سپورټ

ظاهر خان ویسټ انډیز هیواد ته روان شو

لیکنه:محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه سلو توپ اچونکی ظاهر خان پکتین د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه پرون د اختر په لومړۍ ورځ ویسټ انډیز هیواد ته روان شو. ظاهر خان پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې له ټولو هیوادوالو غوښتې، چې د ویسټ انديز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو «CPL» کې د ځلېدو په موخه ورته دعاوي وکړې. https://www.facebook.com/zahirkhanpakteen/posts/3180181902068660   د راپورونو له مخې … نور ولولئ
سپورټ

کریم صادق؛ د زیمبابې خلاف یوه لوبه کې چانس ورکول کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې کریم صادق به خپله وروستۍ لوبه د زیمبابې خلاف ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي پرون چهارشنبه په یوې خبري ناسته کې د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ، د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ، کابل کې د جوړېدونکي نړیوال لوبغالي، په کرکټ بورډ کې اصلاحاتو رامنځ ته کولو او وروستیو بدلونونو په اړه خبرې … نور ولولئ
سپورټ

ایون مورګن:  د هند IPL سیالۍ د لوبغاړو په تکړښت کې مرسته کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر ایون مورګن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د هند کورنۍ تجارتي سیالۍ«IPL» د لوبغاړو تکړښت سره مرسته کوي. مورګن له کریک بز ورزشي ویبپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې جوس بټلر، بین سټوکس او جوفرا ارچر هغه لوبغاړي دي، چې په آی پي ایل سیالیو کې ښه ولوبېدل او ملي لوبو ته په پوره توګه چمتو شول. د مورګن په خبره، چې … نور ولولئ
سپورټ

د ملې لوبډلې یو پخوانی لوبغاړی اوس زندان کې دی!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی شېرمحمد ناصري د څلورو کلونو راهیسې د څرخي پله په زندان کي بندي دی. د پژواک خبري اژانس د راپور له مخي شېر محمد ناصري د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی وو، چې اوس په څرخي پله زندان کې شپې او ورځې سبا کوي. راپور کې راځي، چې تېر کال د ښاغلي ناصري سره د ملې لوبډلې دوو تنو تکړه لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل او … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان په وړاندې د انګلستان تازه اعلان شوې لوبډله!

لیکنه: محمد نسیم حمیدي ټاکل شوې انګلستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب یو د بل په وړاندې له اوږده ځنډه وروسته درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې. یادو سیالیو ته څو اونۍ مخکې پاکستان کرکټ ملې لوبډلې خپله لوبډله اعلان کړې وه، خو انګلستان بیا د ویسټ انډيز څخه تر لړۍ ګټلو وروسته اوس تازه د پاکستان په وړاندې لومړۍ ټیسټ لوبې ته خپله ۱۴ کسیزه لوبډله … نور ولولئ
سپورټ

فرهان یوسفزی: له ICC مو غوښتي چې د ۲۰۲۴ نړیوال جام په افغانستان کې ترسره شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي نن چهارشنبه په یوې خبري ناسته کې د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ، د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ، کابل کې د جوړېدونکي نړیوال لوبغالي، په کرکټ بورډ کې اصلاحاتو رامنځ ته کولو او وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. راپورونه وايي د کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي یاده ناسته کې ددې ترڅنګ زیاته کړه، چې کرکټ بورډ یوه داسې طرحه جوړه کړې، تر څو … نور ولولئ
سپورټ

انګلستاني براډ په ټیسټ کرکټ کې پنځه سوه ویکټې پوره کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې مخکښ او نامتو تېز توپ اچونکي سټورډ براډ د خپل ټیسټ کرکټ په تاریخ کې خپلې ویکټې تر ۵۰۰ واړولې. براډ د ویسټ انډيز په وړاندې درېیمه او وروستۍ ټیسټ لوبه کې خورا ښه وځلېد، چې په دواړو پاڼيو کې یې د ویسټ انډيز ۱۰ ویکټې واخیستې. په دې سره براډ د کرکټ په تاریخ کې اووم لوبغاړی شو، چې ټیسټ کرکټ کې خپلې ویکټې ۵۰۰ … نور ولولئ
سپورټ

ویرات کولي: انوشکا شرما زه په یو ښه انسان بدل کړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ او نامتو لوبغاړي او لوبډلمشر ویراټ کولي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې انوشکا شرما په یو ښه انسان بدل کړی او دی یوازې کولای شي ورڅخه مننه وکړي. د نړۍ مخکښ توپوهونکی ویرات کولي څو ځلې منلې، چې انوشکا شرما یې په ژوند کې مثبت بدلون راوستلی او انوشکا د ده لپاره یوه نعمت ګرځېدلې ده. کولي زیاته کړې: «زه ډېر خوشحاله یم، چې … نور ولولئ
سپورټ

ایرلېنډ د انګلستان پر وړاندې لوبو ته ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه

یاران سپورټ ایرلېنډ کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د انګلستان پر وړاندې درې یو ورځنیو لوبو لپاره یې ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه. ایرلینډ او انګلستان د جولای په ۳۰ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د درې یو ورځنیو لوبو پیل د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې پېلوي. د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سوپرلیګ سیالیو د پېل اعلان … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا تجارتي لیګ د اګسټ په ۲۸مه پيلیږي

لیکنه: محمدنسیم حمیدي ټاکل شوې د سریلانکا هیواد د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ«SCL» د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه پيل شي. ددې لیګ اجرایوي مشر ایشلي ډي سیلوا د اسپاین کریک انفو سره په خبرو کې وویل، چې سږ کال به په دې لیګ کې د داخلي لوبغاړو ترڅنګ ۹۰ بهرني لوبغاړي هم ولوبیږي. د ایشلي ډي سیلوا په خبره، ددې لیګ ګډونوالي لوبډلې به هم د بهرنیو روزونکو له لوري رهبري کیږي. د … نور ولولئ