاسې به شهزاد محمدي لیدلی وي، چې د افغان لوبډلې د لوبو پرمهال هم ټوکې ټکالې کوي، که کوم تلویزیوني چېنل کې مېلمه وي هم ګپ لګوي او همداسې که په سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي بیا یې هم په خوله ګپ شپ جاري وي، کله، کله هغه په لوبه کې د کېچ نیولو پرمهال هم ټوکه کوي او کېچ په مسخره انداز اخلي، یا که سټمپ کوي بیا هم یو مسخره یي انداز ښيي. د … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۱ کال آې پي ایل سیالیوکې د زیاتو منډو جوړونکي لوبغاړي

د آې پي ایل سیالۍ چې په ۲۰۰۸ م کال کې تاسیس شوي دي، تر اوسه یې ۱۱ پړاوونه ترسره شوي دي. د آې پي ایل سیالیو په څلورم پړاو کې یعنې ۲۰۱۱ کال کې د هغو توپ وهونکو معلومات در کوو، چې تر ټولو یې زیاتې منډې کړي دي. هغه مهال دوه نوې لوبډلې د لوبډلو نوملړ ته راغلې، چې عبارت دي له پونه جنګیالیو او کوچي ټسکرز څخه هرې لوبډلې لس لوبې وکړې … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان د یو ورځنویو لوبو لوبلړۍ کې هم ماتې وخوړه

لیکنه: عزت الله احمدزی د پاکستان او جنوبي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټسټ، یوې ورځنیو او۲۰ اورونو لوبو لوبلړۍ روانې دي تر دې دمه پاکستان ټست او د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ بایللې دي. پنځمه یو ورځنۍ لوبه چې د لوبډلمشر سرفراز احمد په نشتون کې تر سره شوه، د لومړي وار په کولو سره پاکستان سیالې لوبډلې ته د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اورونو کې د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه … نور ولولئ
سپورټ

هوبرټ هریکنز په بیګ باش سیالیو د خطر زیګنال وهلی !

د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه سوداګریزه سیالۍ، چې اتم پړاو لوبې یې د تیرې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل شوې دي؛ پکې د هوبرټ هریکنز لوبډلې نورو سیالانو ته د خطر زنګ وهلی دی.  دغې لوبډلې چې تر دې مهاله په بیګ باش سیالیو کې د کوم ځل اتلولي نه ده ګټلې، خو سږ کال یې ارادې بدلې ښکاري. د ترسره شویو سیالیو د نمراتو د جدول له مخې … نور ولولئ