سپورټ

د اسټرالیا وروستۍ پنځه لوبلړۍ او ناکامي یې

  د اسټرالیا کرکټ لوبډلې په دې وروستیو کې خپلې کمزورې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي. دا لوبډله اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې شپږم مقام کې ده او بنګله دېش ته د لوبو په بایللو سره یې وضع لا خراب شو.   د اسټرالیا پنځه لوبلړۍ او ماتې یې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې یې له بنګله دېش څخه د پنځه شل اوریزو لوبو په لړ کې ماته وخوړله. درې لومړنۍ لوبې … نور ولولئ
سپورټ

 شپږیزې لیګ کې سپین غر لوبډله دا ځل ملي سوداګر عصمت الله سنګین وپېرله

  د شپږیزې کرکټ لیګ اووه پړاوونه ترسره شوي دي، چې دوه ځلې یې اتلولۍ سپین غر، دوه ځلې مِس عینک، دوه ځلې کابل بازان او یو ځل یې اتلولي په ۲۰۱۷ کې بند امیر ښاماران ګټلې ده. سپین غر لوبډله چې د لیګ د تاسیس په وخت کې خورا مخکښه وه؛ په دې وروستیو کې یې خونده تللې ده او لوبې یې ښې نه دي کړي. په ۲۰۱۹ کې لوبډلمشر شفیق الله شفق و؛ … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان اوسنۍ اوضاع او پاکستان سره د کرکټ لوبو برخلیک

  دا چې افغانستان کې اوس حالت نازک دی؛ نو ډېری افغانان له دې حالت څخه کړېږي او له پاکستان څخه ګیله لري. دوی وایي پاکستان طالبان روزي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره راستوي او دلته یې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره جنګوي. هغه څه چې پاکستان په وار وار رد کړي دي.   د لوبو په اړه د افغانانو نظر ډېری افغانانو پر خپلو ټولنیزو رسنیو ګڼونونو یا اکاونټونو لیکلي دي، … نور ولولئ
سپورټ

فرهان‌یوسفزی: د پاکستان پر وړاندې بریا د ټولو افغانانو هیله ده

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د غور شوې ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د خدای په امانۍ لیدنه ترسره کړه او راتلونکو لوبو ته یې له لوبغاړو سره په غوره لوبو ترسره کولو او په افغاني احساس لوبغالي ته د ښکته کېدو په اړه خبرې وکړې. یاده لیدنه کې فرهان یوسفزي وویل، د پاکستان پر وړاندې راتلونکو لوبو کې غوره کار کرده‌ګي نه یوازې د ادارې … نور ولولئ
سپورټ

هغه لوبې چې شهزاد محمدي پکې پنځوسیزه وهلې، افغانستان نوي سلنه ګټلي دي

  هغه اوپنران چې د خپل ټیم لپاره یې شل اوریزو لوبو کې نیمه سلیزې وهلي دي، لوبډلې یې په بریاوو کې موافقي شوي دي. د اوپنرانو په ډله کې د افغان اتل لوبغاړی شهزاد محمدي هم شامل دی او تر ټولو مخکښ دی. دلته د شهزاد محمدي د هندوستان د روهېټ شرما او کی اېل یا لوکېش راهول یادونه کوو. شهزاد محمدي په اوپننګ کې د خپلې لوبډلې لپاره ۹۲ اعشاریه ۳ سلنه بریالی … نور ولولئ
سپورټ

بنګله‌دېش له اسټرالیا د ستر غچ اخیستلو په درشل کې دی

  اسټرالیا چې بنګله دېش ته د پنځه شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی دی، له پوره ستونزو سره مخ ده. دې لوبډلې درې پرله پسې لوبې د بنګله دېش پر وړاندې بایللي او د شل اوریز کرکټ په تاریخ کې بنګله دېش د لومړي ځل لپاره له اسټرالیا څخه لوبلړۍ وګټله. اسټرالیا له دې لوبلړۍ وړاندې څلورو شل اوریزو لوبو کې بنګله دېش سره مخ شوې وه؛ خو څلور واړه لوبې بنګله دېش بایللې … نور ولولئ
سپورټ

جېمزانډرسن؛ ټیسټ کرکټ کې د نړۍ درېیم مخکښ ویکټ اخیستونکی شو

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکې جېمز انډرسن د انګلستان او هندوستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ په روانه ټیسټ لوبه کې د هندوستان څلور لوبغاړي وسوځول او په دې سره یې په ټیسټ سیالیو کې خپلې ویکټې ۶۲۱ ته ورسولې. جېمز انډرسن یادي ۶۲۱ ویکټې په ۱۶۳ سیالیو«۳۰۲» انینګزونو کې اخیستې دي، چې په دې سره د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې درېیم زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو. تر دې مخکې ددې لیست … نور ولولئ
سپورټ

د آی‌پي‌اېل اتل د هند لپاره بې ګټې تمام شو

  سنجو سمسن چې په آی‌پي‌اېل کې د راجستان رایلز لوبډلې لوبډلمشر دی، سږ کال آی‌پي‌اېل کې په خپله لومړۍ لوبه کې یې ۱۱۹ منډې وکړې، نوموړي په هره لوبه کې د راجستان لپاره خورا زبردسته لوبه کړې او لا دې برخه کې مخکښ دی. خو اوس د هند لوبډلې لپاره په زړه پورې نه دی تمام شوی.   د هند لپاره د سنجوسمسن لوبې او منډې نوموړي په خپلو لسو شل اوریزو لوبو کې … نور ولولئ
سپورټ

د ایرلېنډ پال سټېرلېنګ، په یو کال کې د زیاتو منډو جوړولو په ریکارډ کې

  پال سټېرلېنګ هغه لوبغاړی دی، چې تل یې د ایرلېنډ لپاره برید کوونکې لوبې کړي او خپله لوبډله یې تر ډېره پورې په پښو درولې ده. نوموړی په یوه کال کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ لري او لا هم د جدول په سر کې دی. سټېرلېنګ په ۲۰۱۹ کال کې په شلو پاڼیو کې ۷۴۸ منډې کړي دي او لا هم په دې برخه کې لومړی مقام لري. سټېرلېنګ کې دا خوبایي شته … نور ولولئ
سپورټ

هغه هندي لوبډلمشران، چې په ټیسټ سیالیو کې یې زیات ټانسونه بایللې

د کرکټ ټرېکر د راپور له مخې د هند کرکټ ملې لوبډلې لپاره په ټیسټ سیالیو کې اوسني لوبډلمشر ویراټ کوهلي ترټولو زیات ټانسونه بایللې دي. ویراټ کوهلي په ۶۲ ټیسټ سیالیو کې په خپله لوبډلمشر کې ۳۵ ځلې ټانسونه بایللې او په ټیسټ سیالیو کې ترټولو زیات ټانس بایلونکی لوبډلشمر دی. تر ویرات کوهلي وروسته د لیست په دویم ځای کې ددې لوبډلې پخوانی لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني شتون لري. ډوهني په ۶۰ لوبو … نور ولولئ