سپورټ

میسي او رونالډو د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه!

د نړۍ دوو قوي فوټبالرانو لیونل میسي او رونالډو په جلا ـ جلا ډول د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه. د آرجنټاین د هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه بریدګر لوبغاړي لیونل میسي د کرونا ویروس څخه د ساتني په موخه د خپل هیواد آرجنټاین او د اسپانیا هیواد بارسلون ښار سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه. په … نور ولولئ
افغانستان

لالیګا د افغان سندرغاړې اریانا سعید په وسیله ټولو افغانانو ته د نوروز مبارکي ویلې.

د اسپانیا هیواد فوټبال غوره لیګ (لالیګا) پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي د هیواد د وتلي نامتو سندرغاړې اریانا سعید یوه داسي ویډيو خپره کړې، چي په افغانستان کي ئې ټولو خپلو مینوالو ته د نوي کال مبارکي ویلې. د فوټبال دا لیګ چي په افغانستان کي هم ډېر مینوال لري، نو د اریانا سعید په وسیله یې ۱۳۹۹ کال مبارکي ټولو افغانانو ته ویلې. هغه ویډیو چي پرون یکشنبه لالیګا لیګ خپره کړه، پکښي … نور ولولئ
فوټبال

د فوټبال هغه لوبغاړي چي هیڅ کله ئې لوبو کي سور کارډ ندی ترلاسه کړی!

د فوټبال په میدان کښي زیاتره وختونه د فوټبال داسي لوبي ترسره کیږي، چي د زیاتو خطاوو له امله ډیرو لوبغاړو سره کارډونه د لوبڅار له لوري ترلاسه کړي او له لوبي وتلي. خو داسي لوبغاړي هم تېر سوي دي، چي د خپل لوبیز ژوند په بهیر کي ئې د لوبڅار له لوري هیڅ وخت سور کارډ ندی ترلاسه کړی او له لوبي څخه ندي وتلي. موږ په دې لیکنه کي هغه ۶ لوبغاړي درته … نور ولولئ
فوټبال

د یوونټوس کلب نوموتی فوټبالر ډیبالا هم په کرونا اخته سوی!

د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او د ایټالوي کلب یوونټوس تکړه بریدګر لوبغاړی ډیبالا او مېرمن یې هم په کرونا ویروس اخته سوي. څو ورځي مخکي داسي راپورونه خپاره سول، چي ډيبالا په کرونا ویروس اخته سوی، خو وروسته ئې ډاکټرانو تر سمي معایني وروسته اعلان وکړ، چي پایله ئې منفې ده او ډیبالا په کرونا ویروس ندی اخته. خو اوس دې لوبغاړي خپله تایید کړه، چي په کرونا ویروس اخته سوی او … نور ولولئ
سپورټ

د فوټبال مسلمان لوبغاړي خپل هیواد سره ۴۵ زره یورو مرسته وکړه!

د سنګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او انګلستاني کلب لیورپول تکړه بریدګر مسلمان لوبغاړي سعدیو ماني د خپل هیواد سنګال سره د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه ۴۵ زره یورو نغدي مرسته وکړه. د افغانستان په ګډون د نورو هیوادونو ترڅنګ سنګال هم هغه هیواد دئ، چي د کرونا ویروس پیښي پکښي ثبت سوي او د سنګال هیواد خلګ ئې اندېښمن کړي. په تیرو څو ورځو کي سنګال کي په کرونا ویروس د … نور ولولئ
سپورټ

د وخت وتلی نړیوال فوټبالر؛ خو اوس زنداني دئ!

د وخت وتلی نړیوال فوټبالر؛ خو اوس په زندان کي شپې او ورځي سبا کوي! د فوټبال په برخه کي د نړۍ پخوانی او وتلی برازیلی فوټبالر پاراګوای هیواد ته داخلېدو په وخت کښي د جعلي پاسپورټ پر استعمالولو نیول سوی او له هغه وروسته په پاراګوی هیواد کي زندان ته لېږل سوی. د یاد فوټبالر سره د هغه ورور هم د جعلي پاسپورټ د استعمال له امله بندی سوی او دواړو ته د ۶ … نور ولولئ
افغانستان

کابل کي د نجونو ترمنځ فوټبال لیګ پای ته ورسېد.

د مسئولینو په خبره دوې اونۍ مخکي په کابل ولایت کي د نجونو ترمنځ د فوټبال لیګ پيل سوی وو، چي پرون یکشنبه د مارچ میاشتي په ۸مه نېټه په یو لړ خاصو مراسمو سره پای ته ورسېد. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د نجونو ترمنځ د فوټبال په یاد لیګ کي د کابل ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۸ د الف لوبډلو ګډون کړ او په پای کښي د ستاره های بنین لوبډلي … نور ولولئ
سپورټ

د ریال ماډریډ په ماتي سره بارسلونا د جدول لومړی ځای وساتی!

تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۷مي اونۍ لوبو څخه ریال ماډریډ د ریال بیټیس فوټبال لوبډلي سره ولوبېد، چي ریال بیټیس ۲ ګولونه پر ۱ ریال ماډریډ لوبډلي ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د ریال بیټیس لپاره لومړۍ ګولوهنه سیدني په ۴۰تمه او کرسټین ټیلو بیا د لوبي په ۸۲ یمه دقیقه کي دوهمه ګولوهنه وکړه. خو د ریال ماډریډ لپاره بیا یوازینی ګول کریم بنزیما د لوبي په ۴۵تمه … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: بارسلونا د میسي په ګولوهني سره بریا خپله کړه!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۷مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا فوټبال لوبډله د ریال سوسیداد فوټبال لوبډلي سره ولوبېده، چي بارسلونا یادي لوبډلي ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا دا یوازینۍ ګولوهنه لیونل میسي د لوبي په ۸۱یمه دقیقه کي د پینالټۍ په واسطه ترسره کړه. دا لوبه چي د بارسلونا په کوربتوب نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي ترسره سوه، لیدلو ته ئې په زرګونه مینوال … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا له امله د فوټبال نړۍ هم بې خونده سوې.

خبریال: فضل الله فضلي د ایټالیا هیواد څخه په تازه خبرونو کي راځي چي د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۷۹ ته پورته سو، چي ددې ترڅنګ نن په امریکا کي د ۱۰۰ مثبتو پېښو څخه ۹ کسه مړه سوي دي. د کرونا ویروس له امله د نړۍ پر ورزش هم مستقیم اثرات لوېدلي دي. د فوټبال په تازه خبرونو کي راغلي چي د ایټالیا هیواد د سیر اې لیګ د نن حذفي … نور ولولئ