سپورټ

حمید حسن وايي په نړیوال جام کې به ښه ولوبیږي؛ نورې څرګندونې هم لري

لیکنه: صابر حمیدي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تیز توپ اچونکي حمید حسن په یوې تازه مرکه کي ویلي، چي د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام کي به د افغانستان لپاره ښې لوبي ترسره کړي او ښه به ولوبیږي. حمید حسن وویل، چي د تیرو څلور نیمو میاشتو را پدې خوا د افغان لوبډلي سره یې په بیلابیلو برخو کي تمرنیونه ترسره کړیدي او راتلونکی نړیوال جام ته یې پوره چمتوالی نیولی. هغه دا هم … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان او سکاټلینډ سبا دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

لیکنه: صابر حمیدي د افغانستان او سکاټلېنډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲ یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه یې سبا جمعه ماپښین ۲:۳۰ بجې دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کیږي. د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله اوس سکاټلېنډ کي ده او سبانۍ لوبه د سکاټلېنډ سره د یاد هیواد په کوربتوب ترسره کوي. د افغان او سکاټلېنډ ټیمونو ترمنځ ټاکل سوې وه، چي پرون چهارشنبه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره سي، خو د زیات … نور ولولئ
سپورټ

د ښځو په چلېنج کپ سوداګریزو سیالیو کې ویلوسیټي لومړۍ شوه

د ښځو چیلېنج کپ سیالۍ چې د درې لوبډلو په ګډون د هندوستان په جېپور ښار کې د می په ۶ مه نېټه پیل شوي، پرون پکې ویلوسیټي لوبډلې، ټرېل بلېزرز لوبډلې ته ماته ورکړه او د جدول لومړي ځای څخه یې بلېزرز لوبډله راغورځوله. ټرېل بلېزرز لوبډلې په شلو اورونو کې د هارلین ډیول د ۴۳ منډو په مرسته ۱۱۲ منډې وکړې. دې لوبډلې شپږ وېکټې له لاسه ورکړې. د ویلوسیټي لوبډلې لپاره ایکټا … نور ولولئ
سپورټ

د پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام ۵ ګټونکي لوبډلې

لیکنه: فضل الله فضلي پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال جام په هرو څلورو کلنو کي ترسره کیږي. د کرکیټ نړیوال جام د کرکیټ نړیوالي شورا یا ICC په رهبرۍ پیل او پای ته رسیږي. نیوزلینډ، جنوبي افریقا، انګلینډ، بنګله دېش او افغانستان هغه هیوادونه دي چي تراوسه یې دا جام نه دی ګټلی. د پنځوس اوریز نړیوال جام لومړۍ اتلولي په ۱۹۷۵م کال کي ویسټ انډیز وګټل. دا جام د دوهم ځل لپاره یوځل بیا همدغه … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوال جام لپاره دغه ۱۱ لوبغالي غوره شوي

کېنېنګټن اوول لوبغالی لومړی لوبغالی، چې د نړیوال جام پرانیست لوبه پرې د افریقا او انګلستان له خوا کېږي، هغه کېنېنګټن اوول لوبغالی دی، دا لوبغالی په لندن ښار کې موقیعت لري او د ۲۵ زره ننداره کوونکو د ځایدو وړتیا لري. دا لوبغالی په ۱۸۴۵ م کال کې جوړ شوی دی. ټرېنټ برایج لوبغالی دا لوبغالی په نټېنګهم سیمه کې موقیعت لري، نوموړی لوبغالی د ۱۷ زره ننداره کوونکو ظرفیت لري، په ۱۸۴۱ کال … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۹ جام ولې شاید انګلستان وګټي؛ دلته یې څو دلایلو درته لرو

لیکنه: بهار سمسور د سپورټ معتبرې رسنۍ د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام په رانیږدې کیدو سره پر لوبډلو تبصرې خپروي. د نورو لوبډلو له منځه د کوربه انګلستان کریکټ ملي لوبډلې پر قوت، جوړښت، پلان او په ځانګړي ډول د دوی پر ژور بېټېنګ لاین اپ باندې زیات بحث کیږي. موږ هم پر همدې هدف لنډه تبصره ستاسو په مخ کې لیکو: انګلستان چې په کریکټ کې نوم لري؛ د دوی منجیمینټ ته … نور ولولئ
سپورټ

د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوی مالي ملاتړ او په هند کې له ویسټنډیز سره لوبې

هندي امول شرکت چې د لبنیاتو په برخه کې سوداګري کوي، د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام لپاره یې د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه. ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې افغان لوبډلې د دوهمه درجه هېواد په توګه ګډون کړی و، خو سږ کال افغان لوبډله د یو بشپړ غړېتوب لرونکې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته ننوتې او ښایي ښه وځلېږي. افغان کرکټ ملي لوبډله اوس په سکاټلېنډ کې ده … نور ولولئ
سپورټ

ممبی انډينز د پنځم ځل لپاره پايلوبي ته ولاړل!

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان پريمرليګ په لومړۍ کوليفایر لوبه کي ممبی انډينز او چينای سوپر کينګز سره مخ سوله. هري لوبډلي چي په لومړي کواليفاير کي لوبه ګټلې وای مستقيماً پايلوبي ته تله او بايلونکې لوبډله په نيمه پايلوبه کي انتظاريدله. د لوبي پچه چينای وګټله او په پوره ۲۰ اوورونو کي يې د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ممبی ته ۱۳۲ منډي هدف وټاکی. ډوپلسيس ۶، واټسن ۱۰، مرالي ويجی ۲۶، امباټي رايدو ۴۲ … نور ولولئ
سپورټ

شاهد افریدي له نورو رازونو هم پرده پورته کړه

شاهد افریدي د پاکستانۍ لوبډلې پخواني الراونډر له ځېنو مهمو رازونو پرده پورته کړه؛ هغه په خپل نوي لیکلي کتاب ګېم چېنجر یا د لوبې بدلولو په نامه کتاب کې د پاکستاني کرکټ بورډ د ناسمې رهبرۍ په اړه څرګندونې کړي او پاکستانی کرکټ بورډ یې په ناسم مدیریت تورن کړی دی. شاهد افریدي چې کله نه د نړیوال کرکټ څخه استعفا کړې له هغې راهیسې یې د رازونو په ښکاره کولو او ځېنو څرګندونو … نور ولولئ
سپورټ

د ممبی او چينای لوبډلو پرتله: نن شپه کومه لوبډله پايلوبي ته ځي؟

ليکنه: مدثر دعوت د روان کال هندوستان پريمر ليګ دويم پړاو لوبي نن پيليږي. د جدول د سر دوې قوي لوبډلي ممبی انډيانز او چينای سوپر کينګز په لومړي پلي اپ کي د پايلوبي لپاره يوځل بيا زور ازمايي. که هري لوبډلي نن شپه لوبه وګټله پايلوبي ته به ځي او بايلونکې لوبډله به د سبانۍ لوبډلي د ګټونکي سره لوبه کوي. د نن لوبه مازديګر ۶:۳۰ بجې ده ممبی انډينز لوبډلي چي د تيرو … نور ولولئ