سپورټ

موږ ته لوی ویاړ و، چې راشدخان راسره لوبډله کې ولوبېد

د پاکستان سوپرلیګ په شپږم پړاو کې د لاهور قلندرز لوبډلې اجرائیه رئیس سمین رانا په خپلو تازه څرګندونو کې د افغان لوبغاړي راشدخان څخه مننه کړې، چې ورسره په لوبډله کې ولوبېد او د بریا په موخه یې ورسره زیاتې هڅي وکړې. سمین رانا پر خپلې رسمې ټویټر‌پاڼې پاکستان سوپرلیګ کې د راشدخان د توپ‌اچونې ویډیو خپره کړې او ورسره لیکلې یې دي، موږ ته دا یو لوی ویاړ و،  چې راسره لوبډله کې … نور ولولئ
سپورټ

د سترو لوبغاړو په شتون کې د ویسټ انډیز لوبډله د افریقا لخوا ماته شوه 

د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د جون په لسمه ویسټ انډیز ته د دوو ټېسټ او پنځه شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی و. دواړه ټېسټ لوبې د جون تر ۲۲ مې نېټې سویلي افریقا وګټلې او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې د جون په ۲۶ مه پیل کړه. لومړۍ شل اوریزه لوبه ویسټ انډیز په ۸ وېکټو وګټله د لوبې غوره لوبغاړی ایوین لیویس وپېژندل شو، هغه په ۳۵ توپونو ۷۱ منډې کړې … نور ولولئ
سپورټ

هغه هیوادونه چې زیاتې یو ورځنۍ لوبې یې بایللې

د کرکټ ټرېکر په نوم یوې هندۍ ورزشي ویبپاڼې د هغو هیوادونو لیست خپور کړی، چې پکې په زیاتو یو ورځنیو لوبو کې یې ماته خوړلې. د یاد لیست په بنسټ سریلانکا کرکټ ملې لوبډله، هغه لوبډله ده، چې تر نورو ټولو هیوادونو یې د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې زیاتې ماتې خوړلې دي. سریلانکا په خپلو ترسره کړیو ۸۶۰ یو ورځنیو لوبو کې ۴۲۸ ځلې ماته خوړلې، چې بل هیڅ هیواد په یو … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا کرکټ لیګ ته ۸ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې

د سریلانکا هیواد د کرکټ کورني لیګ «lanka premier league» پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې ددې لیګ دویم پړاو بولي ته یې نوملیکنه کړې. په یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې د لانکا پرېملیګ سیالیو ته د افغانستان په ګډون د ۱۱ هیوادونو څخه لوبغاړو نوملیکنه کړې، خو ددې لیګ په اعلامیه کې د افغانستان، سویلي افریقا، پاکستان، ویسټ‌انډیز، اسټرالیا، بنګله‌دېش، زیمبابې، … نور ولولئ
سپورټ

په بلاسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو د تېري شپې کارګردګي

په بلاسټ سیالیو کې مجیب الرحمن او نوین الحق څلور وېکټې واخیستې د انګلستان وېټلېټي بلاسټ شل اوریزې کرکټ لوبې چې د جون په ۹ مه د ۱۸ لوبډلو په ګډون پیل شوي دي، پکې څلور افغان لوبغاړي هم لوبېدلي او راشدخان به هم ډېر ژر ولوبېږي. تېره شپه په درېیوو لوبو کې درې افغان لوبغاړي ولوبېدل. مجیب الرحمن د مېډل سېکس لوبډلې په ګټه، نوین الحق د لېسټرشایر لوبډلې په ګټه او قیس احمد … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ بورډ شفافیت او د خلکو آند

پر کرکټ بورډ د ځېنو لوبغاړو پټ انتقادونه او له وېرې یې نشي کولای چې په ښکاره یې بیان کړي. څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د سمیع الله شینواري له قوله ډېری خلکو دا خبر لیکلی و، چې درې ورځې وروسته ورته کرکټ بورډ ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده. له ده وړاندې شهزاد محمدي په اړه هم خبر داسې اوازې وې، چې د کرکټ بورډ له مېلمستون څخه ویستل شوی و. … نور ولولئ
سپورټ

عزيز الله فضلي: نجيب ځدران د لوبډلمشرۍ لپاره ښه انتخاب دی

د افغانستان د کريکټ بورډ پخوانی مشر عزيز الله فضلي وايي چې نجيب الله ځدران بايد د شل اووريز کريکټ لوبډلمشر وټاکل سي. فضلي تېره شپه ناوخته پر خپلې فيسبوک پاڼې ليکلي وه چې کريکټ بورډ غوښتل د شل اووريز کريکټ لپاره لوبډلمشر وټاکي خو د نامالومو دلايلو له امله موضوع بې نتيجې پاته سوه. فضلي وايي چې نجيب الله ځدران د شل اووريز کريکټ لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی،همداسې لکه څنګه چې حشمت … نور ولولئ
سپورټ

عزیزالله فضلي: نجیب‌ځدران باید د شل اوریزه سیالیو لوبډلمشر وټاکل شي

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر او د سولي په چارو کي د دولت وزارت ستر سلاکار عزیز‌الله فضلي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، د شل اوریزه سیالیو لپاره دلوبډلمشر پر ټاکل کېدو د نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز پر سر خبري روانې دي. عزیز‌الله فضلي پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې ویلې، اوسني شرایطو ته په کتو نجیب‌الله ځدران ترټولو لوبغاړو وړ کس دی، ترڅو د شل اوریزه سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملې … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیزی لوبغاړی؛ شل اوریز کريکټ، کريکټ کې نه حسابیږي

د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی مایکل انتوني هولډینګ وایي په شل اوریز کرکټ کې ځکه کمینټري نه کوم، چې شل اوریز کرکټ، کرکټ کې نه حسابېږي. نوموړی په آی‌پي‌اېل کې هم تبصرې ته نومول شوی و؛ خو ده ترې انکار کړی و. د هولډېنګ په آند دا چې د ویسټ انډیز لوبډله اوس په ټېسټ یو ورځنیو لوبو کې ښه نه ځلېږي، وجه یې شل اوریز کرکټ رامنځته کېدل دي. له ۲۰۰۰ کال وړاندې د … نور ولولئ
سپورټ

د ټیسټ سیالیو نوې درجه بندي او پکې اعلان شوي بدلونونه

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي پرون چهارشنبه په ټیسټ سیالیو کې د توپوهونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چي پکې یو شمېر بدلونونه راغلي او د یادو بدلونونو په اساس د نیوزیلنډ غوره لوبغاړي او لوبډلمشر کېن ویلمسن د اسټرالوي سټیو سمیت څخه لومړی ځای ترلاسه کړی. سټیو سمیت اوس په یاده درجه بندي کي د ۸۹۱ نمرو په درلودولو سره تر کین ویلمسن وروسته د لیست په دویم ځای کې شتون … نور ولولئ