سپورټ

د کرکټ مینوالو ته: لېست A سیالۍ داسې وي

لېست ای کرکټ سیالۍ د کرکټ لوبو په ډلبندۍ کې د محدودو یا د پنځوس اوریزو لوبو یوه برخه ده. لېست ای سیالۍ کې کورنۍ یو ورځنۍ لوبې وي، چې ډومېسټېک کرکټ سیالۍ دي، یعنې هغه سیالۍ چې د یو هېواد په جغرافیه کې دننه ترسره کېږي او د یو هېواد د داخلي لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي، ډومېسټېک یا کورنۍ لوبې ورته وایي. لېسټ ای سیالۍ یعنې د ډومېسټېک کرکټ یوه برخه ده، په دې … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ ویکټې 

 ایا پوهیږئ، چې د کرکټ ویکټې یا لرګي د اوچتوالي په کومې اندازې او پراخوالي سره رسمي لوبو لپاره درول کیږي ؟  د کرکټ نړیواله لوبه چې ورځ تر بلې یې مینه وال لا هم په زیاتیدو دي؛ پکې هره برخه او هر توکی یې ځانګړي رول لري. د بیټ او بال وروسته په دغه سیالۍ کې ویکټې ته اړتیا وي، چې په ټینس او هارډ بال دواړو لوبو کې پکاریږي.  د کرکټ ویکټ چې … نور ولولئ
سپورټ

کرېس ګېل له پنځوس اوریزو لوبو سره مخه ښه کوي !

د کرکټ نړۍ بې رحمه توپ وهونکی او د کرکټ مینوالو د زړونو پاچا لوبغاړی ویسټ انډیزی کرېسټوفر هېنري ګېل ویلي، چې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام څخه وروسته به له نړیوالو یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړي. کرېس ګېل د ویسټ انډیز لپاره یو ورځنیو لوبو کې دوهم نمبر لوبغاړی دی، چې ډېرې منډې جوړوي، لومړی برېن لارا دی، چې د ویسټ انډیز د کرکټ په تاریخ کې یې تر ټولو زیاتې … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ دغه ماسټر نړۍ حيرانه کړې

ليکنه: مدثر دعوت د کرکټ په نړۍ کي ډير مشهور لوبغاړي سته او ځيني لوبغاړي بيا داسي ريکارډونه له ځانه سره لري چي يې بل هيڅ لوبغاړی نه سي ماتولای. خو د سويلي افريقا ځوان تقاعد سوی لوبغاړی د هندوستان تر مهندرا سينګ ډهوني د اسټراليا تر شين ورن، د انګلیستان تر سټوارټ بروډ او دپاکستان تر شاهد افريدي لا جذاب دی. اې بې ډيولرز هغه لوبغاړی دی چي د خپل د تقاعد په اعلان … نور ولولئ
سپورټ

د عمان سیریز؛ وروستۍ لوبه کې ایرلینډ، هالینډ ته ماته ورکړه، خو لومړی مقا سکاټلنډ ګټلی

د سټوارټ پواینټر په وروستي بال شپږیزې ایرلینډ د هالینډ خلاف بریا ته ورسید !  د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په عمان کې د ایرلینډ، سکاټلینډ، هالینډ او کوربه عمان کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د کرکټ ۴ اړخیز سیریز ترسره شو، چې پکې ایرلینډ په خپلې وروستۍ سیالۍ کې په ستونزمن حالت کې هالینډ ته ماته ورکړه.  د (کوارډینګولر) یا ۴ اړخیز سیریز پنځمې سیالۍ کې ایرلینډ دهالینډ سره په سیالۍ کې مخ و، چې … نور ولولئ
سپورټ

د سږني بیګ باش پای او د نبي د ټیم اتلولي

 د کرکټ سوداګریزه سیالیو د لیګونو په لړ کې د اسټرالیا کورني کرکټ بیګ باش په نوم ۲۰ اوریزه سیالۍ پای ته ورسیدې، چې پکې د ملبرن رینیګیډز لوبډلې د لمړي ځل لپاره د اتلولۍ جام وګټلو.  بیګ باش۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ نږدې دوه میاشتې وړاندې د ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه په اسټرالیا کې پیل شوې، چې پای لوبه یې پرون ترسره شوه.  ملبرن سټارز لوبډلې په نیمه پای لوبه کې د هوبرټ هریکنز … نور ولولئ
افغانستان

طالب واکمني،کرکټ او پاکستان سره لوبه؛ د طالبانو المپیک ریس یې بیانوي

د طالبانو د واکمنۍ د المپیک کمېټې ریس مولوي قلم الدین په یوه تازه مرکه کې د دغې واکمنۍ پر مهال د ورزش کارانو او خاص ډول کرکټ لوبې د وضعیت په اړه خبرې کړي. د کرکټ لومړی فدراسیون مولوي قلم الدین، چې د لوګر د بره کي برک اوسیدونکی دی، وایي اوسنۍ کرکټ لوبه پخوا د توپ ډنډې په نوم په مختلفو سیمو کې ترسره کیده. د ده په وینا د المپیک ملي کمېټې … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ توپ جوړیدل؛ ولې هر فارمټ لوبو ته په جدا رنګ بال استعمالیږي؟

د کرکټ توپ یوه کلکه او جامده ماده ده، چې د لوبې لپاره کارېږي، دا بال په منځ کې د کارک لرګی او پلاسټیک کارېږي، لرګی او کلکه برخه بیا په اصیله او با کیفیته څرمن کې تاوېږي یا په څرمن پوښل کېږي، څرمن بیا د ځانګړي او کلک تار په وسیله ګنډل کېږي. څرمن د ځانګړو ماشینونو په وسیله غوڅېږي، بیا خاص ماشینونه د دغو څرمنو څخه دوه دایروي برخې جوړوي او په دغو … نور ولولئ
سپورټ

د بیګ باش پای لوبه سبا ترسره کیږي !

په اسټرالیا کې د بیګ باش په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ لیګ سوداګریزو سیالیو کې د ملبرن سټارز لوبډلې وروسته ملبرن رینیګیډز لوبډله هم پرون د اتم پړاو پای لوبې ته ولاړه.  د دغه ۲۰ اوریزه لیګ سیالیو د څه باندي دوه میاشتي انتظار وروسته ۴ لوبډلې نیمه پای لوبو ته ورسیدې، چې په لمړۍ نیمه پای لوبه کې ملبرن سټارز لوبډلې د هوبرټ هریکنز خلاف د بریا په خپلولو سره د سږ کال پای لوبې ته … نور ولولئ
سپورټ

په یو اوور چلینجي لوبه کې راشد خان د انګلستاني ټرېس کوتېک پر وړاندې

سکای سپورټس یوه لس دقیقه یزه ویډیو خپره کړې، چې پکې له راشدخان څخه د انګلستان د کیڼ لاسي توپ وهونکي ټرېس کوتېک په اړه پوښتنه شوې ده، ایا تا د ده په اړه مخکې اورېدلي یا مو لوبه ورسره کړې ده؟ راشدخان ورته وایي ده د انګلستان لپاره ډېرې ښې لوبې کړي دي او ډېرې منډې یې جوړې کړي دي. له راشدخان پوښتنه کوي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې ډېر پرمختګ وکړ، … نور ولولئ