سپورټ

میسي د بارسلونا لوبډلې سره تمرینونه پيل کړل + ویډيو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د نړۍ نامتو لوبغاړي لیونل میسي په خپل کور کې وړمه ورځ د کورونا ټیسټ ورکړ او تر منفې پایلې راوتلو وروسته یې پرون د خپلې لوبډلې بارسلونا سره تمرینونه پيل کړل. بارسلونا لوبډلې یوه اونۍ مخکې تمرینونه پيل کړي وه؛ خو د جلاکېدو په موخه میسي یوه اونۍ وروسته د بارسلونا لوبډلې سره په تمرینونو کې پرون دوشنبه یوځای شو. ۳۳ کلن لیونل میسې د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۵مه نېټه … نور ولولئ
سپورټ

لیونل میسي له بارسلونا لوبډلې، نه جلاکیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د نړۍ نامتو فوټبالر لیونل میسي په رسمي ډول اعلان وکړ، چې سږ کال هم د اسپانوۍ لوبډلې بارسلونا سره لوبیږي او د یادې لوبډلې څخه نه جلا کیږي. میسي د ګول سایټ سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، چې د بارسلونا لوبډلې څخه په ريښتنې توګه جلاکېدم، خو د دې کلب مسوولینو مې غوښتنه ونه منله. میسي زیاته کړه: «زه د بارسلونا لوبډلې څخه په رښتیا جلاکېدم، خو د دې … نور ولولئ
سپورټ

د نړۍ نامتو فوټبالر «نیمار» په کورونا ویروس اخته شوی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د رپوټونو په اساس د فرانسوۍ لوبډلې «پاستژرمېن» درې نامتو لوبغاړي نیمار، ډیماریا او پاردس په کورونا ویروس اخته شوي. د «میرور فوټبال» ورزشي اژانس د راپور له مخې، نیمار د پاستژرمېن لوبډلې درېیم لوبغاړی شو، چې د کورونا ټیسټ یې مثبت ختلی او په کورونا ویروس اخته شوی. میرور فوټبال وایی، چې د پاستژرمېن لوبډلې مسوولینو د تېري دوشنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې دوه لوبغاړي ډيماریا او پاردس یې … نور ولولئ
سپورټ

د میسي لیدلو ته راغلی وو؛ خو ناهیلی ولاړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي پرون د بارسلونا فوټبال لوبډلې مسوولینو او لوبغاړو د کورونا ټیسټونه ورکړل، چې د میسي پرته د بارسلونا یو شمېر لوبغاړي ټیسټ ورکولو ته تللي وه. د نورو مینوالو ترڅنګ یو ماشوم د لوبغاړو مخې ته راغلی وو، تر څو میسي له نژدې وګوري او هغه ادعاوي درواغ ثابتې کړي، چې میسې له لوبډلې جلا کیږي. پر ټولنیزو رسنیو د یوه ماشوم انځورونه ډېر لاس پر لاس شوي، د میسي لباس یې … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان کې نندارچیان د فوټبال لوبې لیدلو ته راګرځېدلې + انځورونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي په انګلستان کې د فوټبال سیالیو لیدلو ته نندارچیان نور کولای شی، چې لوبغالي ته ورشي او د فوټبال سیالۍ له نژدې وګوري. دوو انګلستانۍ لوبډلو چلسي او برایټون یو د بل په وړاندې فالمر لوبغالي کې دوستانه سیالي لرله، چې یاده لوبه چلسي ۱ ګول پر ۰ وګټله او بریا یې خپله کړه. یادي لوبې ته محدود شمېر مینوال راغلي وه او د فاصلې په مراعتولو سره یې د چلسي او … نور ولولئ
سپورټ

نن شپه د فوټبال خورا مهمه او جذابه سیالي!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ د درېیم پړاو په سیالیو کې نن شپه ۱۱:۳۰ بجې بارسلونا فوټبال لوبډله د بایرن مونیخ فوټبال لوبډلې سره د لوبې ډګر ته کښته کیږي. دې سیالیو ته اسپانوۍ لوبډلې بارسلونا او جرمنۍ لوبډلې بایرن مونیخ دواړو د پوره چمتوالي خبر ورکړی. ددې ترڅنګ پر همدې وخت منچسټر سیټي فوټبال لوبډله د لیون سره لوبیږي. دا د اروپا اتلانو لیګ د درېیم پړاو لوبې دي، چې … نور ولولئ
سپورټ

مسلمان فوټبالر: نړیوال باید په دې پوه شي، چې مسلمانان تر ټولو مهم دي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د جرمني هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ارسنال کلب تکړه مسلمان لوبغاړي مسعود اوزیل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې نړیوال باید پوه شي مسلمانان تر ټولو مهم دي. هغه دا څرګندونې د ایغوري مسلمانانو په وړاندې د روان ظلم په مخالفت کي کړې. مسعود اوزیل زیاته کړې، چي د ایغوري مسلمانانو په وړاندې روان ظلم ډېر ناراحته کړی او «د مسلمانانو ځانونه مهم دي» شعار د نړیوالو لپاره مهم … نور ولولئ
سپورټ

رونالډو د ایټالوي کلب«یوونټوس» د کال تر ټولو غوره لوبغاړی شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ایټالوي کلب«یوونټوس» بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د یوونټوس کلب د کال د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. یوونټوس کلب په خپل کورني لیګ کې اتلولۍ ته ځان ورساوه او پکې یاد پړاو کې رونالډو ۳۱ ګولوهنې ترسره کړې. دا لوبډله تېره جمعه د اروپا د اتلانو لیک څخه ووته. رونالډو د دوو ښکلو ګولوهنو په مټ ډېره هڅه وکړه، چې خپله لوبډله د یاد … نور ولولئ
سپورټ

نن او سبا د فوټبال خورا مهمې سیالۍ ترسره کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ سیالۍ له ۱۴۹ ورځو وروسته نن جمعه یو ځلې بیا پيلیږي، چې په ترڅ کې به یې نن او سبا ۸ لوبډلې یو د بل په وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شي. ددې سیالیو په ترڅ کې نن ماخستن ۱۱:۳۰ بجې یوونټوس د لیون په وړاندې او ریال ماډریډ بیا د منچسټر سیټي په وړاندې په وړاندې لوبیږي. سبا ماخستن پر عیني وخت بیا بارسلونا … نور ولولئ
سپورټ

سږ کال د سرو زرو توپ هیڅ فوټبالر ته نه ورکول کیږي!

لیکنه: محمدصابر حمیدي فرانس فوټبال په رسمي ډول اعلان وکړ، چې په روان ۲۰۲۰م کې د فوټبال غوره لوبغاړي ته د سرو زرو توپ ورکولو مراسم لغوه شوه. فرانس فوټبال مجلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې سږ کال د کورونا ویروس له امله دا مراسم لغوه شوه او هیڅ د فوټبال لوبغاړي ته به د سرو زرو توپ ورنه کول شي. يه یادي اعلامیې کې راغلي: «د ۱۹۵۶م څخه راوروسته د لومړي … نور ولولئ