فوټبال

نړیوال جام او آسیا ملتونو جام غوراوي لوبو ته ملي لوبډله اعلان سوه.

د افغانستان فوټبال فدارسیون د فوټبال نړیوال جام او آسیا ملتونو جام د غوراوي پړاو لوبو ته ملي لوبډله اعلان کړه. د فوټبال نړیوال جام په ۲۰۲۲ میلادي کال کي د قطر په هیواد کي او د آسیا ملتونو جام په ۲۰۲۳ م کال کي د چین هیواد په کوربتوب ترسره کیږي. په دې سفر کي د ملي لوبډلي لوبډلمشر فرشاد نور ټاکل سوئ دئ. د افغان فوټبال ملي لوبډلي نوملړ: ګول ساتوونکي: اویس عزیزی، … نور ولولئ
سپورټ

افغان والیبال ملي لوبډلي خپله لومړۍ لوبه وبایلله

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه پرون دوشنبه د ترکمنستان والیبال ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي د یاد هیواد څخه ئې ۳ پر ۱ ماته وخوړه. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي افغانستان د ترکمنستان څخه په اول، درېیم او څلورم میدانونو کي ۳۲ پر ۳۰، ۲۶ پر ۲۴ او ۲۷ پر ۲۵ ماته وخوړه، خو یوازي ئې په دوهم میدان کي ۲۵ … نور ولولئ
سپورټ

نن د فوټبال افغان غوره لیګ پېلیږي

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ نن سې شنبه کابل کي د فوټبال فدراسیون په فوټبال لوبغالي کي پېلیږي. په یاد لیګ کي ۸ ټیمونه ګډونوال دي، چي میوند اتلان، شاهین آسمایي، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، اباسین څپې، سپین غر بازان او موجهای آمو دي. په پچونه کي یادي لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، موجهای آمو او … نور ولولئ
سپورټ

ریال ماډریډ د لالیګا لیګ نوی پړاو په بریا پیل کړ

ليکنه: صابر حميدي د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ ۸۹یم پړاو د جمعې په ورځ د بارسلونا په ماتي او د اتلاتیک بلباوو په بریا سره راپیل سو. د دې لیګ دوهمه لوبه پرون شنبه د ریال ماډریډ او سلتاویګو فوټبال لوبډلو ترمنځ د سلتاویګو په کوربتوب ترسره سوه. یاده لوبه ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۱ وګټله. د ریال ماډریډ لپاره لومړی ګول کریم بنزیما په ۱۲مه، دوهم ګول کروز په ۶۱تمه او درېیم ګول … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: د لالیګا لیګ ۸۹یم پړاو د بارسلونا په ماتي پیل سو.

ليکنه: صابرحميدي د هسپانیا هیواد لالیګ لیګ ۸۹یم پړاو تیره شپه د بارسلونا په ماتي او د اتلاتیک بلباوو په بریا سره راپیل سو. د بارسلونا او اتلاتیک بلباوو فوټبال ټیمونو ترمنځ دا لوبه د اتلاتیک بلباوو په کوربتوب د لیونل میسي په نه شتون کي ترسره سوه. هغه څو ورځي مخکي په تمرینونو کي د دوو اونیو لپاره خوږ سو. دا لوبه اتلاتیک بلباوو ۱ ګول پر ۰ د بارسلونا څخه وګټله. د اتلاتیک … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان فوټبال غوره لیګ پچه اچونه ترسره سوه

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالیو کي د ګډونوالو لوبډلو ترمنځ پچه اچونه نن پنجشنبه سهار ترسره سوه. په یاد لیګ کي لوبېدونکي ۸ لوبډلي میوند اتلان، شاهین آسمایي، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، اباسین څپې، سپین غر بازان او موجهای آمو دي. په پچونه کي یادي لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، موجهای آمو او سېمرغ البرز راووتلې او … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: لیورپول یو بل جام هم وګټی

تېره شپه دوې انګلستانۍ فوټبال لوبډلي لیورپول او چلسي د اروپا سوپر کپ پایلوبه د ترکیې په استانبول ښار کي ترسره کړه، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده. د لیورپول لپاره په یاده پایلوبه کي دواړي ګولوهني سعدیو ماني او د چلسي لپاره بیا ژیرو او جورجینو ګولونه ولګول. خو وروسته چلسي او لیورپول پینالټۍ ووهلې، چي په پینالټیو کي بیا لیورپول ۵ پر ۴ … نور ولولئ
سپورټ

د کوم نړیوال فوټبالر معاش ډېر دی؟

د فوټبال نړیوال لوبغاړي هر کال د خپل کلب لپاره په بېلابیلو لیګونو کي لوبي ترسره کوي او ځیني لوبډلي د نورو لوبډلو څخه یو شمېر لوبغاړي په خورا لوړ قیمت رانیسي، چي ښه مثال ئې نیمار دی، پي ایس جي له بارسلونا څخه هغه په ۲۲۲ میلیونه یورو رانیوی. دومره زیاتي پيسي، چي اروپايي کلبونه ئې د لوبغاړو پر رانیولو او خرڅولو مصرفوي نور په هیڅ لوبه کي پر لوبغاړو نه مصرفیږي یوازي پر … نور ولولئ
سپورټ

د نیمار پر سر جنجالونه، خو دی په میلو اخته دی

د برازیل هیواد او فرانسوي کلب (پي ایس جي) تکړه لوبغاړي نیمار باندي دوې اسپانوۍ وتلي لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ په جنجالونو بوختي دي، خو دی په پرتګال هیواد کي په کنسرټونو او میلو اخته دئ. نیمار په پرتګال هیواد کي په ښه فکر او خیال سره د خپلي ملګري پائولا فرناندز په کنسرټونو کي ګډون کړی او د هغه ترڅنګ په بېلابیلو مېلو هم بوخت دئ. پائولا د نیمار یو له نژدې ملګرو … نور ولولئ
سپورټ

رونالډو د ځان سره د میسي پر توپير ږغېدلی!

د نړۍ د وتلو دوو فوټبالرانو لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو پر توپیر او لوبیز ژوند د فوټبال ډېرو پوهانو بېلابیلي تبصیرې کړي، چي ځیني وايي لیونل میسي تر رونالډو ډېر ښه دئ، خو ځیني بیا وايي، چي نه رونالډو تر لیونل میسي ډېر ښه دئ. د فوټبال په نړۍ کي د دې دوو لوبغاړو پر پرتله تاوده بحثونه د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم کیږي. خو خپله د پرتګال هیواد دې تکړه … نور ولولئ