سپورټ

د ملې لوبډلې دویم پړاو تمریناتي کمپ پای ته ورسېد

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د روانې جولای میاشتې په ۶مه نېټه په کابل کې د ۲۸ لوبغاړو لپاره تر لومړي تمریناتي کمپ وروسته دویم پړاو تمریناتي کمپ په لاره اچولی و، چې تر ۱۱ ورځو وروسته نن د شنبې په ورځ پای ته ورسېد.   دویم پړاو تمریناتي کمپ کې ګډونوال ۲۸ لوبغاړي   هشمت‌الله شهیدي، رحمت‌شاه، رحمن‌الله ګربز، فرهان زاخېل، ګلبدین نایب، شراف‌الدین اشرف، عظمت‌الله عمرزی، عثمان غني، صدیق‌الله اتل، اکرام … نور ولولئ
سپورټ

هغه لوبغاړي چې د وېکټ ساتونکي په توګه یې زیاتې سلیزې وهلي دي

  د کرکټ په نړۍ کې درې ډوله نړیوالې لوبې شاملې دي، چې په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو وېشل شوي دي. دلته هغه وېکټ ساتونکي درپېژنو چې په یو ورځنیو لوبو کې یې د وېکټ ساتونکي توپوهونکي په حېث زیاتې سلیزې وهلي دي.   کومار سنګاکارا د سریلانکا یو تقاعد شوی لوبغاړی دی، چې اوسمهال ۴۳ کاله عمر لري، د سریلانکا لپاره لوبډلمشري هم کړې او وېکټ ساتنه یې هم ترسره کړې ده. … نور ولولئ
سپورټ

لیام لېوېنګسټن په پاکستان ریکارډ جوړ کړ

  د انګلستان ځوان توپوهونکي لېام لېوېنګسټن د پاکستان پر وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د انګلستان لپاره ریکارډ جوړ کړ. پاکستان، انګلستان ته د ۶ وېکټو په نقصان سره د د بابراعظم د ۸۵ منډو، د محمد رضوان د ۶۳ منډو، د فخرزمان د ۲۶ منډو د محمدحفیظ د ۲۴ منډو په مرسته ۲۳۳ منډې هدف ورکړ. انګلستان د هدف د چېس برخه کې د ډېوېډملن او جوني بېرسټو د ژر اوټېدلو سره … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز، اسټرالیا څلور د یو پر وړاندې ماته کړه

  د اسټرالیا لوبډلې له ویسټ انډیز سره پنځمه شل اوریزه لوبه د شنبې په سهار په ډېرین سمي لوبغالي کې ترسره کړه. ویسټ انډیز د ۸ وېکټو په سوځېدلو سره د ایوین لیویس د ۷۹ منډو پرمټ اسټرالیا ته ۱۹۹ منډې هدف ورکړ. انډریو ټای درې، زمپا او مېچل مارش دوه، دوه ویسټ انډیزي لوبغاړي وسوځول. اسټرالیا یو ځل بیا د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله؛ دې لوبډلې په شل اورونو کې … نور ولولئ
سپورټ

په یوورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره چا زیاتې ویکټې اخیستې؟

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړی راشدخان ارمان، هغه لوبغاړی دی، چې د ملې لوبډلې لپاره یې په یو ورځنیو لوبو کې تر نورو ټولو افغان لوبغاړو زیاتې ویکټې اخیستې راشدخان ارمان، چې په ملې لوبډله کې یې د یو ورځنیو لوبو پيل په ۲۰۱۵م کال کې کړی، تر دې دمه یې ۷۴ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي. هغه په یادو ۷۴ یو ورځنیو لوبو کې ۱۴۰ ویکټې اخیستې دي، … نور ولولئ
سپورټ

په یوورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره چا زیاتې منډې جوړي کړي؟

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل، هغه لوبغاړی دی، چې د ملې لوبډلې لپاره یې په یو ورځنیو لوبو کې تر نورو ټولو افغان لوبغاړو زیاتې منډې جوړې کړې دي. محمدنبي په ۱۲۷ یو ورځنیو لوبو کې ۲۸۱۷ منډې جوړې کړې او په دې فارمټ کې تر نورو ټولو افغان لوبغاړو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی دی.   په یو ورځنیو لوبو کې لس مخکښ منډه جوړونکي افغان … نور ولولئ
سپورټ

ویاړ؛ نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې ترټولو زیاتې ۲۴ ویکټې اخیستې

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې ۲۴ ویکټې اخیستې دي او په دې لیګ کې ترټولو لوبغاړو مخکښ ویکټ اخیستونکی دی. نوین‌الحق، چې د انګلستان په یاد لیګ کې د لیسټرشایر لوبډلې سره لوبیږي، په ۱۳ لوبو کې یې ۲۴ ویکټې اخیستې دي.   انګلستان لیګ کې لس مخکښ ویکټ اخیستونکي لوبغاړي   ۱ـ نوین‌الحق: لیسټرشایر لوبډله، په ۱۳ لوبو کې یې ۲۴ ویکټې اخیستې … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام؛ افغانستان به له پاکستان، نیوزیلنډ او هند سره ولوبیږي

د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکې شل‌اوریزه نړیوال جام لپاره د لوبډلو ډلبندي وکړه، چې افغانستان په ب ګروپ کښي له پاکستان، نیوزیلنډ او هند سره راووت.   Are you happy with your team's group in the 2021 T20 World Cup? 🤩 — ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) July 16, 2021   د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام راتلونکی پړاو   ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره … نور ولولئ
سپورټ

په شل اوریز کرکټ کې په څلورم مقام د اسټرالیا او پاکستان مقابله

د اسټرالیا لوبډله اوس له ویسټ انډیز سره په ۵ شل اوریزو لوبو بوخته ده، چې درې لوبې یې بایللي دي؛ خو څلورمه لوبه یې په ۴ منډو ګټلې ده. دواړه لوبډلې د جولای په ۱۷ مه د شنبې په سهار څلور بجې پنځمه لوبه کوي، که دا لوبه اسټرالیا وګټي، نو مثبتې نومرې اخلي او د شل اوریزو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې تللی شي. د پاکستان او انګلستان درې شل اوریزې … نور ولولئ
سپورټ

په شل اوریز کرکټ کې د زیاتو لوبو ګټل؛ افغان لوبډله هم ځلېدلې

که څه هم له ۲۰۱۹ کال راهیسې افغان لوبډلې خورا کمې لوبې کړي؛ خو بیا هم په تېرو لسو کلونو کې دې لوبډلې ډېر پرمختګ کړی او زیاتې شل اوریزې لوبې یې ګټلي دي. دلته د هغو لوبډلو په اړه معلومات درکوو، چې په شل اوریز کرکټ کې ښې لاسته راوړنې لري. افغان لوبډله او د شل اوریزو لوبو ګټل دې لوبډلې له ۲۰۱۰ کال راهیسې په شل اوریزو لوبو کې ګډون کړی، چې د … نور ولولئ