سپورټ

د افغان ملي لوبډلي لوبغاړی په مالدیف کي غوره ګول ساتونکئ سو.

خبریال: فضل الله فضلي د مالیدف هیواد د فوټبال په دیو ویهي غوره لیګ سیالیو کي د مازیا لوبډلي اتلولي وګټل او ایګلز لوبډلي بیا دوهم مقام خپل کړ. په دې لیګ کي دوه افغان لوبغاړي ولوبېدل، چي د ملي لوبډلي ګول ساتونکئ اویس عزیزي ددې لیګ غوره ګول ساتونکئ انتخاب سو. د عزيزي سره بل افغان لوبغاړی شریف محمدي هم ولوبېدئ، چي دوئ دواړه لوبغاړي د اتلي مازیا لوبډلي سره لوبېدل. ددې ترڅنګ بریدګر … نور ولولئ
سپورټ

د تېري الکلاسیکو تر ټولو جالیبي نقطې:

خبریال: فضل الله فضلي د نړۍ د دوو قوي لوبډلو ریال ماډریډ او بارسلونا لوبه د یکشنبې په شپه ۲ پر صفر پای ته ورسېدل. د الکلاسیکو د راتګ پړاو دا لوبه ریال ماډریډ په خپل کور سانټیاګو بیرنابیو کي وګټل. د ریال مادرید لپاره وینیسیوس او ماریانو ګولونه ووهل. د الکلاسیکو لومړۍ (د تګ پړاو) لوبه بارسلونا په خپل کور کي د ریال سره صفر پر صفر مساوي کړې وه. په دې لیکنه کي … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: ریال ماډریډ لوبډلي بارسلونا ته ماته ورکړه!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د سیالیو په لړ کي تېره شپه ناوخته د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي یو د بل په وړاندي د سیالي ډګر ته کښته سوې، چي ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۰ بارسلونا ته سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره وینسیوس جینیور د لوبي په ۷۱یمه او ماریانو بیا د لوبي په ۹۰یمه دقیقه کي ګولوهني ترسره کړې. … نور ولولئ
سپورټ

نن د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي یو د بل په وړاندي لوبیږي!

ټاکل سوې نن د یکشنبې په ماخستن د الکلاسیکو په نوم د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي ریال ماډریډ او بارسلونا یو د بل په وړاندي ولوبیږي. بارسلونا او ریال ماډریډ نن ماخستن ۱۲:۳۰ بجې د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي په کوربتوب سانتیاګو برنباوو فوټبال لوبغالي کي یو د بل په وړاندي لوبیږي. دا لوبه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د سیالیو څخه ده، چي دواړو لوبډلو ورته د پوه چمتوالي خبر ورکړی. ریال … نور ولولئ
سپورټ

له قهوې څخه د نوموتي فوټبالر رونالډو مجسمه جوړه شوه!

د پرتګال هیواد یوې شرینۍ جوړونکي کمپنۍ له قهوې څخه د نړۍ د یوه وتلي او نوموتي فوټبالر کریسټیانو رونالډو مجسمه جوړه کړې. یادي کمپنۍ د رونالډو مجسمه تر جوړېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو خپره کړه او د ډېرو پرتګالیانو ترڅنګ ئې د فوټبال او خصوصا د کرسټیانو رونالډو د مینوالو پام ځان ته واړاوه. خورخه کاردوسو، چي د یادي مجسمې جوړونکی دئ له رسنیو سره ئې په خبرو کي وویل، چي دا مجسمه ئې … نور ولولئ
سپورټ

کرونا په ورزشکارانو هم مرګ ګډ کړ!

ليکنه: مدثر دعوت الهام شيخي لومړنۍ ورزشکاره ده چي د کرونا د ويروسي ناروغۍ له امله مړه سوه. الهام شيخي د ايران د فوټسال ملي لوبډلي لوبغاړې وه او همدارنګه د سپاهان اصفهان لوبډلي غړې هم وه. ۲۳ کلنه الهام شيخي د ايران په قم ښار کي اوسيده او د قم د فوټسال لوبډلي لپاره يې هم لوبي کولې. د قم ښار د فوټبال فدراسيون رئيس بهرامي د رسنيو سره په خبرو کي ويلي چي … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ تېره شپه د رونالډو اوسنۍ او پخوانۍ دواړو لوبډلو ماتي وخوړې!

د اروپا د اتلانو لیګ د دوهم پړاو د تګ سیالیو په لړ کي تېره شپه وروستۍ دوې لوبي ترسره سوې، چي د رونالډو پخوانۍ لوبډله ریال ماډریډ د منچسټر سیټي سره او د رونالډو اوسنۍ لوبډله جیونټوس د لیون سره ولوبېده.  د یادو سیالیو له ډلي ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۱ د منچسټر سیټي څخه ماته وخوړه. په دې لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره ایسکو د لوبي په ۶۰تمه دقیقه کي لومړۍ ګولوهنه … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: بارسلونا او ناپولي ټیمونو لوبه مساوي کړه!

د اروپا د اتلانو لیګ د دوهم پړاو دوهمي اونۍ په سیالیو کي تېره شپه ناپولي فوټبال لوبډلي د بارسلونا فوټبال لوبډلي کوربتوب په ایټالیا هیواد کي وکړ، چي لوبه ۱ ګول په مقابل کي د ۱ ګول په مساوي ډول پای ته ورسېده. په یاده لوبه کي لومړی ګول د کوربه ناپولي لپاره مارتینیز په ۳۰مه دقیقه کي وواهه، خو دوهمه ګولوهنه بیا د بارسلونا لپاره ګریزماین د لوبي په ۵۷مه دقیقه کي ترسره … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: بارسلونا نن د ناپولي سره لوبیږي!

د اروپا د اتلانو لیګ د دوهم پړاو په سیالیو کي نن شپه بارسلونا د ناپولي فوټبال لوبډلي سره لوبیږي. دا لوبه د ناپولي په کوربتوب ایټالیا هیواد کي نن شپه ۱۲:۳۰ بجې پيلیږي. بارسلونا لوبډله د دې لوبي لپاره پرون ایټالیا ته ورسېده او د چمتوالی خبر ئې ورکړی. د دې ترڅنګ نن شپه پر عیني وخت چلسي او بایرن مونیخ فوټبال لوبډلي هم سره لوبیږي. خو سبا بیا جیونټوس د لیون په وړاندي … نور ولولئ
سپورټ

آخر د نړۍ وتلی فوټبالر میسي هم د کرونا ټیسټ ورکوي!

ټاکل سوې سبا د اروپا اتلانو لیګ د دوهم پړاو په سیالیو کي بارسلونا فوټبال لوبډله د ناپولي فوټبال لوبډلي سره میدان ته کښته سي. دا لوبه د ایټالیا هیواد په کوربتوب سبا سې شنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې ترسره کیږي. په همدې موخه نن دوشنبه بارسلونا فوټبال لوبډله ایټالیا هیواد ته سفر کوي، تر څو سبا سې شنبه د اروپا د اتلانو لیګ په یوې مهمه لوبه کي د ایټالوۍ لوبډلي ناپولي سره لوبه ترسره … نور ولولئ