بریا او پرمختګ

عبدالسمیع فیضي د ازادو رزمي سیالیو په درجه‌بندۍ کې لومړی مقام واخیست

یاران سپورټس عبدالسمیع فیضي په بېله‌روس کې د رزمي ازادو سیالیو اتم سازمان ایم ایم آی کې لومړی مقام واخیست. هغه پر خپله فېسبوکپاڼه ویډیو کې ویلي، چې ده خپل ډېر سیالان مات کړي او لومړی مقام ورته ورکړل شوی دی. عبدالسمیع فیضي چې د هېواد د رزمي سیالیو تکړه لوبغاړی دی، د نیو فایټېنګ جېنېرېشن یا د نوي نسل رزمي سیالیو برخه کې لومړی مقام خپل کړی دی. هغه په بېله‌روس هېواد کې د … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ بیا پيل؛ سبا ویسټ انډيز او انګلستان سره مخ کیږي!

د کورونا وبا څخه راورسته سبا چهارشنبه د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د کرکټ لوبې له نندارچیانو پرته پېلیږي. انګلستان او ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب درې ټیسټ لوبې لري، چې لومړۍ ټیسټ لوبه یې سبا چهارشنبه پیلیږي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې دا دوه هیوادونه به دوهمه ټیسټ لوبه د روانې جولای میاشتې په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه به بیا د روانې جولای میاشتې په ۲۴مه … نور ولولئ
سپورټ

بازمحمد مبارز او سخت تمرینونه؛ وايي پنځه کیلو مې وزن کم کړی+ویډیو

د افغانستان د آزادې مبارزې تکړه لوبغاړی بازمحمد مبارز راتلونکې لوبې ته د ښه چمتوالې په موخه خورا په سختو تمرینونو بوخت دی. مبارز پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې تمریناتې ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلې، چې راتلونکې لوبې ته يې سخت تمرینونه کړي او پوره چمتوالی یې ورته نیولی.   د مبارز په خبره، چې دې سختو تمرینونو کې توانېدلی، خپل ۵ کیلو ګرام وزن هم کړي. د مبارز په خبره: «هر څه … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبغاړي رحمت شاه زرمتي نن کلیزه ده!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او ځیرک توپوهونکی رحمت شاه زرمتی نن د جولای میاشتې په ۶مه نېټه ۲۷ کلن شو. د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې زرمتې ته د کلیزې مبارکې ویلې او ترڅنګ په ټیسټ لوبو کې د هغه د سلیزې یادونه کړې ده. رحمت شاه زرمتی په ټیسټ سیالیو کې لومړنی افغان لوبغاړی دی، چې سلیزه یې وهلې ده. رحمت شاه ښی لاسی ټوپ ارډر توپ وهونکی … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم: نړیواله درجه بندي کې یو ځلې بیا لومړی ځای خپلوو!

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکې بابراعظم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې هڅه کوو بیرته خپل پخوانی ځای ونیسو. د بابر اعظم په خبره، څو میاشتې مخکې پاکستانۍ لوبډلې ځکه څو شل اوریزه لوبې وبایللې، چې پاکستاني بورډ یو شمېر لوبغاړې ازمایل. د بابر اعظم په خبره: «موږ د کورونا ویروس له امله څو شل اوریزه لوبې له لاسه ورکړې او د کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

زیمبابې کې د کرکټ لس اوریزه لیګ پيل شو!

د زیمبابې هیواد د کرکټ لس اوریزه کورنۍ سیالۍ پرون شنبه (د جولای میاشتې په ۴مه نېټه) پيل شوې. په یاد لیګ کې به ۴ لوبډلې په اتو ورځو کې یو د بل په وړاندې سیالۍ ترسره کړې. د زیمبابې هیواد په یاد کورني لیګ کې ګډونوالې ۴ لوبډلې کابوي سټار، کیټوي کینګز، لوساکا هیټز او نډولا بلیټس دي. د دې لیګ په لومړۍ ورځ څلور لوبې ترسره شوې، په دوهمه ورځ نن یکشنبه هم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ازادې مبارزې مسلمان لوبغاړي پلار کورونا وایروس مړ کړ

خبريال: مدثر دعوت د روسيې هېواد د ازادې مبارزې مسلمان لوبغاړي خبيب نورمحمدوف پلار له کورونا وایروس سره تر اوږدې مبارزې وروسته په ۵۷ کلنۍ کې مړ شو. د خبيب پلار چې د خپل زوی د مسلک روزونکی هم و، په اپريل مياشت کې په کورونا وېروس اخته شوی و او تر ډېره په کوما کې و. وروسته يې حالت ښه شو او زوی يې د هغه د بشپړې روغتيا خبر ورکړ، خو تر يوڅه … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام؛ تېر کال په همدې ورځ افغانانو خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه!

افغان کرکټ ملې لوبډلې د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه تېر کال په همدې ورځ (جولای ۴مه) د ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلې په وړاندې ترسره کړه. په نړیوال جام کې د نورو لوبو ترڅنګ دا لوبه هم افغان کرکټ ملې لوبډلې ویسټ انډيز ته د ۲۳ منډو په توپير وبایلله. په یاده لوبه کې لومړی ویسټ انډيز توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کي یې د ۶ لوبغاړو … نور ولولئ
سپورټ

د هند کرکټ بورډ: ممکن IPL سریلانکا یا هم اماراتو کې ترسره کړو!

د هندوستان د کرکټ بورډ مسوولین او چارواکي وايي، ممکن سږنی کال آی پي ایل لیګ د هندوستان په ځای په متحده عربي اماراتو او یا هم سریلانکا کې ترسره کړو. د دې بورډ د چارواکو په خبره، چې په هند کې لا هم کورونا ویروس مخ په پراخېدو دی او په همدې موخه د هند حکومت به اجازه ورنکړې، چې آی پي ایل دې سږ کال هند کې ترسره شي. خو د هند کرکیټ … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم: ما له ویراټ کولي نه، بلکې پاکستاني لوبغاړو سره پرتله کړئ!

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نوموتي توپوهونکې او لوبډلمشر بابراعظم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې ما له ویراټ کولي او یا هم بل هندي لوبغاړي سره مه پرتله کوی؛ بلکې له پاکستاني لوبغاړو سره پرتله کړئ. بابر اعظم د هند له کپتان ویراټ کولي سره د پرله پسې پرتله کولو له امله ستړی شوی او وايي؛ ښه داده، چې له کورنیو لوبغاړو سره پرتله شي. هغه زیاته کړه: «زه به ډېر … نور ولولئ