سپورټ

فوټبال: جیونټوس د ايټالیا کورنی لیګ په بریا راپیل کړ.

ليکنه: صابر حميدي د ایټالیا هیواد د کورني فوټبال لیګ ( سیر اې) ۱۱۸م پړاو تېره شپه پیل سو، چي جیونټوس پکښي په لومړۍ لوبه کي پارما ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه او د یاد لیګ نوی پړاو ئې په بریا سره راپیل کړ. په یاده لوبه کي د جیونټوس لپاره د دې لوبډلي کفتان کيه لیني په ۲۱تمه دقیقه کي ګولوهنه وکړه. د جیونتوس د او د نړۍ نوموتي لوبغاړي تېره شپه … نور ولولئ
سپورټ

والیبال: افغان ملي ټیم شپږم مقام خپل کړ

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي شپږم مقا خپل کړ او په یاد ټورنمنټ کي ئې لوبي پای ته ورسېدې. دا لوبي تېره دوشنبه د نیپال هیواد په کوربتوب د افغانستان، کوربه نیپال، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله دېش، مالدیف او بوتان هیوادونو ترمنځ پیل سوې، چي قرغزستان او ازبکستان پایلوبي ته لاره پیداکړه. افغانستان په دې ټورنمنټ کي ۴ لوبي ترسره کړې، چي یوه ئې وګټله، خو درې ئې … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: سپین غر بازانو د آباسین څپې ته سخته ماته ورکړه

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو تېره سې شنبه پیل سو، چي نن د جمعې په ورځ ئې ۴مه لوبه د سپین غر بازانو او د اباسین څپې ټیمونو ترمنځ ترسره سوه. په یاده لوبه کي سپین غر بازانو ۴ ګولونه پر ۱ د اباسین څپې ته سخته ماته ورکړه.. لومړی ګول د آباسین څپې وواهه خو وروسته د لوبي په دوهمه نیمایي کي سپین غر بازانو لپاره فرشيد وجودي، عتيق … نور ولولئ
سپورټ

کابل کي د ښځینوو ترمنځ د فوټبال لوبي پای ته ورسېدې

ليکنه: صابرحميدي کابل کي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال لوبي پای ته ورسېدې دوې اونۍ مخکي د افغانستان فوټبال فدراسیون په فوټبال لوبغالي کي د ښځینه وو ترمنځ د هیواد خپلواکۍ بیرته اخیستو سلمي کلیزي په ویاړ د فوټبال لوبي پیل سوي وې، چي پرون پنجشنبه د شریفي سپورټ لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کي د کابل ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۴ لوبډلو ګډون کړی وو، چي په … نور ولولئ
سپورټ

میوند اتلانو د موجهای آمو فوټبال لوبډلي سره لوبه مساوي کړه.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ تېره سې شنبه پیل سوې، چي پرون پنجشنبه ئې درېیمه لوبه د میوند اتلانو او موجهای آمو لوبډلو ترمنځ ترسره سوه. په یاده لوبه کي دواړو لوبډلو یو ـ یو ګول وواهه او لوبه ئې مساوي پای ته ورسوله. د موجای آمو لپاره خان محمد سروش او د میوند اتلانو لپاره بیا واحد نورزي ګولوهنه وکړه. د یادي لوبي غوره لوبغاړی د موجهای آمو … نور ولولئ
سپورټ

د رونالډو نوې مرکه؛ د خپل ځان په اړه ئې ډېري مهمي خبري کړي!

ليکنه: صابرحميدي د پرتګال هیواد او جیونټوس فوټبال کلب تکړه لوبغاړي رونالډو په خپلي یوې تازه مرکه کي د خپل راتلونکي او تېر فوټبال تر څنګ پر یو لړ نورو مهمو مسائیلو ږغېدلی.هغه د TV1 په نوم د یوه نړیوال ټلویزیون سره په یاده مرکه کي وویل، چي په دې سن (۳۴) کلنۍ کي مي تمرینونه د پخوا په پرتله ډېر توپیر کړی، نو ممکن د دې پړاو په پای کي (راتلونکی کال) د فوټبال … نور ولولئ
سپورټ

شاهین آسمایي د غوره لیګ په دویمه لوبه کي عقابان هندوکش ته ماته ورکړه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ پرون سې شنبه پیل سوې، چي نن چهارشنبه ئې دوهمه لوبه د شاهین آسمایي او عقابان هندوکش لوبډلو ترمنځ ترسره سوه. په یاده لوبه کي شاهین آسمایي ۱ ګول پر ۰ عقابان هندوکش ته ماته ورکړه. د شاهین آسمایي لپاره په لومړۍ نیمایي کي آمان الله سرداري ګولوهنه وکړه. د دې لیګ درېیمه لوبه سبا چهارشنبه مازدیګر ۶ بجې د میوند اتلانو او موجهای آمو ټیمونو … نور ولولئ
سپورټ

د افغان غوره لیګ دوهمه لوبه د شاهین آسمايي او عقابان هندوکش ترمنځ کیږي.

نن د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د اتم فصل دوهمه لوبه د کابل زون شاهین آسمايي او مرکزي زون عقابان هندوکش لوبډلو ترمنځ نن د کابل فوټبال فدراسیون په عمومي لوبغالي کي ترسره کیږي. تېره ورځ د افغانستان فوټبال غوره لیګ پرانیستل سو او د پیل مراسم يې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ برابر سوي وه. همداراز تېره ورځ ددې لیګ لومړۍ لوبه د هرات زون طوفان هریرود او شمالي … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ امید افغان د ساحلي جام او میوند د ۱۸ کلنو جام اتلولۍ وګټلې.

د هیواد په مرکزي ولایت کابل کي د افغانستان فوټبال فدراسیون په عمومي لوبغالي کي د ۱۸ کلنو ځوانانو جام د میوند لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدئ. په لیګ کي ټول ټال ۸ قوي لوبډلې ولوبول سوې، چي په پای لوبه کي میوند د عدالت لوبډلي څخه لوبه وګټله. ددې لیګ غوره ګول ساتونکی د میوند څخه شریف آمین وټاکل سو، خو بل طرف ته بیا د اردو لوبډلي بریدګر لوبغاړی سهراب زېوري وټاکل … نور ولولئ
سپورټ

د افغان فوټبال غوره لیګ د ۸م فصل له پیل سره سم لومړۍ لوبه هم وسوه.

نن د افغانستان فوټبال غوره لیګ پرانیستنه په خورا شانداره ډول ترسره سوه او هم ددې فصل لومړۍ لوبه د تېر فصل د اتلي لوبډلي طوفان هریرود او د شمال زون د سیمرغ البرز ترمنځ وسوه. نني مراسم او لوبه په مرکز کابل کي د افغانستان فوټبال فدراسیون په عمومي لوبغالي کي وسوه. په یادو مراسمو کي د افغانستان د اتو زونونو د لوبډلو لوبډلمشرانو ترڅنګ، یو شمېر دولتي او غیر دولتي چارواکو، مختلفو لوبغاړو … نور ولولئ