سپورټ

د کرکټ د نړۍ هغه بالران، چې هېڅ نو بال یې نه دی کړی

  د کرکټ لوبو کې داسې بالران هم تېر شوي دي، چې په خپل ټول کرکټ کې کېریئر کې یې هېڅ ( نو ) بال نه دی کړی. نو بال د یوې لوبډلې او بالر لپاره د زهرو ګوټ دی، چې تېروي یې، ځکه مقابلې لوبډلې ته لومړی مفته منډه په لاس ورځي، که د نوبال ترسره کېدو سره په بال بونډري راشي، نو پنځه یا هم اووه منډې حتمي او توپ هم نه حسابېږي. … نور ولولئ
سپورټ

عزیز‌الله فضلي یوځلې بیا د کرکټ بورډ رئیس ټاکل کیږي

داسي راپورونه ورکول کیږي، چې د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی رئیس عزیز‌الله فضلي، چې په کرکټ بورډ کې او د ملي لوبغاړو سره تر ډېره نژدې پاته شوی، یوځلې بیا د فرهان یوسفزي پرځای د کرکټ بورډ عمومي رئيس ټاکل کیږي. د افغانستان د ملي، روغي جوړې عالې شورا ویاند فریدون خوځون پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې خوښي ښوودلې او ویلې یې دي، چې عزیز‌الله فضلي به ډېر ژر بیرته کرکټ له نړۍ سره سیال … نور ولولئ
سپورټ

نړیوالو شل‌اوریزه لوبو کې زیاتې پنځوسیزه جوړونکې لوبغاړي

د هند کرکټ ملې لوبډلې تکړه لوبډلمشر ویراټ کوهلي په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې د ۲۸ پنځوسیزو په جوړولو سره ترټولو لوبغاړو مخکې دی او لیست په سر کې شتون لري. ویراټ کوهلي دا ۲۸ پنځوسیزې په ۹۰ نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې جوړي کړې دي. ددې لیست په دویم ځای کې د هند ملې لوبډلې بل نامتو توپوهونکی روهیت شرما شتون لري، چې په ۱۱۱ نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې یې ۲۶ پنځوسیزې … نور ولولئ
سپورټ

شعیب اختر: افغانستان به د شل اوریزه نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووځي

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تېز توپ‌اچونکي شعیب اختر په خپلو تازه څرګندونو کې د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام او په نړیوال جام کې د مخکښو لوبډلو په اړه خبرې کړې دي. شعیب اختر ویلې، د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام نیمه پایلوبې ته به افغانستان، هند، پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې لاره پیداکړې. هغه ددې ترڅنګ ویلې، د یادو څلورو لوبډلو له ډلې به هند او پاکستان د نړیوال … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان او کترین برنټ ذوقونه او ځوابونه

د کرېک اېنفو وېب پاڼې له د انګلستان سل بالیز کرکټ لیګ د دوو لوبغاړو راشدخان او د انګلستان ښځينه لوبغاړې کترین برنټ څخه پوښتنې کړي دي او دوی دواړو په ځوابونو کې خپل ذوقونه بیان کړي دي. دوی دواړه په سل بالیز کرکټ کې له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره لوبېږي. پوښتنې او ځوابونه له کترین څخه لومړۍ پوښتنه: پېپسي دې خوښېږي، که کوکاکولا؟ ځواب: د دواړو څخه مې مېکس خوښېږي، یعنې د پېپسي او … نور ولولئ
سپورټ

سریلانکا؛ د هند څخه یې سریز وګاټه، بورډ یې یولک ډالر انعام ورکړ

هند او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو د سریلانکا هیواد په کوربتوب د دریو یوورځنیو او دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره کړه، چې د یوورځنیو لوبو لړۍ هند او د شل اوریزه سیالیو لړۍ بیا کوربه سریلانکا وګټله. د یوورځنیو لوبو لړۍ هند دوه پر یو او د شل اوریزه سیالیو لړۍ بیا سریلانکا دوه پر یو خپله کړه.   د یوورځنیو لوبو لړۍ   ۱ـ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د تیري جولای میاشتې په ۱۸مه … نور ولولئ
سپورټ

هند بهرنیو لوبغاړو ته؛ که مو د پاکستان د کشمیر لوبو کې ګډون وکړ، له کرکټ څخه مو محروموو!

  پاکستان هڅې پیل کړي، چې د اګسټ په ۶ مه نېټه په کشمیر کې د کی‌پي‌اېل په نامه سوداګریز لیګ پیل کړي. دا لوبې د پاکستان لوري ته کشمیر په مرکز مُظفراباد کې پلان شوي دي. په دې لوبو کې ۶ لوبډلې شاملې دي، چې میرپور رایلز، باګ سټالیئنز، اورسیز وریئرز، مُظفراباد ټایګرز، راولکوټ هاکس او کوټلي لاینز نومېږي. د لوبډلمشرانو په برخه کې شاهد افریدی، محمد حفیظ، شعیب ملک، فخرزمان، شاداب خان او … نور ولولئ
سپورټ

بېن سټوکس په ناڅاپي توګه له هرډول کرکټ څخه دمه اخلي

  د انګلستان پیاوړی الراونډر بېن سټوکس چې تېره اوونۍ کې په سل بالیز کرکټ کې د نارترن سوپرچارجرز لوبډلې په ګټه ولوبېد او لوبډلمشر یې هم دی، ویلي چې په ناڅاپي ډول له هرډول کرکټ څخه دمه اخلي. نوموړی  د سل بالیز کرکټ له پیل وړاندې د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنیو لوبو کې لوبډلمشر و او سیریز یې له پاکستان څخه وګاټه. اوس د انګلستان کرکټ بورډ ویلي چې هغه به د … نور ولولئ
سپورټ

د شل اوریزکرکټ په تاریخ کې هند د درېیم ځل کوچنی هدف وړاندې کړ

  د هندوستان لوبډله چې نسبتا پیاوړې لوبډله ده، د سریلانکا پر وړاندې په درې شل اوریزو لوبو کې دوه د یو پر وړاندې ماته وخوړه. دې لوبډلې له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا درې کمزوري هدفونه وړاندې کړي، چې یو یې تېره شپه د جولای په ۲۹ د سریلانکا خلاف وړاندې کړ. په ۲۰۰۸ کې یې د اسټرالیا پر وړاندې ۷۴ منډې هدف وړاندې کړی و، دا لوبه د اسټرالیا په مېلبورن کې شوې وه. په … نور ولولئ
سپورټ

په سل بالیز کرکټ کې د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې

  څلور افغان لوبغاړي د انګلستان په سل بالیز کرکټ ټورنمنټ کې لوبېږي، چې څلورو واړو لوبغاړو له ځان څخه وړتیا وې ښودلې دي. قیس احمد په یوه لوبه کې د وېلش فایر لپاره څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه. په یوه لوبه کې راشدخان هم غوره توپ اچونه او توپ وهنه وکړه او د مجیب الرحمن دې پر وړاندې لوبه کې یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه … نور ولولئ