سپورټ

۶ میاشتنی بندیز میسي ته انتظار کوي

په داسي حال کي چي څو ورځي مخکي د نړۍ نوموتي لوبغاړی لیونل میسي د جنوبي آمریکا کنفدراسیون د اخلاقي کمېټې له لوري یوه لوبه او ۱۵۰۰ ډالره جریمه سو، خو اوس داسي راپورونه خپریږي، چي د آرجنټاین هیواد لوبډلمشر لیونل میسي ممکن شپږ میاشتي د لوبو له بندیز سره مخ سي. د اسپوټینګ ورزشي سایټ د راپور له مخي ممکن راتلونکې اونۍ د نړۍ نوموتی لوبغاړی لیونل میسي شپږ میاشتي د لوبو څخه بند … نور ولولئ
سپورټ

د فوټبال یو افغان لوبغاړی د پولنډ په لیګ ښه ځلېدلی

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی عمران حیدري یوه میاشت مخکي د پولنډ هیواد د کورنۍ لوبډلي اُلمپیا ګودرز یادز لوبډلي سره یو ځای سو. یاده لوبډله د پولنډ هیواد فوټبال لیګ په سیالیو کي ګډونواله لوبډله ده، چي د یاد لیګ نوی پړاو ئې هم تازه پیل سو. د افغانستان فوتبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د دې لیګ د پیل په اونۍ کي د افغان لوبغاړي عمران حیدري … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۶ کلن فوټبال ټیم ترکمنستان مات کړ

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلني ملي لوبډلي په آسیايي سیالیو کي خپله دوهمه لوبه پرون شنبه د ترکمنستان ۱۶ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي افغانانو یاد هیواد ته ۱ ګول پر ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د افغان ۱۶ کلن ملي ټیم لپاره یوازینی ګول ذکریا حسیني ترسره کړ. د افغانستان دې لوبډلي د فوټبال مرکزي آسیایي سیالیو په لړ کي خپله لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د قرغزستان … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: ریال ماډریډ د اتلاتیک ماډریډ څخه سخته ماته وخوړه

د انټرنیشل چمپېنز کپ یا د نړیوالو کلبونو ترمنځ د دوستانه سیالیو په لړ کي نن سهار دوې هسپانوۍ لوبډلي ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې، چي ریال ماډریډ ۷ ګولونه پر ۳ د اتلاتیک ماډریډ څخه سخته ماته وخوړه. په یاده لوبه کي د اتلاتیک ماډریډ لپاره کاسټا ۴، پلیکس، کوریا او ویټولو بیا یو ـ یو ګول وواهه. د ریال ماډریډ لپاره بیا ناچو پرناندز، کریم بنزیما او خاویر هرناندز … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۶کلن فوټبال ټیم خپله لومړۍ لوبه مساوي کړه

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلني ملي لوبډلي په آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه پرون جمعه د قرغزستان په وړاندي ترسره کړه، چي یاده لوبه ئې د قرغزستان سره ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسوله. د افغانستان د فوټبال فدارسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي په یاده لوبه کي د افغان ۱۶ کلني ملي لوبډلي لپاره رامین امیري او ذکریا حسیني ګولوهني وکړې. افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

روزګانیانو د سولي په موخه سپورټي سیالۍ پيل کړې

د تیرې سې شنبې په ورځ د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د کرکیټ، فوټبال او والیبال سیالۍ پيل سوې، چي شاوخوا دوې اونۍ به دوام وکړي. د فوټبال، کرکیټ او والیبال دا ټورنمنتونه (رزوګاني ولسونه سوله غواړي) په نوم په دې ولایت کي رسما د پټۍ په پرې کولو سره پېل سول. ددې سیالیو د پېل په مراسمو کي ددې ولایت مرستیال والي، ورزشي مسئولینو، ځوانانو، مینوالو او ګڼ شمېر لوبغاړو ګډون کړی وو. … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کي د ځوان خوځښت په نوم د فوټبال سېالۍ پیل شوې

لیکنه: عبدالله عادل پرون د کندهار ولایت د یو خصوصي انستیتوت (شیرزي) پر لوبغالي د ۱۶ فوټبال لوبډلو ترمنځ د ځوان خوځښت په نوم سیالۍ پیل سوې. د نوموړو سېالیو په لاره اچوونکي وایي چي ددې سیالیو څخه یې هدف په کندهار کي د تنکي ځوانانو ترمنځ د ورزش یا په ځانګړي ډول د فوټبال لوبي ژوندي ساتل دي. د فوټبال دغه سېالۍ د قول اردو ځوانانو او چمپینز ټراپي په نوم د فوټبال لوبډلو … نور ولولئ
سپورټ

دوه افغانان د آسیا فوټبال کنفدراسیون دایمي غړي ټاکل شوي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سرپرست رئيس محمد یوسف کارګر او د فوټبال فدراسیون سرپرست سکرټر جنرال فضل محمد شهاب د آسیا فوټبال کنفدراسیون د دایمي غړو په توګه معرفي کړل سول. د افغانستان فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي ښاغلی کارګر او شهاب د آسیا فوټبال کنفدراسیون د ۲۰۱۹ ـ ۲۰۲۳م کال د دایمي کمېټو غړي معرفي کړل. د آسیا فوټبال کنفدراسیون په آسیا کي د فوټبال چاري اداره کوي، چي … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۶ کلن فوټبال ملي ټیم تاجکستان ته ولاړه

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله په مرکزي آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه تاجکستان ته ولاړه. د مرکزي آسیا د فوټبال دا لوبي دوهم پړاو دي، چي د رواني جولای میاشتي په ۲۶مه نېټه پېلیږي او د اګسټ میاشتي په لومړۍ نېټه پاي ته رسیږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي تر ۱۶ کلنو د کم عمره لوبغاړو ترمنځ د فوټبال دا … نور ولولئ
سپورټ

ریال ماډریډ بریا، خو بارسلونا ماته وخوړه

د نړیوالو فوټبال کلبونو ترمنځ د دوستانه سیالیو په لړ کي ریال ماډریډ ـ آرسنال ته ماته ورکړه، خو بارسلونا بیا د چلسي فوټبال ټیم څخه ماته وخوړه. پرون ماپښین ۳ بجې بارسلونا او چلسي فوټبال لوبډلي میدان سره کښته سوې، چي چلسي ۲ ګولونه پر ۱ بارسلونا ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د چلسي لپاره ټامي آبراهام په ۳۴مه او روس بارکلي بیا په ۸۱یمه دقیقه کي ګولوهني وکړې، خو د بارسولنا … نور ولولئ