سپورټ

د شپږیزو پاچا د ویسټ انډیز مرستیال لوبډلمشر شو

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ په یوه تازه پریکړه کې د شپږیزو پاچا او د کرکټ پیاوړی لوبغاړی کرېس ګېل، د خپل ټیم مرستیال لوبډلمشر وټاکه. کرېس ګېل چې د ویسټ انډیز لوبډلې او نورو سوداګریزو لیګونو کې په خپل چټک اوپننګ او هسکو شپږیزو د لوبډلو ملا ورتړي اوس د لوبډلې مرستیالي لوبډلمشري واخېسته او ښایي نړیوال جام لوبډله ښه وځلوي. نوموړی د ویسټ انډیز په اوسنیو لوبغاړو کې تر ټولو مشر او تجربو … نور ولولئ
رسنۍ

هندوستان د ښځينه IPL سیالیو لپاره لار پرانیزي

د هندوستان کرکټ بورډ چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د نارینه وو آې پي ایل سیالۍ پیل کړي، اوس غواړي چې د ښځینه وو لپاره هم داسې یو لیګ پرانیزي. په هندوستان کې د می په ۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د درې ښځينه لوبډلو ترمنځ لوبې پیل شوې. دا لوبې یواځې څلور ورځې دوام کوي او په جېپور ښار کې پرون پیل شوې. پرون پکې دوه لوبډلو د دې لوبو پیل … نور ولولئ
سپورټ

سانا میر د جنوبي افریقا د توپ وهنې دیوال ویجاړ کړ

لیکنه: بهار سمسور د جنوبي افریقا په کوربه توب د پاکستان او کوربه هېواد افریقا د ښځو کریکټ لوبډلو تر منځ د ای سي سي ښځو چمپینشیپ یوه ورځینیو لوبو په لومړۍ لوبه کې پاکستانیو ښځینه توپ اچونکو په خاص ډول اف بریکرې سانا میر د جنوبي افریقا د توپ وهونکو خلاف تاریخي توپ اچوونه تر سره کړه. د دغې لوبې ټاس پاکستان وګاټه خو افریقا ته یې د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه. د … نور ولولئ
سپورټ

پرتلنه: پاکستانۍ لوبډله د زوال پر لور ده؛ خو افغان ټیم مخ په بره روان دی

پاکستانۍ لوبډله چې په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام لري، اوس یې پاڼه په ژېړېدو ده او مخ پر زوال ده. دې لوبډلې یوه میاشت وړاندې له افریقا او اسټرالیا څخه ماتې وخوړې او تازه یې د می په ۵ مه نېټه په یواځېنۍ شل اوریزه لوبه کې له انګلستان هم ستره ماته وخوړه. د کرېک ټرېکر وېب پاڼې د پاکستانۍ لوبډلې د وروستیو اتلس لوبو نوملړ یا لېست خپور کړی، چې دې لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

چنای سوپر کینګ لوبډلې له دوهم پړاو وړاندې تاوان وکړ

لیکنه: بهار سمسور تېره ورځ د چنای سوپر کېنز او کېنز ایلون پنجاب تر منځ د لیګ وروستۍ لوبه د پنجاب لوبډلې په ښه شکل سره وګټله خو بیا یې هم سپانسره فلمي اداکاره پریټی زینټا او مینوال ځکه خوشال نه کړل چې د راوی چندرا ایشوین په مشرۍ کې دغې لوبډلې دوهم پړاو ته لاره پیدا نه کړه او له نیمایی لارې راوګرځول شوه. بل لور ته د چنای لوبډله چې د هند پخواني … نور ولولئ
سپورټ

اې بي ډيويلرز: IPL تر نړيوال جام غوره دی!

ليکنه: مدثر دعوت د سويلي افريقا پخوانی لوبډلمشر چي کابو يو کال کيږي د نړيوال کرکيټ څخه تقاعد سوی په نړيوالو شل اووريزو ليګونو کي لاهم لوبيږي. په ۳۶۰ درجو مشهور توپوهونکي اې بي ډيويلرز تر خپل تقاعد وروسته چي کله شل اووريزو لوبو ته مخه کړه په مزانسي سوپرليګ کي د تشواني سپارټان لوبډلي لوبډلمشر سو،او ترهغه وروسته سږکال نوموړي خپله لومړنۍ لوبه د بنګلديش په پريمرليګ کي د مشرفي مرتضی په لوبډلمشرۍ کي … نور ولولئ
سپورټ

پنځه هغه لوبغاړي، چې د راتلونکي IPL مزه به ونه څکي

د سپورټس کيډا په نامه وېب پاڼې د شپږو هغو لوبغاړو نومونه ذکر کړي، چې راتلونکي دیارلسم پړاو آې پي ایل کې به ریلیز کېږي او نه به اخېستل کېږي. یوسف پټان یوسف پټان چې د حېدراباد لوبډلې سره د یو هېټر، فېنېشر او لوبې په بریا تماموونکي لوبغاړي په توګه اخېستل شوی، تر اوسه په روان ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې هیڅ مسئولانه رول نه دی ادا کړی او په منځنۍ برخه کې … نور ولولئ
سپورټ

رسل په صفر اوټ شو او یو اور کې یې ۲۱ منډې ورکړې؛ خو غوسه ډیکاک ته و

د آې پي ایل ۵۶ مه او د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د یکشنبې په ماښام په ممبيي ښارکې د ممبيي او کلکتې لوبډلو ترمنځ وشوه. کلکتې خپله د توپ وهنې پاڼۍ پای ته ورسوله، ۱۳۳ منډې یې وکړې، رسل په دې مهمه لوبه کې د ملېنګا په بال صفر یوړ. د رسل غوسه له همدغه ځایه پیل شوه، ځکه دی د کلکتې لپاره هېټر توپ وهونکی دی او تل یې کلکته له ستونزو راایستلې … نور ولولئ
سپورټ

د ویسټنډیز پرونۍ ریکارډي توپوهنه؛ د پاکستان ریکارډ یې هم مات کړ

لیکنه: بهار سمسور ویسټینډیز چې له ځوانې لوبډلې سره ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته په امادګیو بوخت دی،د ایرلېنډ په کوربه توب دری اړخیز سیریز کې چې بنګلادېش ویسټنډیز او کوربه ایرلېنډ پکې شتون لري لومړۍ لوبه یې د ایرلینډي لوبډل مشر ویلیم پورټرفیلډ د ټاس له ګټلو وروسته د ایرلېنډ په لومړۍ توپ اچونې سره پیل کړه. دغه لوبه د ایرلېنډ په ډابلین کې تر سره شوه. ایرلېنډ پلان درلود چې د خپل کوربتوب … نور ولولئ
سپورټ

د سکاټلینډ مشر روزونکی: د قوي افغان لوبډلې په مقابل کې لوبو ته چمتو یوو

لیکنه: فضل الله فضلي سکاټلینډ د افغانستان په مقابل کي پرون د دوو یو ورځنیو لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. افغانستان د سکاټلینډ په کور کي د ياد هیواد سره د کرکیټ د دوو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ د می میاشتي پر اتمه او لسمه نېټه ترسره کوي. د سکاټلیند لپاره به د کایل کوټزر په لوبډلمشرۍ ریچي بیرینګټون، مټیو کراس، السډر ایوان، مایکل جانس، مایکل لیسک، کالم مکلیوډ، ګیوین ماین، جورج منسي، … نور ولولئ