سپورټ

نړیوال جام او دولت ځدران؛ پیاوړی افغان توپ اچوونکی وپېژنئ

دولت ځدران یو له هغو دریو توپ اچوونکو څخه دی چي په یو ورځنیو لوبو کښي یې د افغانستان لپاره سل ویکټي اخیستي دي. لیکنه : عبدالله عادل دولت ځدران چي دا مهال په دولت خان (DK) باندي هم پېژندل کیږي د افغان کرکټ ملي لوبډلي مخکښ او ښی لاسی چټک توپ اچوونکی دی چي ډېری لوبو کښي د افغانستان توپ اچوونه د نوموړي په اوور سره پیلیږي. دولت د ۱۹۸۸ کال د مارچ میاشتي … نور ولولئ
سپورټ

کوهلي: موږ هڅه کوو نړیوال جام خپل پوځ او کورنیو ته یې وګټو

لیکنه: بهار سمسور هندۍ لوبډله د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د ګډون پر هدف د انګلستان پر لور خوځیږي؛دغه لوبډله مخکې تر دې چې د ممبۍ له هوایی ډګر د انګلستان لار ونیسي لوبډلمشر یې ویرات کوهلي په یوه خبري ناسته کې وویل: «هند غوره لیګ IPLپای ته ورسیده،موږ تر یو اونیز ارام وروسته په نوي پلان او نوي پړاو ته د داخیلیدو پر هدف راوتي یؤ.» دا د کریکت نړیوال جام … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان د بریا سببونه او د ایرلېنډ تېروتنه

تېره ورځ د می په ۲۱ مه نېټه ایرلېنډ یوه تېروتنه وکړه او ناکام شول. د ایرلېنډ لوبډلمشر ویلیم پورټرفیلډ د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه، دا د ایرلېنډ تېروتنه وه، چې توپ وهنه یې لومړی افغانستان ته ورکړه. د ایرلېنډ او افغانستان کې شا او خوا درې نیم ساعته توپیر دی، هلته لوبه غرمه مهال پېلېږي، کله چې ډی نایټ یا د ورځې او شپې لوبه شریکه وي، بیا نو د ورځې … نور ولولئ
سپورټ

جوفرا ارچر: نړیوال جام کې مې هدف ویرات کوهلي دی، سوځوم به یې

جوفرا ارچر چې انګلستاني الاصل ویسټ انډیزی دی اوس تازه د انګلستان په نوملړکې داخل شوی دی، هغه د روانې می میاشتې په ۵ مه نېټه د پاکستان خلاف په یواځېنۍ شل اوریزه لوبه کې د انګلستان لپاره پیل وکړ. ورپسې یې یو ورځنۍ لوبې تعقیب کړې. د ده ستر ارمان و، چې نړیوال جام کې د انګلستان په لوبډله کې شامل شي او د نهو نورو لوبډلو پر وړاندې راڅرګند شي. د ده دا … نور ولولئ
سپورټ

د لوبډلمشر ۶ ويکټو او د محمدشهزاد سليزي افغانستان ته لوبه وګټله!

ليکنه: مدثر دعوت افغانستان په دويمه يو ورځنۍ لوبه کي ايرلينډ ته ماته ورکړه. د لوبي پچه ايرلينډ وګټله او افغانستان ته يې د توپوهني بلنه ورکړه. افغان لوبغاړو په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره ۳۰۶ منډي هدف وټاکی. نورعلي ځدران که څه هم په ۵ منډو کي ويکټه له لاسه ورکړه خو محمدشهزاد يې تشه ډکه کړه. محمدشهزاد او رحمت شاه تر ۱۵۰ منډو لوړه ملګرتيا ترسره کړه. محمدشهزاد … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان ون ډاون توپ وهونکي ۲۰۰۰ منډې پوره کړې

۲۵ کلن رحمت شاه زرمتی چې د افغانستان په ویرات کولي مشهور لوبغاړی دی، نوموړی ون ډاون توپ وهنې ته خورا برابر دی. هغه په ۲۰۱۳ م کال کې لوبډلې سره یو ځای شوی او لومړۍ یو ورځنۍ لوبه یې د سکاټلېنډ خلاف په ۲۰۱۳ م کال کې وکړه. نوموړی یو الراونډر لوبغاړی دی، په ښي لاس توپ وهنه کوي او په ښي لاس لېګ برېک توپ اچونه کوي. رحمت شاه زرمتی په ۶۰ لوبو … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام او اصغر؛ مخکنی لوبډلمشر، اوسنی باتجربه کرکټر وپېژنئ

لیکنه: عبدالله عادل اصغرافغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي مخکنی لوبډلمشر او په کرکټ کښي پېژندل سوې څېره ده. د اصغرافغان بشپړ نوم محمد اصغر افغان دی چي د ۱۹۸۷ کال د ډسمبر په میاشت کښي د افغانستان په مرکز کابل کښي زېږېدلی دی. اصغرافغان ښی لاسی مېډل ارډر توپ وهوونکی دی. اصغرافغان د لومړي ځل لپاره د افغان ۱۷ کلني لوبډلي سره په ۲۰۰۴ کال کښي یو ځای سو هلته له لوبېدو وروسته په … نور ولولئ
سپورټ

له وطنه کډوال راشد څنګه مشهور شو؟ دلته یې بشپړه کیسه ولولئ

راشدخان؛ هغه لوبغاړی چې په خورا کم وخت کې د نړۍ په کچه مشهور شو، په توپ اچونه او الراونډرۍ کې تر لومړي مقامونو ورسېد، د نړۍ لیګونه یې سترګې په لار شول او په نړۍ کې تر ټولو بوخت لوبغاړی شو. هغه د افغانستان لپاره په ډېری لوبوکې غوره ستوری یا سوپرسټار شو او د نړۍ ځواکمن لوبغاړي یې په اوټ کولو سره ولړزول، برېنډ مکالم، کرېس ګېل، سورېش رېنا، ډوني، ویرات کولي او … نور ولولئ
سپورټ

په نړيوال جامونو کي د کريکټ د ماسټر ريکارډونه!

ليکنه: مدثر دعوت سچين ټنډولکر په نړيوال کرکټ کي ډېر زيات اونه ماتېدونکي ريکارډونه لري. د کرکټ دنړيوالي شورا په بيلابيلو (۱۹۹۲ز، ۱۹۹۶، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷، ۲۰۱۱) نړيوالو جامونو کې سچن ټنډولکر ديو مهم او نه تکرارېدونکي لوبغاړي په حيث ځلېدلی دی. ټنډولکر د ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام په ګټلو کي دهندوستان لپاره ډېر تأثري توپوهونکی وو. که د سليزو خبره راځي نو هتماً د سچن ‍۱۰۰ سليزي دماغ ته راځي اوشايد په اړه مو يې … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ په نړۍ کې ویرات کوهلي تر ټولو زیات فالورز لري

لیکنه: بهار سمسور د نړۍ بېلابېل شخصیتونه به مو لیدلي وي چې په سیاسي، فلمي یا هم په ورزشي ډګر کې مشهور دي. له دې ډلې د ورزش نړۍ زیات لوبغاړي لري چې بېلابېلې لوبې کوي او د نړۍ په لر و بر کې یې خلک تعقیبوي. فوټبال او کریکټ هغه نومونه دي چې په نړۍ کې لومړی او دوهم نمبر لوبې یادیږي. د دغې لوبې یو شمېر لوبغاړي هم په بې ساري ډول د … نور ولولئ