سپورټ

په چمېنزلیګ کي نن او سبا د ګروپ وروستۍ لوبي ترسره کیږي

نن د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ په سیالیو کي خورا جذابي لوبي ترسره کیږي، چي دا ئې د ګروپي پړاو وروستۍ لوبي دي او له نن او سبا وروسته به ۱۶ لوبډلي دوهم پړاو ته لاره پیداکړي. نن سې شنبه د اروپا د اتلانو لیګ یا چمپینزلیګ فوټبال لیګ په سیالیو کي ۸ لوبي ترسره کیږي، چي په یادو لوبو کي ۱۶ لوبډلي یو د بل په وړاندي د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي … نور ولولئ
سپورټ

افغانۍ الاصله فوټبالره هیواد ته راځي

افغانۍ الاصله فوټبالره ناده ندیم، چي د فرانسې فوټبال په یوه مشهوره ښځینه کلب پاریسټ جرمن کي لوبیږي اعلان کړی، چي هیواد ته راستنیږي. ۳۱ کلني نادیې ندیم ۲۰ کاله مخکي په کوچنیوالي کي د خپلي کورنۍ سره له افغانستانه ـ ډنمارک ته مهاجرت کړی او بیا افغانستان نده راغلې، چي اوس ئې خپل هیواد ته د راتګ اعلان کړی. هغې ویلي، چي هیواد ته ئې د راتګ موخه داده تر څو ښځینه فوټبالرانو ته … نور ولولئ
فوټبال

رونالډو د ریال ماډریډ څخه پر تګ پښېماني ښوودلې

د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او یوونټوس کلب تکړه بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د خپلي لوبډلي یو شمېر لوبغاړو ته ویلي، چي د ریال ماډریډ پرېښودل ئې یوه لویه غلطي کړې. د نړۍ دې تکړه فوټبالر ۱۸ میاشتي مخکي د ځینو اختلافونو له امله اسپانوۍ لوبډله ریال ماډرید پرېښوله او د ایټالوي کلب یوونټوس سره یو ځای سو. دا لوبغاړی د ریال ماډریډ د وروستیو وختونو په ډول اوس یوونټوس لوبډله کي هم … نور ولولئ
فوټبال

د بارسلونا بریا او پکښي د میسي درې ګولوهني!

تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۶مي اونۍ په لوبو کي بارسلونا د مایورکا فوټبال لوبډلي کوربتوب وکړ، چي بارسلونا ۵ ګولونه پر ۲ مایورکا ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره درې ګولوهني د نړۍ نوموتي لوبغاړي لیونل میسي او پاته دوه ګولونه بیا ګریزماین او لیویز سواریز ولګوله. میسي یاد درې ګولونه یا هټریک د لوبي په ۱۷مه، ۴۱تمه او ۸۳یمه دقیقه کي  ترسره کړه او په دې … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کي د غوره لیګ په نوم د فوټبال لوبي پای ته ورسېدې.

ليکنه: صابرحميدي کابو دوې میاشتي مخکي د کندهار عینومیني په احمدولي خان فوټبال لوبغالي کي د ۸ قوي لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبي پیل سوي وې، چي پرون جمعه د موجهای آمو په نوم د یوې لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د یادو سیالیو مسئول محمدطاهر طاهري یاران ته وویل، چي د یادو سیالیو پایلوبه د موجهای آمو او عقاباند هندوکش فوټبال ټیمونو ترمنځ د سلګونه مینوالو په شتون کي ترسره سوه. د … نور ولولئ
سپورټ

نن بارسلونا او ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي دواړه لوبي لري!

ليکنه: صابرحميدي نن ریال ماډریډ د اسپانیول سره او بارسلونا بیا د مایورکا سره لوبیږي د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۶مي اونۍ په لوبو کي نن مازدیګر ریال ماډریډ د اسپانیول سره او بارسلونا بیا نن شپه د مایورکا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي. د ریال ماډریډ او اسپانیول فوټبال ټیمونو ترمنځ ننۍ لوبه مازدیګر ۴:۳۰ بجې د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره کیږي. بارسلونا او مایورکا فوټبال لوبډلي بیا نن … نور ولولئ
سپورټ

یو افغان لوبغاړی د پولنډ په لیګ کي خورا ښه لوبیږي!

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی عمران حیدري د پولنډ هیواد په لومړۍ درجه لیګ کي د خپلي لوبډلي په ګټه خورا ښه لوبیږي او د ګڼو ګولوهنو په مټ ئې خپله لوبډله بریاوو ته رسولې. حیدري اوس د اُلمپیا ګردزیادز په نوم د یوه پولنډي کلب سره یو ځای دئ. هغه د یادي لوبډلي لپاره په ۱۹ لوبو کي ۱۲ ګولوهني ترسره کړي دي او دوه ئې بیا خپلو … نور ولولئ
سپورټ

میسي شپږم د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.

ليکنه: صابرحميدي د بارسلونا کلب تکړه لوبغاړی لیونل میسي په روان ۲۰۱۹م کال کي تر رونالډو او فن ډایک غوره لوبغاړی وپېژندل سو او د فرانسې فوټبال له لوري ورته د سرو زرو توپ ورکړل سو. په دې سره میسي د زیاتو سرو زرو توپونو په خپلولو سره ریکارډ جوړ کړ، تر دې مخکي هیڅ لوبغاړی ندی توانېدلی، چي په دومره شمېر سره د سرو زرو توپونه خپل کړي. د سرو زرو توپ ته لیونل … نور ولولئ
سپورټ

میسي یو ځلي بیا بارسلونا بریا ته ورسوله!

ليکنه: صابرحميدي د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۵مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه ناوخته بارسلونا او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي میدان ته سره کښته سوې، چي بارسلونا یو ګول پر صفر اتلاتیک ماډریډ ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي دا یوازینۍ ګولوهنه د نړۍ نوموتي لوبغاړي لیونل میسي ولګوله. د بارسلونا او اتلاتیک کلبونو ترمنځ دا پرونۍ لوبه خورا جذابه وه، چي پکښي دواړو ټیمونو ډېر د ګول چانسونه له لاسه ورکړه. د … نور ولولئ
سپورټ

ریال ماډریډ فوټبال ټيم آلاوز ته ماته ورکړه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۵مي اونۍ په لوبو کي پرون شنبه ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د آلاوز فوټبال لوبډلي سره د آلاوز په کوربتوب ولوبېده، چي ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۱ آلاوز ټيم مات کړ. په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره لومړی ګول دفاعي لوبغاړي سرجیو راموس د لوبي په ۵۱مه دقیقه کي د سر په واسطه وواهه او دوهم ګول بیا کارواخال د لوبي په ۶۸مه دقیقه کي ولګوی. … نور ولولئ