سپورټ

سبا (پنج شنبه) افغانستان د قطر، بنګله دېش او پاکستان سره مخ کیږي.

سبا (پنج شنبه) افغان کرکیټ ملي لوبډله د بنګله دېش په کوربتوب د یاد هیواد سره خپله دریمه تاریخي ټیسټ لوبه پیلوي. په همدې ورځ افغان فوټبال ملي لوبډله بیا د قطر د ۲۰۲۳ فوټبال نړیوال جام او آسیا ۲۰۲۲ فوټبال ملتونو جام په غوراوي پړاو کي د خپل ګروپ لومړۍ لوبه د کوربه قطر هیواد سره ترسره کوي. او افغان ۱۹کلنه ملي لوبډله په سریلانکا کي د پاکستان خلاف د ۱۹کلنو آسیا جام لومړۍ … نور ولولئ
سپورټ

د افغان فوټبال غوره لیګ د ګروپي پړاو درېیمه او وروستۍ اونۍ نن پېلیږي

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو درې اونۍ مخکي پیل سو، چي نن چهارشنبه ئې د ګروپي پړاو درېیمه او وروستۍ اونۍ پېلبږي. نن چهارشنبه آباسین څپې د عقابان هندوکش سره، سبا پنجشنبه میوند اتلان د طوفان هریرود سره، بل سبا د جمعې په ورځ شاهین آسمایي د آباسین څپې سره، راتلونکې شنبه موجهای آمو د سېمرغ البرز سره او راتلونکې یکشنبه بیا سپین غر بازان د عقابان هندوکش په وړاندي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

رونالډو، میسي او فن ډیک؛ د ۲۰۱۹ فوټبال اتل به څوک وي؟

د ۲۰۱۹ میلادي کال فوټبال غوره لوبغاړي جایزې ته درې پیاوړي نوماندان اعلان سول. په ټوله کي ددې جایزې لپاره د نړۍ په کچه لس تکړه لوبغاړي نوماند سوي دي. د پرتګال او جیونټوس څخه کریسټیانو رونالډو، د ارجنټاین او بارسلونا څخه لیونل میسي او له نیدرلینډ او لېورپول کلب څخه ریجیل فن ډیک د نړۍ په کچه هغه درې لوبغاړي سول، چي د ۲۰۱۹ میلادي کال د فوټبال غوره لوبغاړي به اعلان سي. کریسټیانو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د هیوادونو د کال غوره لوبغاړي؛ رونالډو ۱۱م ځل دا جایزه وګټل.

د نړۍ په کچه پیاوړی لوبغاړی او د فوټبال لوبي د تاریخ ستوری کریسټیانو رونالډو د خپل هیواد پرتګال د کال غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. رونالډو دا ۱۱م خو په پرلپسې ډول ۴م ځل دئ، چي د پرتګال د کال د غوره لوبغاړي جایزه ګټي. نوموړی له ۲۰۰۷م کال راهسي دا جایزې په خپل نوم نوموي. په ۲۰۱۰ عيسوي کال کي سیماوو او په ۲۰۱۴ ميلادي کال کي پي پي د پرتګال د کال … نور ولولئ
سپورټ

راتلونکې پنجشنبه افغان فوټبال لوبډله د قطر سره لوبیږي.

ليکنه: صابرحميدي ټاکل سوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله راتلونکې پنجشنبه د قطر هیواد د فوټبال ملي لوبډلي سره ولوبیږي. دا لوبه د قطر هیواد په کوربتوب په دوحې ښار کي د کابل په وخت ماخستن ۹ بجې پېلیږي. دا سیالۍ د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام ته د لاري پیداکولو په موخه او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره کیږي. افغانستان په دې … نور ولولئ
سپورټ

د بارسلونا تر څنګ ریال ماډریډ هم خپله لوبه مساوي کړه.

ليکنه: صابرحميدي د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د درېیمي اونۍ لوبو څخه تېره شپه ویاریال د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي کوربتوب وکړ، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده. د ریال ماډریډ لپاره دواړه ګولونه ګریت بیل ولګول. د ویاریال لپاره بیا ګریت مورینو او ګومیز ګولوهني وکړې. د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د درېیمي اونۍ لوبو څخه بیا وړمه شپه اوساسونا د بارسلونا فوټبال لوبډلي … نور ولولئ
سپورټ

والیبال: د ایټالیا ځوانه لوبډله ۲۲ کاله وروسته نړیواله اتله سوه!

ليکنه: صابرحميدي د ایټالیا د والیبال ځوان ملي ټیم د روسیې د والیبال ځواني ملي لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره د ځوانانو ترمنځ د والیبال نړیوال اتل سو. د ایټالیا د والیبال ۱۹ کلني لوبډلي د ۲۲ کالو څخه وروسته د ځوانانو ترمنځ د والیبال په نړیوالو سیالیو کي نړیواله اتلولي خپله کړه او کپ ئې خپل په نوم کړ. ایټالیا په پایلوبه کي روسیې ته په اول، درېیم او څلورم میدانونو کي ۲۶ … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: په لومړي ځل به یو افغان د اروپا په تر ټولو ستر لیګ کي ولوبیږي.

ليکنه: صابرحميدي ندیم امیري به لومړنی افغان وي، چي د اروپا د اتلانو لیګ(چمپېنزلیګ) په راتلونکي پړاو کي ولوبیږي. د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ(چمپېنزلیګ) راتلونکي ۶۵م پړاو پچه اچونه تېره پنجشنبه د فرانسې په موناکو ښار کي ترسره سوه. په یاد لیګ کي ۳۲ لوبډلي دي، چي په ۸ ګروپونو وویشل سوې او په هر ګروپ کي ۴ لوبډلي یو د بل په وړاندي د تګ او راتګ په ډول سره لوبیږي. دا لوبي … نور ولولئ
سپورټ

فن دایک د اروپا د کال غوره فوټبالر اعلان سو!

ليکنه: صابرحميدي د اروپا د کال غوره ګول ساتونکی، غوره مرکزي لوبغاړی، غوره دفاعي لوبغاړی، غوره حمله کوونکی لوبغاړی او د اروپا د کال غوره لوبغاړی پرون پنجشنبه اعلان سول. دا مراسم د فرانسې په موناکوی ښار کي ترسره سول. په یادو مراسمو کي د کال غوره لوبغاړی فن دایک اعلان سو. د فن دایک سره یادي جایزې ته دوه نور قوي فوټبالران لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو کاندیدان وه، خو د لیورپول تکړه دفاعي … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: د اروپا تر ټولو د قوي لیګ پچه اچونه ترسره سوه.

ليکنه: صابرحميدي د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ(چمپېنزلیګ) راتلونکي ۶۵م پړاو پچه اچونه پرون پنجشنبه د فرانسې په موناکو ښار کي ترسره سوه. په یاد لیګ کي ۳۲ لوبډلي دي، چي په ۸ ګروپونو وویشل سوې او په هر ګروپ کي ۴ لوبډلي یو د بل په وړاندي د تګ او راتګ په ډول سره لوبیږي. په لومړي ګروپ کي پي ایس جي، ریال ماډریډ، کلوب بروخه او ګالاتا سرای. په دوهم ګروپ کي بایرن … نور ولولئ