سپورټ

ځوان لوبغاړی حضرت الله ځاځی وپیژنئ

لیکنه: محمدنسیم حمیدي حضرت الله ځاځی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي تیز چپ لاستې  توپوهونکی دي، چې په ۱۹۹۸م کال د مارچ میاشتې په ۲۳ نیټه په پکتیا ولایت کې زېږیدلی. حضرت الله د افغان ملې لوبډلې سره په ۲۰۱۶م کال کې یو ځای شو. هغه د نړۍ په کچه شپږم لوبغاړی دی، چې یوه اور کې د شپږ شپږیزو ریکارډ جوړوي. ځاځي لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۸م کال کې د ایرلینډ کرکټ ملې … نور ولولئ
سپورټ

په شپږیزه لیګ کې درېیم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی

لیکنه: محمدنسیم حمیدي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې کیڼ لاستی توپوهونکی حشمت الله شهیدي هغه لوبغاړی دی، چې تر جاوید احمدي او اصغر افغان وروسته په شپږیزه کرکټ لیګ کې یې زیاتې منډې جوړې کړې دي. کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د شهیدي د یاد ریکارډ ستاینه کړې ده. حشمت الله شهیدي په شپږیزه کرکټ لیګ کې د ۲۰۱۳م څخه بیا تر ۲۰۱۹م پورې ۳۳ لوبې ترسره کړې دي. ښاغلي شهیدي په یادو … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ بورډ اجراییه رییس له دندې ګوښه شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزی وايي، چې د بورډ اجرایه رییس پرون دوشنبه له دندې لرې شو. فرهان یوسفزي د یوه لیک په خپرولو سره ویلې، چې  لطف الله ستانکزی د خرابي کارکردګۍ، مدیریتي بې غورۍ او له مدیرانو سره د بد سلوک له امله له دندې ګوښه شو. فرهان یوسفزي یاد لیک کې ویلې، چې لطف الله ستانکزي ته تر دې مخکې شفاهي او تحریري اخطارونه هم ورکړل شوي … نور ولولئ
سپورټ

 په ټېسټ لوبو کې د براډ پنځه سوه وېکټې اخیستل ستره لاسته‌راوړنه ده

سپورټ یاران براډ د انګلستان لپاره د یو نوي ریکارډ سره مل دی، نوموړي په ۱۴۰ ټېسټ لوبو کې ۴۹۹ وېکټې اخیستي او یوازې یوه وېکټ پاتې ده، چې خپلې ۵ سوه وېکټې پوره کړي. ۳۴ کلن سټورټ براډ د ویسټ انډیز خلاف درېیمه ټېسټ لوبه کې په درېیمه ورځ ۶ وېکټې واخیستې او یو ځل بیا یې د ویسټ انډیز د دویمې پاڼۍ پېل د دوو وېکټو په اخیستلو سره وننګاوه. درېیمه ټېسټ لوبه … نور ولولئ
سپورټ

د شل اوریز جام په لغوه کېدلو سره د ویسټ انډیز د اتلولۍ هیلې مړاوې شوې

د شل اوریزو نړیوالو جامونو لړۍ لومړی ځل ۲۰۰۷م کې پیل شوه، چې لومړی پړاو یې سویلي افریقا کې ترسره شو او هر دوه کاله وروسته ترسره کېده، خو اوس مهال یې د ځنډېدلو موده د بېلابېلو علتونو له امله څلورو کلونو ته وغځېده، دا چې ویسټ انډیز دوه ځلې د دغو جامونو اتلولي ګټلې، سږ کال د جام په لغوه کېدو سره یې د اتلولۍ هیلې مړاوې شوې. لومړي پړاو شل اوریز جام کې … نور ولولئ
سپورټ

دا ځلې ځوان نوین الحق

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ بورډ دا ځلې د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکی نوین الحق ستایلی. افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فېسبوکپاڼې لیکلي، چې نوین الحق په شپږیزه کرکټ لیګ کې دویم ډېرې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی دی. د بورډ په خبره نوین الحق د شپږیزه کرکټ لیګ په ۲۹ لوبو کې ۴۴ ویکټې اخیستې دي. دا چې نوین الحق تازه په ملې لوبډله کې اخیستل شوی، تر اوسه یې … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ ښکلې لوبغاړې له خپل خاونده جلا شوه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه او نامتو ښځینه لوبغاړې ایلیس پیري له پنځه کلن ګډ ژوند څخه وروسته له خپل خاونده جلا شوه. ایلیس پیري په ۲۰۱۵م کې د مېټ ټوما سره واده وکړ. مېټ ټوما د اسټرالیا هېواد د رګبي لوبې نوموتی لوبغاړی دی. ایلیس پیري او مېټ ټوما دواړو په خپرو کړو بیانونو کې ویلي، چې دا پرېکړه د دوی په ګټه ده. دوي ویلې “له کله چې زموږ … نور ولولئ
سپورټ

تېر کال په همدې ورځ یې یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه!

لیکنه: محمدنسیم حمیدي د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې تېز او پیاوړی توپ اچونکی لسیت ملنګا تیر کال په همدې ورځ «د جولا میاشتې په ۲۶مه» نیټه د نړیوالو یو ورځنیو لوبو څخه استفاء اعلان کړه. ملنګا د خپل هیواد لپاره ۲۲۶ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي، چې په دې ۲۲۶ لوبو کې یې ۳۳۸ لوبغاړي سوځولي دي، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۳۸ منډو په ورکولو سره د … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان داسې شاټ چې نړیوال یې حیران کړل + ویډيو

لیکنه: محمدصابر  حمیدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان د کرکټ په برخه کې یو داسې شاټ وهلی، چې د هېوادوالو ترڅنګ یې بهرنیان هم حیران کړي. د هندوستان هېواد په کورنیو تجارتي سیالیو «IPL» کې ګډونوالې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد پر خپلې ټویټر پاڼې د راشدخان ارمان یوه داسې ویډیو خپره کړې، چې پکې راشدخان یو جالب او په زړه‌پورې هلیکوپټر شاټ ووهي. په یاده ویډيو کې راشدخان ارمان د … نور ولولئ
سپورټ

په افغانستان کې ورزشي فعالیتونه بېرته په غوړېدو دي

یاران سپورټ کابو څلور میاشتې کېږي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم ورزشي فعالیتونو ته د کرونا له امله اجازه نه ورکول کېد، خو په تېرو دوو اوونیو کې ورو، ورو ورزش په غوړېدو دی او لومړنۍ هڅې یې پیل شوي دي. یوه نیمه میاشت وړاندې لومړی اقدام افغان کرکټ بورډ وکړ، دې بورډ له روغتیا وزارت څخه اجازه لیک ترلاسه کړ او بېرته یې لوبې پیل کړې. لومړی … نور ولولئ