سپورټ

انګلستان له سریلانکا څخه شل اوریزه لوبلړۍ وګټله

  د سریلانکا کرکټ لوبډلې انګلستان ته د درې شل اوریزو او درېیوو یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی. لومړۍ شل اوریزه لوبه د جون په ۲۳ مه د تېرې چهارشنبې په ماخستن انګلستان په ۸ وېکټو وګټله او جاس بټلر د ۶۸ ناسوځېدلو منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو. دې لوبه کې سریلانکا، انګلستان ته ۱۳۰ منډې هدف ورکړی و. دویمه لوبه د پنجشنبې په ماخستن ترسره شوه، چې دې … نور ولولئ
سپورټ

ډیرین سمي د وېسټ انډيز د کرکټ بورډ نوی ډایرېکټر شو

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ویسټ انډیز لپاره د دوو نړیوالو شل اوریزو جامونو ګټونکی ډېرین سمي یې د کرکټ بورډ د خپلواک غړي په توګه منلی دی. ډېرین سمي د ویسټ انډیز لپاره ۱۴ کاله نړیوال کرکټ کړی، چې په دې وخت کې هم په کورنۍ او هم په نړیواله کچه خورا ستایل شوی او د کرکټ نړۍ ته یې په خپلې ښې لوبډلمشرۍ ویاړ وربښلی دی. … نور ولولئ
سپورټ

د PSL لیګ غوره یوولس کسیزه لوبډله او پکې د دوو افغان لوبغاړو شتون

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو او ګټونکې لوبډله یې د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو د پنجشنبې په ماخستن د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپير ماتې ورکړه. یاده پایلوبه کې لومړی ملتان سلطانز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او پېښور زلمي لوبډلې ته یې … نور ولولئ
سپورټ

ټیسټ نړیواله اتلولۍ کې ایشواین ترټولو زیاتې ویکټې اخیستې

د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ په اړه جذیات   د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي وې، چې په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې وې. ددې سیالیو د جدول په لومړي ځای کې هند، دویم ځای کې نیوزیلنډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان PSL لیګ کې جایزې او ګټونکي لوبغاړي یې

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو تېره شپه د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپير ماتې ورکړه. یاده پایلوبه کې لومړی ملتان سلطانز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او پېښور زلمي لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکی. کله چې پېښور زلمي لوبډله د … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي بلاسټ کې دوه وېکټې واخیستې او لوبه یې وګټله

د انګلستان په وېټلېټي بلاسټ شل اوریزو لوبوکې افغان الراونډر محمدنبي عیسی خېل یو ځل بیا خپل جادو وښود او غوره توپ اچونه یې وکړه. تېره شپه دورهم لوبډله د نارتمټن شایرلخوا په ۹ وېکټو ماته شوه او نارتمټن شایر لوبډلې په اوو لوبو کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه. دورهم لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۵ وېکټو په نقصان سره ۱۵۷ منډې وکړې، چې شان ډېکسن پکې ۵۱ … نور ولولئ
سپورټ

پېښورزلمي لوبډله د درېیم ځل لپاره پایلوبه کې ماته شوه

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو پایلوبه کې ملتان سلطان پېښورزلمي ته ماته ورکړه او اتلولي د لومړي ځل لپاره ملتان سلطان ترلاسه کړه. پېښورزلمي لوبډلې څلورځلې پایلوبې ته لار موندلې ده، چې ۲۰۱۷ کې یې اتلولي ګټلې وه او په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې یې په پایلوبو کې له اسلام اباد او کوېټې څخه ماتې خوړلې وې. دا درېیم ځل شو، چې دا لوبډله په پایلوبه کې ماتېږي او روان ۲۰۲۱ کې یې د ملتان … نور ولولئ
سپورټ

رمیزراجا؛ افغان لوبډله شل اوریز کرکټ کې پاکستان ماتولی شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کرکټ د نړۍ پیاوړي مبصر رمیز راجا ویلي، چې اوس وخت کې افغان لوبډله په اسانۍ سره کولای شي، د پاکستان لوبډله په شل اوریز کرکټ کې ماته کړي. هغه زیاته کړې چې د حسن علي، شاداب خان او فهیم اشرف په څېر د پاکستان مهمو بالرانو په ځاځي خپل جادو ونه شو چلولی او ټول یې وټکول. ده دا څرګندونې وروسته ترې دې کړي، چې ځاځي … نور ولولئ
سپورټ

پي‌اېس‌اېل کې لوړ سټرایک رېټ، محمدنبي عیسی خېل هم پکې دی

د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې په ۲۰۱۶ کې پیل شوي او په لومړي پړاو کې یې په همدې کال محمدنبي عیسی خېل د کوېټې لوبډلې په ګټه ولوبېد. نوموړی هغه لوبغاړی دی چې د دې لیګ په لوړ سټرایک رېټ یا ګوزارکچ کې یې نوم ثبت کړی دی. کرېس لیین د اسټرالیا چټک توپوهونکی دی او په ۲۰۲۰ کې د پاکستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې د لاهور قلندرز په ګټه ولوبېد او لومړی توپوهونکی … نور ولولئ
سپورټ

حشمت‌الله: خپلو لوبغاړو کې وړتیا وینم، د دنیا هره لوبډله ماتولای شو

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري ټیسټ او یو ورځنیو لوبو ته ټاکل شوي تازه لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، د ملې لوبډلې په ټولو لوبغاړو کې دا وړتیا شته چې ښې لوبې وکړي او د نړۍ هرې لوبډلې ته ماتې ورکړي. حشمت‌الله شهیدي د ازادي راډیو سره په خپلې تازه مرکه کې ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې په راتلونکو سیالیو کې به هر ډول قوي لوبدلو ته ماتې ورکړي … نور ولولئ