سپورټ

رونالډو نه محاکمه کیږي

راپور: صابر حمیدي تیر ۲۰۱۸م کال کي یوې امریکايي مېرمني د نړۍ پر وتلي فوټبالر کریسټیانو رونالډو تور پوري کړی وو. چي پر دې یې جنسی تیری کړی، خو اوس تازه امریکايي محکمو دا ثابته کړې ده، چي رونالډو پر یادي میرمني جنسی تیر ندی کړی. امریکايي څارنوالان وايي، چي د یادي قضیې په اړه ئې له تیر ۲۰۱۸م کال راهیسي پلټني پيل کړې، داسي شواهد ئې لاسته نه راوړه، چي رونالډو دي پر یادي … نور ولولئ
سپورټ

سپين غربازان فوټبال ټیم ته ټاکنیزي سیالۍ پيل سوې

راپور: صابر حمیدي تیره دوشنبه په ننګرهار ولایت کي سپين غر بازانو فوټبال لوبډلي ته د لوبغاړو ټاکنیزي سیالۍ پيل سوې. په ننګرهار ولایت کي ددې سیالیو مسئولین وايي، چي ددې سیالیو په پاي کښي به ۲۱ غوره لوبغاړي د سپين غربازانو فوټبال لوبډلي ته غوره سي. د افغانستان فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه ویل سوي، چي ددې سیالیو په لومړۍ ورځ نورستان ۱ ګول پر ۰ لغمان ته او ننګرهار آرمان لوبډلي بیا … نور ولولئ
سپورټ

ګریزماین: سواریز راته مبارکي راکړه، خو میسي تر اوسه هم نه !

راپور: صابر حمیدي انتونیو ګریزماین د چلسي فوټبال لوبډلي په وړاندي تر ننۍ دوستانه لوبي مخکي یوه خبري کنفرانس ته وویل، چي لیونل میسي تراوسه راسره تماس ندی نیولی، مګر لیویز سواریز راسره تماس ونیوی، مبارکي ئې راکړه او بارسلونا لوبډلي ته ئې ښه راغلاست راته ووایه. ګریزماین وویل، چي د بارسلونا پاته نورو ټولو لوبغاړو راته ښه راغلاست ووایه او خوشحاله یم، چي د دوی سره په څنګ کي لوبیږم. هغه د اتلاتیک ماډریډ … نور ولولئ
سپورټ

د ګریت بیل وکیل: د زین الدین زیدان خبرې د شرم وړ دي

راپور: صابر حمیدي د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړي د ګریت بیل وکیل جاناتان بارنت ویلي، چي د ریال ماډریډ د روزونکي زین الدین زیدان خبري د شرم وړ دي. زیدان د بایرن مونیخ سره تر لوبي مخکي په یوه خبري کنفرانس کي وویل، چي بېل هر څه ژر ریال ماډرید پرېږدي ښه دئ. د زیدان ددې خبرو په غبرګون کي د ګریت بېل وکیل بارنت ویلي، چي ګریت بیل د ریال ماډریډ … نور ولولئ
سپورټ

ریال ماډریډ په یوه دوستانه لوبه کې د بایرن مونیخ څخه ماته وخوړه

راپور: صابر حمیدي د ۲۰۱۹م کال د انټرنېشنل چمپېنز کپ یا دوستانه سیالیو په لړ کي نن سهار ریال ماډریډ او بایرن مونیخ فوټبال لوبډلي میدان ته سره کښته سوې، چي بایرن مونیخ ۳ ګولونه پر ۱ ریال ماډريډ ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بایرن مونیخ لپاره کورینټین تولیسو په ۱۵مه، روبرت لواندووسکي په ۶۷تمه او سرجیو ګنابري بیا په ۷۰یمه دقیقه کي ګولوهني وکړې. د ریال ماډریډ لپاره بیا یوازینی ګول … نور ولولئ
سپورټ

شاهین آسمایي فوټبال لوبډلي ته ټاکنیزي سیالۍ پاي ته ورسېدې

راپور: صابر حمیدي یوه اونۍ مخکي د کابل په غازي فوټبال لوبغالي کي شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي ته د لوبغاړو غوراوي سیالۍ پېل سوي وې، چي پرون شنبه د سرې میاشتي په اتلولۍ سره پاي ته ورسېدې. د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کی راغلي، چي ددې سیالیو پایلوبي ته د سرې میاشتي سره امرخېل لوبډلي لاره پیداکړې وه. د یادي خبرپاڼي په حواله، چي سرې میاشتي په یاده پایلوبه کي امرخېل … نور ولولئ
سپورټ

نیمار غواړي له بارسلونا سره یو ځای سي

راپور: صابر حمیدي د اسپورټ ورزشي سایټ د راپور له مخي د برازیل هیواد او پي ایس جي تکړه بریدګر لوبغاړی نیمار غواړي یو ځلي بیا د هسپانوۍ لوبډلي بارسلونا سره یو ځای سي. د یاد سایټ د معلوماتو له مخي د نیمار کورنۍ د بارسلونا کلب له مسئولینو سره لیدنه کړې او غواړي، چي نیمار د بارسلونا لوبډلي سره یو ځای کړي. د پي ایس جي لوبډلي تمرینونه تیره اونۍ پيل سول، خو نیمار … نور ولولئ
سپورټ

الجزایر د افریقا د ملتونو جام اتلولي خپله کړه

راپور: صابر حمیدي د ۲۴ افریقايي هیوادونو ترمنځ د تیري جون میاشتي په ۲۱مه نېټه د افریقا د متلونو جام سیالۍ پيل سوي وې، چي پرون جمعه د الجزایر فوټبال ملي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې. د الجزایر سره د یادو سیالیو پایلوبي ته سنګال لاره پيداکړې وه، چي الجزایر یادي لوبډلي ته ۱ ګول پر صفر ماته ورکړه او لومړی مقام ئې خپل کړ. په یاده پایلوبه کي د الجزایر … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان د فوټبال لوبډله سختې لوبې په مخ کې لري

د فوټبال راتلونکي نړیوال جام ته د غوراوي پړاو پچه اچونه ترسره سوه. د ۴۰ آسیايي هیوادونو ترمنځ په قطر کي د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام ته پرون ماپښین پچه اچونه ترسره سوه، چي افغانستان اي ګروپ کي د سختو سیالانو سره راوتلی. یادي ۴۰ لوبډلي په ۸ ګروپونو ویشل سوي، چي د یادو ګروپونو څخه ۱۲ ټیمونه بل پړاو ته لاره پیداکوي. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په اي ګروپ کي … نور ولولئ
سپورټ

پي ایس جي لوبډلي نیمار ته جدي اخطار ورکړی

راپور: صابر حمیدي ۵ ورځي مخکي د برازیل هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او پي ایس جي تکړه بریدګر لوبغاړي د خپلي لوبډلي پي ایس جي په اړه یو ډول حیرانونکي خبري وکړې، چي له هغه وروسته پرون نیمار فرانسې ته ولاړ او د لومړۍ ورځي تمرینونه ئې ترسره کړل. د ESPN ورزشي شبکې د راپور له مخي تر تمرینونو مخکي د پي ایس جي ورزشي مدیر لئوناردو د هغه سره ۵ دقیقې مجلس وکړ، … نور ولولئ