سپورټ

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ پيل سو

د پنچشنبې په ورځ په کابل کي د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ د هیواد په اتو زونونو کي د اتو اتلولو لوبډلو ترمنځ پيل سو. د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کي د هلمند لیسه ذکور د هرات اټک انرژي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي اټک انرژي ۲ ګولونه پر ۱ لیسه ذکور ته ماته ورکړه، خو په دوهمه لوبه کي بیا د کابل اُردو لوبډلي د ننګرهار جوانان وفا لوبډلي ته ۶ ګولونه پر … نور ولولئ
سپورټ

هند په دوهمه لوبه کي ویسټ انډیز ته سخته ماته ورکړه

د هندوستان او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې دوهمه یو ورځنۍ لوبه پرون د چهارشنبې په ورځ ترسره سوه، چي هندوستان د ۱۰۷ منډو په توپير ویسټ انډيز ته سخته ماته ورکړه. د یادي لوبي پچه یا ټاس ویسټ انډیز وګاټه او هندوستان ته ئې د توپوهني بلنه ورکړه. هندوستانۍ لوبډلي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته … نور ولولئ
سپورټ

بارسلونا او ریال ماډریډ لوبه مساوي کړه!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ په سیالیو کي تېره شپه د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندي ولوبېدې، چي دې لوبډلو لوبه صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسوله. دا لوبه د بارسلونا په کوربتوب په نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي تېره شپه ۱۱:۳۰ بجې پيل سوه. په دې لوبه کي دواړو لوبډلو خورا ډېر د ګول چانسونه له لاسه ورکړه، خو … نور ولولئ
سپورټ

نن د نړۍ تر ټولو ستره د فوټبال لوبه ترسره کیږي!

ټاکل سوې نن د چهارشنبې په ماخستن د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندي ولوبیږي. دا لوبه نن چهارشنبه ماخستن ۱۱:۳۰ بجې د بارسلونا فوټبال لوبډلي په کوربتوب په نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي. د بارسلونا او ریال ماډریډ ترمنځ دا لوبه د اسپانیا لالیګا لیګ له ډلي ده. د نړۍ تر ټولو لوبو ډېر د فوټبال مینوال د بارسلونا او ریال ماډریډ لوبه ګوري، … نور ولولئ
سپورټ

میسي په لالیګا لیګ کی د کال تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکل سو

د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه فوټبالر د مارکا له لوري په لالیګا لیګ کي د کال تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکل سو. مارکا یوه اسپانوۍ ورزشي ورځپاڼه ده، چي ټول فعالیتونه ئې یوازي تر فوټباله محدود دي. دا ورځپاڼه د اسپانیا هیواد په کورني لیګ لالیګا کي هر کال په بیلابیلو برخو کي د فوټبال غوره لوبغاړي معرفي کوي، چي سږ کال لیونل میسي پکښي ډېر ګولوهونکی او تر … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: د چمپېنزلیګ پچه اچونه ترسره سوه

د اروپا د اتلانو لیګ یا چمېنزلیګ ۶۴م پړاو د تیري سپټمبر میاشتي په ۱۷مه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ پيل سوی او د راتلونکي ۲۰۲۰م کال مې میاشتي په ۳۰مه به د یوې اتلي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسیږي. په دې لیګ کي ګډونوالي ۳۲ لوبډلي لومړی په ګروپي شکل په ۸ ګروپونو کښي ولوبېدې، چي ۱۶ لوبډلو د یاد لیګ څخه مخه ښه وکړه او ۱۶ لوبډلو بیا دوهم پړاو … نور ولولئ
سپورټ

ریال ماډریډ او والینسیا فوټبال ټیمونو هم لوبه مساوي کړه!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۷مي اونۍ په لوبو کي تېره شيه ریال ماډریډ او والینسیا فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې، چي دې دوو لوبډلو لوبه مساوي پای ته ورسوله. دا لوبه ۱ ګول په مقابل کي د ۱ ګول مساوي سوه او ریال ماډریډ په ډېري سختۍ سره بایللې لوبه مساوي کړه. په یاده لوبه کي لومړی ګول د والینسیا لپاره کارلوس سولر د لوبي په ۷۸یمه دقیقه کي وواهه. ریال ماډریډ ته بیا … نور ولولئ
سپورټ

بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال ټیم سره لوبه مساوي کړه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۷مي اونۍ په لوبو کي پرون شنبه بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال لوبډلي سره ولوبېده، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده. د بارسلونا لپاره ګریزماین او لیویز سواریز ګولونه ولګول، خو د ریال سوسیداد لپاره بیا لومړی ګول میکل اویرزابل د پیالنټي په واسطه ګولوهنه وکړه او دوهم ګول بیا د دې ټبم لپاره الکساندر ایسک ولګاوه. دا لوبه … نور ولولئ
سپورټ

نن بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال ټيم سره لوبیږي

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۷مي اونۍ په لوبو کي نن ماښام د کابل په وخت ۷:۳۰ بجې بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال  لوبډلي سره لوبیږي. دا لوبه د ریال سوسیداد لوبډلي په کوربتوب په ریل ارینا فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي، چي په زرګونه مینوال ځایوي او دا لوبه به په زرګونه مینوال په ژوندۍ بڼه په یاد لوبغالي کي له نژدې وګوري. د دې لیګ په نورو لوبو کي نن مازدیګر ۴:۳۰ … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: د چمېنزلیګ ګروپي پړاو لوبي پای ته ورسېدې

د اروپا د اتلانو لیګ یا چمېنزلیګ ۶۴م پړاو د تیري سپټمبر میاشتي په ۱۷مه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ پيل سوی او د راتلونکي ۲۰۲۰م کال مې میاشتي په ۳۰مه به د یوې اتلي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسیږي. په دې لیګ کي ګډونوالي ۳۲ لوبډلي لومړی په ګروپي شکل په ۸ ګروپونو کښي ولوبېدې، چي ۱۶ لوبډلو د یاد لیګ څخه مخه ښه وکړه او ۱۶ لوبډلو بیا دوهم پړاو … نور ولولئ